Categories

اعلان

Loading…

ذهني سکون (لنډه کیسه) ایمل پسرلی

د لغړو شویو ونو له څانګو د ژمني لمر وړانګې داسې راتېرې شوې وې لکه په خټین کور کې چې لوړه دريڅه وي، هینداره یې لوګي وهلې وي او مازې رڼا ترې خونې ته راځي. ما پنډ کوټ اغوستی و. د یوې ماتې ونې په پراته ډډ ناست وم. زنګ دې راغی. غږ دې نه راته. نه پوهېږم په ځنګله کې اینټرنیټ سم کار نه کاوه که ستا لور ته ضعیف و. په غږ کې دې هېڅ مینه نه وه. تودوښه نه وه، لکه له یوه پردي سره چې خبرې کوې، د وچ زور خبرې، لکه مجبوره کړې چې یې وې. فون مې بند کړ. خپه شوم. ما دغه شېبه غوښتل په هېڅ شي فکر ونه کړم. پلی په ځنګله کې وګرځم. د مرغانو شور واورم، پر وچو پاڼو پل کېږدم او لیرې له طویلې د اسونو د خوشیایو بوی حس کړم. پوهېږم دا حالت خوند نه درکوي. ته د ښار نازولې، د ښار له شور او ځوږه خوند اخلې. تا ته دا طبعیت یوازې په عکسونو کې ښه ښکاري.

څه مې ویل هو رښتیا ستا تیلې فون له دې حالته وایستم. له دې ځایه یې زما ذهن بل لور رهي کړ. د عمر په تېرېدو ځان عیاروم چې پر یوه وخت پر یوه ځای او یو شي فکر وکړم. ته پوهېږې فکر ستړی کېږي، ذهن ستړی کېږي. زه اوس غواړم  ذهنآ ارام واوسم. خو ستا زنګ، نه پوهېږم ولې دې زنګ وواهه. شاید یادېدم دې، شاید څه دې په زړه در تېر شوي وي. وئ رښتیا سبا د مینانو ورځ ده، شاید را په زړه کول دې چې که جلا هم یوو یو وخت موږ وو او په دې ورځو مو سره ډېر پالل.

په یاد دې دي، د فبروري دوویشتمه یا درویشتمه نېټه وه چې په لومړي ځل زه او ته سره مخامخ شو. تماس مو بیخي طبیعي وو. منم چې ته یې نه منې، ته فکر کوې ما په لوی لاس داسې حالت پیدا کړی و چې هغه لیدل مو طبیعي ښکاره شي خو درواغ نه وایم په رښتیا هسې توکل و. تر څو کلونو واقعآ سره خوښ وو. لکه چې سره ماړه شوو. ما به تل ویل مینه معما ده. لکه دغه ځنګل شل وارې ورته راغلی یم خو هر وار تر تېر ځل ښه راته ښکاره شوی دی. هر وار مې یې د پاڼو، ونو او حتی د خټو بوی تر سپمږو بل ډول راغلی دی. که معما حل شوه مینه ورکه شوه. زما او ستا تر منځ به معما څه وه؟ ولې مو زړونه ماړه شول؟ په وروستي ځل چې مې ستا پر شونډو شونډې کېښودې تودې نه وې. لکه یو دود چې مو پر ځای کاوه. له زړه نه و. خو ولې؟ واقعآ نه پوهېږم ولې. یو څه مو تر منځ راغلل.  بیا ساړه شو. نا ویلي سره بېل شو. زه چې ځنګله ته راځم شاید ستا د هېرولو نیت لرم. دلته هر څه هېروم. خو زنګ دې بیا هر څه رایادوي. دا به ستا زنګ و که زما هیله چې ته به زنګ راوهې؟ ولې مې فون په خونه کې نه پرېښود؟ زه خو ځنګله ته د هر څه هېرولو په نیت راغلی وم، ولې مې فون راسره راوړی و؟

ترپی شو. دوې هوسۍ ځغلي. یو په بل پسې ځغلي که له بل چا په تېښته دي؟ چیرې به ځي؟ په کوم لورې به پناه مومي؟ څو واړه مرغان لښتي ته کښته شول. تږي به وي. شور یې جوړ کړ. د وزرونو تړپا یې ده. له یو بل سره په جنګ دي که د یو بل په لیدو خوښ دي. ورپورته شوم. والوتل. موبایل ته مې وکتل. تا ته زنګ ووهم که نه؟  سلام، ښه یې ، جوړه یې، نوې تازه، نورې خبرې،  لکه چې نورې نه لرو. څه به درته ووایم، څه به راته ووایې؟

د لمر وړانګې نه ښکاري. لمر لکه چې لوېږي. یخ شو. باید رهي شم. طبعیت ته راغلی وم خو ذهنآ ارام نه شوم. سبا د مینانو په ورځ باید ځنګله ته وختي راشم. خو نه پوهېږم فون په خونه کې پرېږدم که یې راسره واخلم؟ څومره ډېر سوالونه دي، ذهن به څرنګه ارامېږي؟ تر دې ځنګله د ښار هغه شور لکه چې ښه دی، ستا د لیدو امکان پکې شته.که ساړه هم یوو اقلآ ذهن خو به مې یوازې د سړښت په دلیل فکر کوي. ذهني سکون په ډېر څه ارزي.

د مازدیګر درې بجې او ۲۴ دقیقې

د فبروري ۱۳ مه ۲۰۲۰

1,378 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"cff09478-c3f0-4ebc-a606-c090b3988aed","recipients":868,"external_id":"25964570-7c0b-3cfe-2be8-b118911693e0","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
868

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸