Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

څو شېبې تر شنه اسمان لاندې | عبدالرشید سعادت

   خپل لیکنه به په دې پوښتنې پیل کړم چې موږ ولې ناول لولو؟ نو د دې پوښتنې لپاره ډېر ځوابونه شته، زه دلته دوې وړاندې کوم: چې لومړی یې خوند اخیستل دي، موږ هغه وخت خوند اخلو چې ښکلا ووینو، د ښکلا په لیدو سره زموږ زړه د خپګان له کلي د خوشحالۍ کلي ته کډه کوي او په زړه مو د خوښۍ وړانګې خپل نرمې پردې راخوروي او د خپګان تارونه سره شلېږي، ځان یو ډول خوښ احساسوو او د ژوند په بڼ کې یو څو شېبې خوند راسره غاړه غړۍ وي.

     خوند د ناول په انځوریزه ژبه، تلوسه او په ټوله کې هغه ناول کې وي چې نثر یې هنري وي. دویم ځواب دا دی: ځکه ناول لولو، چې کله انسان پیدا شوی، نو په طبیعي ډول انسان د کیسو سره مینه او علاقه لري او د کیسې اورېدل او لوستل د ده د فطرت یوه غوښتنه ده.
    تر شنه اسمان لاندې اثر د استاد ګل رحمن رحماني نوی چاپ شوی ناول دی  چې په ۱۳۹۸ کال کې ګودر خپرندویې ټولنې په ۱۴۱ مخونو کې د چاپ په ګاڼه سینګار کړی دی. په دې ناول کې د ناول لیکلو ټول ارونه مراعات شوي دي، که هغه مکالمه، تلوسه، انځوریزه ژبه، منظره کښنې، کرکټر کښنه او … دي. 

    زما په باور دا داستان په ټوله مانا پوره ناول دی، زه به یې په لنډه توګه طرحه او بیا د ناول لیکلو اړین توکي سره د بېلګو وړاندې کړم. طرحه یې دا ډول ده، چې ادریس د لویو لارو مسافر وړونکی موټروان دی، نور کاروبار یې نشته، بس د خپل د ژوند شپې او ورځې د لویو لارو په غېږ کې سبا کوي د ستونزو او ربړونو ډک ژوند تېروي، د مور، پلار، ښځې او ماشومانو څخه کله لرې او کله هم نږدې د عمر صحنو ته اور اچوي. یو سهار یو ناروغ تورخم ته ورسوي، د څه ځنډ وروسته یو شتمن، شلم خېټی او ناپېژنده کس د ده په څېره مین شي او د تورخم نه کابل او له کابل نه یې د بلخ ښارته د ځان سره بوځي، د دواړو ترمنځ د ملګرتیا مزي سره وصل شي او یو د بل له تېر ژوند څخه هم ځانونه خبر کړي.

    نور نو ادریس ورځ تر بلې لوی خویونه کوي، له پاکستاني انجنیر امجد او بیا په بلخ کې د یوې ودانیزې پروژې په کارونو کې د کارګر په توګه د ادریس لا ښکېلول هغه ته ډېر څه ورکوي، هغه هم د انجینرانو د بلخ پوهنتون د نوو ودانیو د جوړولو په کارونو کې ادریس د ژوند په خوند پوه شي او یو څه د ډالرو د زمانې سره اشناشي، بس دا ډالر یې یو څه هوايي کړي او په یوې نجلۍ یې د مینې د غرونو د لمنو پیریان کېني.

    یوه ورځ په پوهنتون کې په کار لګیا وي، له یوې محصلې نجلۍ سره مخامخ کېږي، د دوی تر منځ لومړۍ خبرې ساده وي، خو وروسته یو بل ته جذابیت پیدا کوي، بالاخره د مینې پېریان ورباندې کېني، دا پېریان یې په ګوګل کې د هغې نجلۍ د ښایست لپاره څو پوړیزه ودانۍ جوړه کړي، د دې ودانۍ رنګ دومره ښکلی نه وي، خو د ښایست رنګ یې د ودانۍ د رنګ په ښکلا کې په بې ساري ډول ونډه اخیستې وي. 

     د ژوند په تېریدو سره ادریس د امجد له برکته د شتمنۍ لوړیو پوړیو ته رسېږي، په بې سوادۍ کې د انجنیرۍ  اصطلاحات او کلمې زده کوي، سره ددې چې واده او اولادونه لري، هغې نجلۍ ته مرکه استوي، دلته د ناول د تضاد ټکی رامنځته کېږي، ځکه چې زهرا شعیه مذهبه او ادریس سني وي، دوی دا پولې ماتوي، هغه نجلۍ د ډالرو سره تول کړي او هغه وخت یې د ژوند ملګرې کړي، چې ډالر ترې درې چنده درانده شي، ځکه دی خو نوی د ډالرو سره اشنا شوی او د ډالرو زمانه هم ده، یاني د حامد کرزي د حکومت لومړۍ انتخابي دوره چې فساد اوج ته رسېدلی و او د ډالرو پرېماني وه.

  لومړنۍ ښځه یې هره ورځ د ځان غوښې خوري، په خیال کې یې د خپل بچیانو مستقبل ښه نه ويني تل نور شریکان ورسره وي، هره ورځ یې جنګ وي. په تلو تلو کې د نقشو یو شرکت جوړ کړي بس د ده سره اشنا انجینر امجد یوه ورځ ترې روان شي هرڅه ده ته تنها پاتې شي، نه یې په کته خبر وي او نه په پورته په کابل کې د یو بل انجینر سره شراکت وکړي او نور یې ورځ تربلې د ډالرو زمانه ټولېږي او غربت په ګیلم کېني داسې زمانه راشي، چې لومړنۍ ښځه یې په کابل دویمه ښځه یې په بلخ کې د ده د راتلو لارې څاري تلېفون ته یې هم ځواب نه ورکوي. 

    یوه ورځ د هغه کسانو سره ګډ شي، چې هغو د دنیا د مشکلاتو او ژوند ته شاه ورته کړې، یواځې د ملنګ رباب او یوې یوې سوې سندرې ته یې خپل غوږونه څملولي وي او د رباب تارونو په خونه کې سندریز شور جوړ کړی وي، هرڅوک کوښښ کوي چې د رباب د سندریز شور باد په خپل غمونو مېلمه کړي او د غمونو خونه یې یو څه د تودوخې څخه تشه شي.

     په ټوله کې په دې ناول کې د ډالرو زمانه انځور شوې او هغه متل ثابتوي چې ګوږ بار تر منزله نه رسېږي، بخت، فساد او د یوه مهربانه پاکستاني ملګري لرل داسې څه وي چې یو عادي موټروان د شتمنۍ په غونډۍ کېنوي او چې کله د پیسو په ارزښت پوه نه شي نو داسې زمانه یې په خپله وږې غېږه کې راټینګ کړي چې د موټروانۍ کسب هم ورپاتې وي.

   هو، ادریس د عادي وکړو له ژونده یې تېښته وکړه او ملنګانو سره یې د ژوند وزر وغوړول. ورځ په ورځ به یې غمونه د رباب د سندریز شور سره لمه منځه تلل او هغه تېر کارونه یې له ذهنه وتل او یواځې به یې د رباب شرنګ ته غوږ نیوه. 

   د رښتینې مینې انځور یې په خپل غېږ کې رانیولی چې په لکو ډالر مصرفوي، خو د خپل له معشوقې نه تېرېږي، په ځان هر ډول ربړونه راولي، خو د مینې ډګر یې ترې نه سړېږي. 

  د رښتینې، دررغجنې او فرېبکاره ملګرتیا ځانګړونو ته هم پکې نغوته شوې او په هنري نثر کې یې خصوصیات ورته بیان کړي دي. 

   په دې ناول کې اصلي کرکټرونه امجد، ادریس او زهرا دي، فرعي کرکټرونه یې د زهرا او ادریس د کورنۍ غړي… دي. په دې ناول کې مکالمې په سمه بڼه کاریدلې دي او ژبه یې هم د کرکټر د حال سره برابره ده؛ لکه: په ۲ مخ ګڼه کې:


سلام جي خه یې؟
بس شکر دی، ښه یو.
څنګه چل دی، کابل له ځې؟
هو، خو فکر کوم تاسې جلال اباد ته روان یاست؟ 
اي سي خو به خامخا لري.


    ژبه یې د کرکټر د حال سره برابره ده، امجد پېښوری انجینر دی، نو د هغو په لهجه د انګریزي تاثیرات ډېر دي، نو ځکه یې د استاد په ځای د جي کلمه کارولې ده. یا لکه د پیس رسټورانټ، موږ یې د سولې رستورانټ بولو…. .
ژبه یې هم انځوریزه ده؛ لکه: امجد په مخ لاس راتېر کړ او ځواب یې ورکړ. یا: نري برېتونه یې په دودو کې پټ شول، په وتلې خېټه یې لاس راتېر کړ او تکیه یې ووهله… .


    تلوسه یې هو ډېره ده چې کله یې په لوستلو پیل وکړې، نو تلویه دې نه پرېږدي چې خپل کار پسې لاړ شې تر هغې چې دې پای ته نه وي روسولی نو کار پسې تګ او پرېښودل یې ستونزمن دي، چې دا هم د ښه ناول له  ځانګړنو څخه دي.

    پیل یې هم په انځوریزه بڼه دی چې د تلوسې اوبه په کې غوټې وهي که تږی یې که نه یې باید یو ځل تر شنه اسمان لاندې چینې اوبه وڅښې ځکه د دې اوبو سر ډېر روڼ دی.

    پای یې هم په ښه بڼه شوی دی، موږ ښه پای هغه بللی و چې لوستونکی له ځان سره قضاوت ته وهڅوي؛ لکه:(سر ورباندې وګرځیده، دواړه لاسونه یې سترګو او تندي ته ونیول، ځای پر ځای د پښو په سر کېناست) لوستونکی به د ځان سره قضاوت کوي، چې مړ شه، ژوندی پاتې شو، زړه یې کار پرېښود.

   په ټوله کې دا ناول د ناول لیکلو د اصولو له مخې بشپړ او پوره دی، د ناول یا داستان اړوند ټول توکي په کې مراعات شوي دي، نو که ټول توکي سره د بېلګو دلته ذکر کړم لیکنه به ډېره اوږده شي. په پای کې غواړم دا خبره هم کړم چې رحماني استاد په ناول لیکلو کې په ټوله کې د داستاني ژانرونو په لیکلو کې خاص مهارت لري.

    ډېر لیکوالان ناولونه لیکي، خو په تول پوره نه وي او د پېښو منطي تسلسل یې د سره برابر نه وي، نو د رحماني استاد د ناول لیکلو مهارتونه ډېر دي، هغه چې زما خوښېږي او د ده د ناول لوستل خوند راکوي، د پېښو منطقي تسلسل دی، انځوریزه ژبه ده، د موضوع نوښت، ژبه د کرکټر د حال سره برابرول دي، لوړه تلوسه، انځوریز او له تلوسې ډک پیل دی.

 ناول په افغانستان کې د اداري فساد څخه پرده پورته کوي، داسې فساد چې بهرنۍ ساختماني او نورې مرستندویه ادارې هم په کې ښکېلې  دي او بیا یې دې ته هم اشاره کړې چې د افغانانو پیسې کله زیاتې شي، نو د نورو بنیادي کارونو پر ځای دویم واده کوي او پخوانۍ ښځه او کورنۍ یې هېره وي.


  په پای کې به دغه دعا ورته وکړم چې خدای ج دې د خیال چینه وچه مه کړه، په ګوتو، ذهن، عمر او ژوند دې برکت شه چې ستا د اثارو وړانګو ته د پښتو ادب غوټۍ لا وغوړېږي، په وږمو  او ښکلا سره یې د ادب بڼ لا زرغون شي.


کابل/ افغانستان

 د تصوراتو بڼ کې څو شېبې | عبدالرشید سعادت

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d82c6d0f-b415-4c9c-84f5-df9848b8acd3","recipients":865,"external_id":"86b60e75-cba8-1389-825e-209e71e19046","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
865

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *