Categories

اعلان

Loading…

د کابل ککړه هوا، لاملونه او حل لارې| عبدالرحمن احمدزی

د هوا ککړتیا هغه وخت رامینځته کیږي چې ګازونه (کاربن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایټروکس آکسایډ، میتان او کلوروفلو کاربونونه)، عضوي او غیر عضوي ذرې او بیولوژیکي مالیکولونه د ځمکې په اتموسفیر کې  ورګډ شي. دا د انديښنې وړ حالت انسانانو ته د ناروغیو، الرجیو او حتی د مرګ لامل کیږي. د هوا ککړتیا د انسانانو سربیره نورو ژوندي موجوداتو ته هم زیان اړوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې هر کال ۸,۲ میلیونه خلک د ککړې هوا له امله په نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا شمیر هر کال په لوړیدو دی، سره له دې چې کابل صنعتي ښار نه دي اوس مهال د نړۍ د ککړو ښآرونو په سر کې راځي چې هوا یې تر بل هر وخت د انسانانو، څارویو او نباتاتو لپآره مرګونې شوې ده. د ګازونو او کیمیاوي ذراتو  ډیرښت په د غه ښار کې ژوند ته لوی ګواښ رامنځ ته کړی دی. په وروستیو لسیزو کې هغه کابل چې یو وخت د خپلې ښې آب او هوا له امله د سیمې په کچه یو بینظیره پلازمینه وه. خو اوس د دولت او ولس د ناپامې له امله کابل د نړۍ د ککړو ښارونو په کتار کی درولی او تر بل هر وخت اوس کابل د هوا د ډیرې بدې ککړتیا رنځ وړي، د کابل ښار دغه بده ورځ کوم تصادف نه وو او نه هم نه اټکل کیدونکې پیښه وه بلکي کلونو وړاندي د چاپیریال ساتني نړیوالو اداروه دا خبرداری ورکاوه چې که د کابل د هوا غم ونه خوړل شي دا ښار به د ناپاکه چاپیریال له وجې د اوسیدو وړ ونه اووسي، خو د دولت نه پاملرنې او د کابل د اوسیدونکو بد اقتصادي وضعیت دا هر څه شونې کړي چې دغه حالت وزغمو، په کابل کې د چاپیریال ساتنې او نورو همکارو ادارو چارواکو او مسولینو هم هغه وخت د هوا ککړتیا ته پام شي چې هر کله یی ککړه او ګردجنه هوا یې په مخونو سریښ شي، سترګې یې وروسوزوي، او لاسونه یي ورناولي کړي.

د کابل د ککړې عوامل څه دي؟

په جنګ ځپلو هیوادونو او ښارونو کې د هوا د ککړتیا لوی لامل په چټکه توګه ښاري ژوند ته د راګرځیدو هوس او تلوس ده؛ چې نا پلان شوې ښاري پراختیا رامنځ ته کوي او دې ټکو ته پام نه کیږي چې د اوسیدو په ساحو کې د صنعتي فابریکو جوړول، زراعتي سیمي او شنې ساحې په پآم کې نه نیول، د نفوسو چټکه وده په پام کې نه نیول، چې په راتلونکو نږدې کلونو کې څومره چاپیریال ککړولی شي؛ چې ښه مثال یی د کابل هوایی میدان په څو کیلومترۍ کې د سرک نو او پکتیا کوټ سیمه ده چې د کابل اکثر صنعتي فابریکې پکې آبادې دي د دغې سیمي تر څنګ یی د کابل د هوا په ککړیدو کې ستر رول لوبولی دی.

دویم قدم کې  د کابل ښار د هوا د ککړوالي لوي لامل  ښاري ټرانسپورټ دی. په ښاري ټرانسپورټ کې  په موټرو کې د ټیټ کیفیته تیلو څخه ګټه اخیستنه، د زړو موټرو زیاتوالی او د ترافیکي مدیرت نه شتون دی، دریم لوی لامل د کابل د ککړي هوا د سون لپاره د لرګیو او ډبرو سکارو کارول دي، په کابل کې  ښارګوټي او د ودونو هوټلونو کې تصفیخانې نه دي نصب شوي او داسي توکې د سون لپاره کاروي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، څلورم لامل د په کابل ښار کې د شنو ساحو کمښت او نشتون دی او د دې برسیره د وګړو ناغیړي هم ده چې د خپلو کورونو خځلې په خلاصو ساحو کې اچوي. په کابل کې د نفوسو د شمیر زیاتوالی هم د هوا د ککړیدو عمده لامل شوی دی چې په ډیره کمه سیمه کې ډیر زیات وګړي هستوګن دي، د نفوس تراکم د دې باعث ګرځیدلی چې د کابل غرونه غونډۍ او شنې ساحې په رهایشي سیمو بدلې شي. بل دا چې د کابل له ښاره غرونه را چاپیر دي او دغه شاوخوا غرونه د دی عامل ګرځیدلي  ترڅو ګرد او دود پری نږدی چی د کابل له ښاره ووځي.

د کابل ښار هوا د ککړیدو مخنیوي

د افغانستان په څیر جنګ ځپلی او جګړه کې ښکیل هیواد پلازمینه کې د پورته یادو شويو لاملونه  مخنیوی اسان کار هم نه دی ځکه دلته ښه حکومتولي، نتیجه وره پالیسي او اړینه تکنالوژي نشته، اقتصادي مافیه برلاسې ده، د زړو موټرو د ترمیم منظم سیستمونه نشته، له بلې خوا دا زاړ موټرونه د بیوزلو هیوادولو لپاره د روزۍ پیداکولو وسیله ده. او د  له منځه وړلو په بدل کې یی د تاوان ورکولو وس په موجوده دولت کې نشته.

خو که اراده او له شته امکاناتو څخه سالمه استفاده او تخصص شتون ولري د امکان تربریده یی مخه نیول کیدای شي.

تر ټولو لومړی یوه ستراتیژک پلان ته اړتیا ده، چې په دې کې د ځمکو څخه د تل پاتې ګټې اخیستنې  پلان مهم توکی دی؛ تر څو په راتلونکو کلونو کې هغه ساحې چې تر خطر لاندې وي په نښه او خوندي کړاي شي. د مثال په توګه په هغه ساحو کې باید ساختمانونه جوړ نه شي چې د ښار د اوسیدونکو د اوبو زیرمې تر خطر لاندې راولي. بل  دا چې د ګڼې ګوڼې په ډکو ساحو کې د ښاري ټرانسپورټ په واسط د رامنځ ته شوي ککړتیا د اصلاح لپاره موټرونه په تکنالوژۍ سمبال او د هغو د تیلو په کیفیت تمرکز وشي او ښاري ترافیک کنټرول شي.

د برېښنا او ګاز کمیت او کیفیت ته پام وشي او بیه یې راښکته شي،  تر څو خلک مجبور نه شي چې د کورونو د ګرمولو لپآره په بخاریو کې د ډبروسنکاره او نور ککړونکي توکي وکاروي.

په څاګانوکې د فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره قوانین او مقررات  جوړ او پلي شي. د اوسیدو ساحو کې نږدي صنعتي کار خونې وتړل شي . خام سړکونه او کوڅې پخې او د څنګ ویالې یې جوړې او د باران اوبه مدیرت شي په ښار کې فاضله مواد سم راټول، انتقال او پروسس شي.

اوسنی کابل ښار باید  پراخه کړی شي. ټولې شنې ساحې بیا ورغول شي په کوڅو، د سرکونو غاړو، ګلدانونو او همدارنګه په شنو ساحو کې نیالګې ولګول شي.

دغه پورته موارد هغه وخت شوني کولی شو چې دولت اراده  ولري او د ولس همکاري جلب کړي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸