WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'allowLegacy2FA'

WordPress database error: [Table 'taandcom_taand.wp_wfConfig' doesn't exist]
SELECT name, val, autoload FROM wp_wfConfig WHERE name = 'debugOn'

ثبات او همپالنه، نه د ټاکنو پروسه کې یوو، نه پایلې منو، د بدو پایلو پړه په کمېسیون ده - تاند

Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

ثبات او همپالنه، نه د ټاکنو پروسه کې یوو، نه پایلې منو، د بدو پایلو پړه په کمېسیون ده

تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا اعلان شوې نهایي پایلې به دې ټیم ته د منلو وړ نه وي.

د ثبات او همپالنې ټیم ویاند فریدون خوځون وایي، چې ټاکنیز ټیم یې په رسمي ډول له پروسې څخه راوتلی دی.

ښاغلي خوځون دا هم وویل چې له ټاکنو سره یې د ټیم د پریکون لامل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د کمیشنرانو غیرقانوني کړنې وې، چې د هغه په ​​وینا یې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی: “دا طبیعي خبره ده چې د دوی پایلې موږ ته د منلو وړ ندي، له دې چې هر څه عواقب راپورته شول مسوولیت یې د کمیسیون او غړو پر غاړه دی.

د ثبات او همپالنې بل غړی فضل احمد معنوي هم په ټویټر لیکي: ((موږ له پروسې بهر شو. نه د کمشنر په نوم یوه موسسه زموږ سره مشروعیت لري ، او نه یې هم پایلې، د پایلو د نه مشروعیت په اړه هر څه روښانه دي وخت به هر څه ته ځواب ووایي؟))

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه باوري سرچینه تاند ته وایي، محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د نهایۍ پایلو له مخې ګټونکی نوماند دی.

دغه سرچینه وایي، د جنجالي او تفتیش وړ ټولو رایو يه اړه د ټاکنو کمېسیون پلټنې بشپړې شوي، راپور یې د شکایتونو کمیسیون ته ورکړل شوی او کمیشنران فی الحال په یوه بنده خونه کې له ماسپښین راهیسې په مجلس بوخت دي چې تر راوتلو سمدستي وروسته به پایلې اعلان کړي.

د سرچینې په حواله اشرف غني له پاکو رایو سره بریالی نوماند دی لو د مازیګر تر پنځو بجو پورې به یې د ولسمشر اعلانیدو پورې ټول کارونه خلاص شي.

سرچینه وایي، د ټاکنو د نهایي پایلو په اړه هیڅ شکمن شی له پلټنې پرته نه دی پاتې او هر څه په شفاف ډول مخته تللي دي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"5e01c8c6-0b5d-4aab-9f13-668f38e1fb3c","recipients":863,"external_id":"ad149e4b-2e61-121e-5fe3-ae0ec4c2e67d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
863

5 comments

  1. امین جان ابراهیمی Reply

    گلمرجان ی نه منی په گلمرجان باندی په دی تاکنوپایلی شی ومنی په تول عمر په قسم که اومنی هله به ی منی چه په خپله دی ریس جمهور اعلان کری الله ج دی گلمرجان ته انصاف ورکری دومره چوکی غم وری چه ملک بحران ته بیای خو خپله ناکامی نه منی

  2. یفتلی Reply

    د ثبت او همپالنی سهامی شرکت باید دهغو کمیشنرانو فیصلی ومنی چه ددوی اونورو کاندیداانوپه رایه راغلی او انتخاب شوی . نه منل نو اوس ورته شرم دی په دی معنی چه د خپل تعهد خلاف ورزی کوی . دا نو د افغانستان د زوریدلی او عظیم ملت سره ډیره جفا او خیانت دی چه یوه ډله خپل ملی تعهدات ماتوی . دزور او زورواکی وخت نور تیر شوی ، باید چه د انتخاباتو دواړو کمیسیونونو نهایی فیصلی ته غاړه کیږدی او نوی رئیس جمهور ته د جمهوری فرهنگ مطابق مبارکی ووایی . د سهامی شرکتونو فرهنگ هم چاچه شروع کړی ؤ نوریی وخت ختم شوی دی آینده حکومت به هیڅکله هم دوه سری حکومت نه وی ددوه سری حکومت وخت هم په افغانستان کی نور نشته ، ځکه د کافی فساد او د پرمختګ د موانعو سبب شو .د موازی حکومت اصطلاح د بی شرمی ، بی غیرتی ، ناکامی او عقدی نه راوتلی اصطلاح ده ، ځکه د افغانستان ملت مرگ منی خو تجزیه نه قبلوی . د تروریسم پدیده هم مخ په ذلت او زوال ده ، ددی د ختمیدو وخت هم را نژدی شوی دی ، د تروریسم د ایجادونکی او حامی دولت پښی په لړزیدو دی .
    د آینده دولت نه د ملت دا هیله ده چه فساد اداری ختم شی ، ادارات د با اهلیته او با ظرفیته کسانو تر مدیریت لاندی راوستل شی ، وخت وژونکی بیروکراسی ختمه شی ، زیربنایی او اساسی پروژی رامنځ ته شی چه دا مملکت په خپلو پښو ودروی ، ملت ته باید حساب ورکوونکی او حساب اخیستونکی اوسی .

  3. سرمست Reply

    ښاغلي احدي خو ډير خوابدی بريښي ځکه چه د افغان اولس ارمانونه يي ونشواي کړای چه د عبدلله تر ريس جمهوري لاندي پوره کړي
    خير بزک بزک نه مر که جو لغمان ميرسه

  4. شاهین افغان Reply

    زه پداسې حال کې چې جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ لپاره د دوي د بیاځلې بریا مبارکي وایم ، دوی ته په دې دوره کې د لاښه خدمت او د افغانستان ټول ملت لپاره د سوکالۍ او پرمختګ دعا کوم.
    هر انتخابات او ټاکنې یو بریالی لري . د نړیوالې دموکراسۍ اصول دا ایجابوي چې ټول پاتې کاندیدان خپله ماتې ومني او خپل سیاسي حریف یا رقیب ته د مبارکي ویلو ترڅنک د خپل وطن د علیا منافعو او د اکثریت ولس د رایو درناوي لپاره له هغوي سره همکاري وکړي.

  5. MHA Reply

    I mam wondering, why is Mr Ahadi standing in the back of Gul-Marjan?

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *