WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'allowLegacy2FA'

WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'debugOn'

د اجرائیه ریاست په تابوت وروستی مېخ ټک وهل شو - تاند

Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

د اجرائیه ریاست په تابوت وروستی مېخ ټک وهل شو

تاند — د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اعلانولو سره د اجرائیه ریاست په تابوت وروستی مېخ ټک وهل شو.

دغې ادارې چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه وروسته د یوه کاندید عبدالله عبدالله له خوا د جنجال راپورته کولو په نتیجه کې د ولسمشر غني په لاسلیک رامنځته شوې وه نن د وروستیو انتخاباتو د نتایجو په اعلانېدلو سره خپل اعتبار له لاسه ورکړ.

ویل کیږي چې اجرائیه ریاست په تېره پنځه کلنه دوره کې د افغانستان حکومت ته ډېرې ستونزې جوړې کړې وې او د کمپیوټري تذکرو د وېش په شمول د ګڼو پرمختیایي پروژو د تطبیق مخه یې نیولې وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستیو نتایجو د ننني اعلان په اساس، محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ (۵۰.۶۴٪) رایې، عبدالله عبدالله ۷۲۰۷۴۱ (۳۹.۵۲٪) رایې، ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ (۳.۸۵٪) رایې رحمت الله نبیل ۳۳۹۱۹ (۱.۸۶٪) رایې ګټلي دي. نورو کاندیدانو تر دې کمې رایې ترلاسه کړي دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ډلې ویلي چې دا نتایج به ونه مني، خو داسې ښکاري چې ښاغلی عبدالله نه دی توانېدلی چې د تېر په څېر دا ځل د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته قناعت ورکړي چې په واک کې د شراکت لاره ورته هواره کړي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

6 comments

  1. ډاكټر خليل الرحمان Reply

    شكردۍ چه ده انتخاباتو نتېجه معلومه شوه ټولو لر۔او بر افغانانو ته مبارررررررررررررك شييييييييييييشې

  2. احمد Reply

    وروستی مېخ :)‌‌:) 🙂 له خندا نه مو مړ کړم

  3. MHA Reply

    Thanks Allah(J) it is over and the election department worked very hard under tremendous pressures from Abdullah X 2, Dustam Massuds. Hava Aalam did good job and she looks like smart woman.

  4. صالحزوی Reply

    زه پداسې حال کې چې جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ لپاره د دوي د بیاځلې بریا مبارکي وایم ، دوی ته په دې دوره کې د لاښه خدمت او د افغانستان ټول ملت لپاره د سوکالۍ او پرمختګ دعا کوم.
    هر انتخابات او ټاکنې یو بریالی لري . د نړیوالې دموکراسۍ اصول دا ایجابوي چې ټول پاتې کاندیدان خپله ماتې ومني او خپل سیاسي حریف یا رقیب ته د مبارکي ویلو ترڅنک د خپل وطن د علیا منافعو او د اکثریت ولس د رایو درناوي لپاره له هغوي سره همکاري وکړي.

  5. یفتلی Reply

    دافغانستان عظیم ملت ته د یوه قوی دولت او دیوی قوی ملی رهبری مبارکی وایو ، د کومی رهبری په سیوری کی چه افغانستان به ډیر چټک او پایه داره پرمخ تګ ولری ، نور به نو دوه سری غیر قانونی حکومت د تل د پاره نه وی

  6. رازمخمد کاماوال Reply

    ټولو ګرانو وطنوالو ته او حصوصتأ ډاکټر صاحب اشرف غنی ته مبارک وایم۰
    مخترمو وطنوالو دا یو خقیقت او واقعیت دی چه داکتر صاخب اشرف غنی به بینالمللی سطحه په معیار برابر شخص دی۰ هغه کوم خلک چه په تیرو ۴۰ کلونو انسان وژنه کی خپلی ګټی وینی اوس هم د ګدودی او انارشیزم تبلیغات کوی
    مخترم وطنوال باید د دی خاینو اشخاصو مخنیوی وکړی او پرینږدی چه خپلو مغرضو اهدافو ته ورسیږی۰
    ژوندی دی وی افغان غیور ولس
    مړه دی وی د افغان ولس دشمنان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *