Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

۸

ولسمشرغني: د جنګ پای او د سولې ټینګښت د افغانستان او امریکا مشترکه غوښتنه ده

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښين په جرمني کې د مونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د امریکا متحده ایالتونو د سناجرګې د نظامي خدمتونو، چاپیریال ساتنې، فوایدعامې، بانکدارۍ او ښارجوړولو او بودجې کمېټو رئیسانو هم حضور درلود، پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول افغان سولې، د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او افغانستان سره ددغه هیواد د ملاتړ د دوام په اړه بحث او خبرې وشوې.

دوی د سولې پروسې، د امریکایي ځواکونو دکمولو او پر وضعیت د هغه د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.

جمهوررئیس غني د تاوتریخوالي او جنګ ختمولو، د تروریستانو د امن ځایونو، اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې چې د افغانانو غوښتنه ده، معلومات ورکړل.

جمهوررئیس یو ځل بیا تروریزم افغانستان، د امریکا متحده ایالتونو او سیمې ته اصلي ګواښ وباله او د داعش پر ضد یې د افغانستان د مبارزې د یادولو پر مهال، د تروریزم پرضدد ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، سوله د افغان دولت او ملت لومړیتوب دی. هغه په ټینګار وویل، افغانان، د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او موږ د یوه شریک په توګه غواړو خپلې ستراتېژیکې اړیکې مخته یوسو او نه غواړو د اوږو بار واوسو.

جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې امریکا سره د مشارکت لپاره زموږ د خلکو غوښتنه صادقانه ده وویل، افغانان تل د دغه ډول اړیکو غوښتونکي دي.

جمهوررئیس د انکشافي برنامو په اړه هم په خپلو خبرو کې وویل، حکومت د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره پر برنامو کار کوي او په دې برخه کې د خلکو ملاتړ له ځانه سره لرو او غواړو په خپلو پښو ودرېږو.

د هیواد جمهوررئیس د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ د سولې پر پر وسې د ټینګار پر مهال د دغه بهیر ګواښونو او فرصتونو ته په اشارې وویل،موږ باید په دقیق ډول د دغې پروسې ګواښونه وپېژنو، ترڅو له کومې سترې ننګونې سره مخ نشو. د هر نوښت چې موږ سولې ته نږدې کوي، هرکلی کوو.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان اجنډا سیمه ییزې همکارۍ او د مرکزي اسیا هیوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ پراختیا ده.

په دغه کتنه کې امرالله صالح هم د طالبانو له لوري د افغانستان ملي امنیت ته د موجوده متوجه ګواښونو په اړه خپله ارزونه تشریح کړه او د طالبانو د ظرفیت او دا چې دوی څنګه او په کومو امکاناتو او بهرنۍ رهبرۍ دغه جګړه د افغانانو پر ضد مخته وړي، تفصیلي توضیحات وړاندې کړل.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"60aa1f45-2a8b-43b3-a4fd-db0ec6bda57c","recipients":867,"external_id":"fd5df8ed-02a0-d565-ecb9-d1debf9cdf41","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
867

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *