Categories

اعلان

Loading…

د ترکيې ولسمشر اردوغان اسلام اباد ته ورسېد

خبریال: رفيع الله مندوخېل،  اسلام اباد

د سلواغه، دلوه  ۲۴  مه  ۱۳۹۸

  د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان  په يوه ځانګړې الوتکه  کې نن د چارشنبې په  ورځ  پلازمېنې اسلام ته د خپل دوه  ورځني رسمي سفر په  ترڅ کې رارسېدلی، چې له رارسېدو سره سم  يې پرهوايي ډګر تود هرکلی شوی.

 د ترکيې او پاکستان دوه اړخيزې ستراتيژيکې او اقتصادي اړيکې پياوړي کول د نوموړي د سفر موخه  ده. له  اردوغان سره  په دې سفر کې د نوموړي  مېرمن، د ترکيې د خارجه  چارو او ماليې وزيران، لوړ پوړي دولتي چارواکي او تجاران هم ملګري دي. چې د سوداګرو په  غونډه کې به  ګډون وکړي.

په  اسلام اباد کې د خارجه  چارو وزارت  ويلي، چې ښاغلی اردوغان  به  د پاکستان له ولسمشر ډاکټرعارف علوي، لومړي وزير عمران خان او يو شمېر نورو سياسي مشرانو سره وګوري. پر دې برسېره به نوموړی د خپل سفر په ترڅ کې د ستراتيژيکي همکاريو په  شپږمه غونډه کې هم ګډون وکړي. او د دواړو هيوادونو ترمنځ  د تجارت  ځيني تړونونه به لاسليک شي.

د ولسمشر اردوغان د راتګ پرمهال په اسلام اباد کې د کانسټيټيوشن واټ، هوايي ډګر ته تلونکې لاره او نور سړکونو له  پاکستاني ولسمشر او صدراعظم  سره په  ګډو انځورونو او د دواړو هيوادونو په  ملي بيرغونو پوښلي دي.

د دوه ورځني سفر په  ترڅ کې به ولسمشر اردوغان سبا د جمعې په ورځ د پاکستان مرکزي پارلمان  ته وينا وکړي. د نوموړي پاکستان ته دا نهم  سفر دی او تر دې وړاندې يې هم  درې ځلې د دې هيواد مرکزي پارلمان ته وينا کړې ده.

287 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸