Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: د دورانخېلو بند قراردادي ٧٥ زره ډالر رشوت وركړى

يوه دولتي سرچينه وايي، د خاکجبار ولسوالۍ د دورانخېلو د اوبو بند د جوړېدو په قرارداد کې ۷۵ زره ډالره اختلاس شوی. دغه رشوت د اوبو لګونې ريیس ته د غيرت شرکت له لوري د قرارداد د تر لاسه کولو په هدف ورکړل شوی دی.

د قرارداد له مخې ياده پروژه بايد د يوه کال په اوږدو کې ګټې اخستنې ته سپارل شوې وای، خو د يو نيم کال په تېرېدو سره يې ۳۰ سلنه چارې ايله بشپړې شوې، چې له ټيټ کيفيت يې خلک سر ټکوي.

خاکجبار د کابل ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د ځمکو غصب، مافیایی ډلو او زورواکانو په سیالیو دا مهال خورا مشهوره شوې ده.

يو نيم کال د مخه د کرنې وزارت د اوبو لګونې رياست له  لوري د يو ميليون ډالرو په ارزښت د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د دورانخېلو اوبو بند د جوړولو قرارداد يوې افغاني کمپنۍ ته ورکړل شوی، چې په پام کې وه، د يوه کال په اوږدو کې بشپړه شي، خو د يوه کال او  شپږو مياشتو په جريان کې د دغه بند ۳۰ سلنه چارې ايله بشپړې شوي.

په خاکجبار ولسوالۍ کې يوې دولتي سرچينې محور ته وويل، په دغه قرارداد کې ۷۵ زره ډالر رشوت د غيرت شرکت له لوري د کرنې وزارت د اوبو لګونې ريیس ته ورکړل شوی دی : ((د کاري مقررو له مخې دغه قرارداد بايد داسې يوې کمپنۍ ته ورکړل شوی وای، چې کاري تجربه يې لرلای او د قرارداد له مخې يې خپلې چارې پرمخ وړې وای، خو دغه شرکت هېڅ کاري تجربه نه لرله او د پيسو په زور يې قرارداد تر لاسه کړی دی.))

د دورانخېلو بند د ۵۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا او د ۸۰۰۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو کنجايش لري.
ځايي خلک له حکومت ګیله لري او وايي، تر اوسه پورې حکومت ورته هېڅ ډول اساسي او بنسټيز کار نه دى کړى. دوی وايي، ولسونه په کابل ښار کې نه، بلکې د افغانستان په کليو او بانډو کې پراته دي، نو پکار ده، چې په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په کابل ولايت کې متوازن انکشاف ته پام وشي.

د سيمې يو قومي مشر زيارت ګل محور ته وويل، د شرکت د نامسلکي والي او په پروژه کې د پېنځو تنو د شراکت له امله دغه کار ځنډېدلی او له ناکامۍ سره مخ دی :((په دې پروژه کې چې په اصل کې غيرت شرکت اخستې پېنځه کسان پايند، بارستان، خوشحال، بادام ګل او يو بل کس شريکان دي. د پروژې ساختماني چارې له حده ډېرې خرابې دي او هېڅ کيفيت نلري، دا ځکه چې څار پرې نشته.))

سيمه ييز مسوولين وايي، د دورانخېلو بند د جوړولو کارونه له دوی سره له همغږۍ پرته په خپل سر پيل شوي، چې تر ټاکلي وخت پورې نه دي سپارل شوي او بشپړول يې يو کال نور وخت هم نيسي.

د خاکجبار ولسوال عبد الباري عارض مني، چې د بند د جوړولو چارې پڅې دي او له قرارداد سره سم ګټې اخستنې ته نه دی سپارل شوی. دی وايي، په دې اړه د سيمې خلکو ورته څو څو ځله عريضې کړې او دوی هم دغه مسئله د کابل ولايت له چارواکو سره شريکه کړې ده :((د کابل ولايت د دورانخېلو بند د پروژې په اړه کرنې وزارت مسوولينو ته وړانديز کړی، چې ياده پروژه دې بلې کمپنۍ ته وسپارل شي، خو د مياشتو په تېرېدو سره هم کوم ګام نه دی پورته شوی.))

د کابل ولايت د کرنې رييس حشمت الله عنايت وايي، د دغه بند قرارداد داوطلبۍ ته وړاندې  شوی او له هغه لارې ياد شرکت ګټلی دی.

نوموړی وايي، دغه پروژه د ولسوالۍ له مسوولينو سره په همغږۍ پيل شوې، خو د ځنډ لامل يې د شرکت ټنبلي بولي.

بلخوا د کرنې وزارت د اوبو لګونې رييس انجينر فايض د دورانخېلو بند د کيفيت خرابوالي راپورونه او په ياده پروژه کې د ۷۵زره ډالرو فساد خبره ردوي او وايي، د شرکت کارونه څارل کېږي او هېڅ ډول نيمګړتياوې پکې نشته.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غيرت شرکت د مسوولينو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بريالي نشوو.

خاکجبار د کابل په ۴۰ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د ځمکو غصب، مافیایی ډلو او زورواکانو په سیالیو دا مهال خورا مشهوره شوې ده.

له دې ولسوالۍ د  کابل – جلال اباد  لويه لاره، چې نوی کار پرې روان دی تيرېږي. ځايي خلک وايي، يو شمېر ډلې، پخواني جنګسالاران او د پارلمان ځينې غړي په لوی لاس نا امنيو ته لمن وهي. په دوی کې يې يو شمېر کسان وسله والې ډلې او طالبان لري، چې له دې امله هم د ټولې ولسوالۍ امنيت ته ګواښ پېښوي.

20 total views, 1 views today

7 comments

  1. روح الله وردگ Reply

    دتاند د پانی محترمو چلونکو ددورنخیلو بند د وردگولایت د چک په ولسوالی کی دی نه د خاک جبار په ولسوالی کی هیله ده چه لیکلی متن مو اصلاح کری

    1. روح الله وردگ Reply

      او بله دا چی ددورانخیو په بند باندی تر اوسه کار هم ندی شروع شوی او نه ورته دولت پملرنه کریده توله لیکنه مو غلطه ده

  2. داکتر عبدالواسع احمدزی Reply

    سلامونه
    دي دورانخیلو بند دی کابل ولایت په خاک جبار ولسوالی کی ده که څوک یې نه منی نقشی ته دی مراجعه وکړې

  3. روح الله وردگ Reply

    سلامونه احمد زی صاحب هودا منم چه ددورانخیلو بند خو په خاک جبار کی ندی د وردگو ولایت دچک ولسوالی ددورانخیلو په کلی کی دی او زه په خپله دچک ولسوالی ددورانخیلو دکلی او سیدونکی یم او دا شکلی عکس هم زما دشکلیو دورانخیلو دی او ان داچه زه خپل کور هم پکی وینم باور وکری چه توله لیکنه مو غلطه ده د پوره اطمینان لپاره مهربانی وکره گوگل ایرت ته مراجعه وکره بند چک یا دورانخیل ورته ولیکه او بیا دعکس ور سره مقایسه کره

  4. Roshan Reply

    د روح الله وردګ ورور په ځواب کی باید ووایم چی د دورانخیلو بند تنها د وردګو ولایت کی نه بلکی د کابل په ولایت کی هم شته که مهربانی وکړی خپل معلومات زیات کړی دا به ښه وی

  5. روح لله سلطانی Reply

    داچی دورانخیل په خاک جبار ولسوالی کی هم شته خو مهمه خبره داده چی پیسی پکی خوړل شوی او چورواکو شوړه پکی وهلی بس چورواکی دی الله تعالی اصلاح کړی نو به څه نه وایو

  6. روح الله وردگ Reply

    نه پو هیژم شاید وی او شاید نوی زه به یی معلومات وکرم خو دا کوم عکس چه تا سو ور کری دا د خاکجبار دورانخیل ندی او نه دا بند د خاک جبار ددورانخیلو بند دی داعکس زما دکلی دی یعنی د وردگو ولایت د چک ولسوالی ددورانخیلو کلی ما مخکی هم وویل چه دا زما دکلی عکس دی او ان تر دی چه زه خپل کور پکی وینم نو سنگه کیدای شی چه د ته تاسو خاک جبار وایاست او غواری چه زه هم تور ته سپین ووایم زه به لژ نور معلومات در کرم که عکس ته متوجه شی دا د اوبو پر غاره کی جوهری خیل دی او ورته مخامخ ینی د او بو هاغه بله خوا ددورانخیلو چمن دی د چمن نه ور پرته ددورانخیلو باغونه دی او د باغو پر سر ددورانخیلو نوی کلی دی او داد باغو په منج کی ددورانخیلو پخوانی کلی دی او دد نوی کلی پر سر چه دا نری سپینه لاره پورته د غرونو لمنی ته تللی دا عمومی خام سرک دی او دا دغره په لمن کی ابادی چه شکاره کیژی دا د سبکی علاقه ده

    بله دا چه دا یوه دره ده په کابل کی دا سی دره نشته عکس له پا سه اخیستل شوی او یا هم له گوگک ایرت نه او نه کابل داسی غرونه لری

Leave a Reply to داکتر عبدالواسع احمدزی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *