Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

غني: طالبان د ارګ فشارونو مجبور کړل چې نسبي اوربند ومني

تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۹مه: ولسمشرغني د قول اردوګانو له قومندانانو او له والیانو سره ځانګړې غونډې کړې او هغوی ته یې د مونیخ کنفرانس په اړه نه یوازې معلومات ورکړي بلکې د سولې د احتمالي خطرونو د مخنیوي بحث یې هم ورسره کړی دی.

ولسمشر غني په دې غونډه کې ویلي، طالبانو د ارګ په فشارونو د تاوتریخوالي د کچې راکمول ومنل او اوس به د افغان دولت مرکچي پلاوی له واضحې کړنلارې سره د سولې مذاکراتو ته ولاړ شي.

ولسمشر ټینګار کړی چې د مذاکره کوونکي ټیم مؤثریت، مشارکت او د صلاحیت حدود مهم دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به یې ورتعین کړي: ((د سولې مالکیت او رهبري د افغان حکومت په لاس کې ده خو د جنګ ختمول زموږ د خلکو غوښتنه ده.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو، امریکايي سرچینو او ارګ په ګډه سره څو راتلونکو ورځو کې د سولې د هوکړې د لاسلیک د احتمال خبر ورکړی دی چې ترې مخکې به یوه اوونۍ نسبي اوربند وي او ورپسې به د هوکړې تر لاسلیک وروسته افغاني مذاکرات په لسو یا پنځلسو ورځو کې پیلېږي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"4bc9a6fa-4997-4475-925e-2176bbfd92a0","recipients":864,"external_id":"43bd21fa-c779-c7d4-bbf3-de4cd2c38a22","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
864

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *