Categories

اعلان

Loading…

د سعودي د امام خوب/ محمد نعمان دوست

 په ابتدایه ښونځي کې وم. په ډيرې خوارۍ مې ایله ګوتې له دې سره بلدې شوې وې چې د کتاب متن په کتابچه کې ولیکم.هغه هم داسې چې کله د کلمې تورو ته وګورم او کله خپلې کتابچې ته. یو همصنفي مې خط را کړ. په خوارۍ مې ولوست. خط کې د سعودي د کوم امام خوب و. نور را نه هیر دی خو لیکل شوي و، چې ډیر ژر به قیامت راشي. او په پای کې دا هم لیکل شوي و چې که دا خط چا یوولس ځلې ونه لیکه او نورو ته یې ور نکړ، نو له لوی غم سره به مخ شي. ما، پلار ډیر ماشومتوب کې له لاسه ورکړی و. یوازې مور را پاتې وه. مور مې راته له هرڅه قیمتي وه. د دې غم راته تر ټولو لوی غم ښکاریده. د سعودي د امام اوږد خوب مې (۱۱) ځلې نشو لیکلی. مور ته مې په فکر کې شوم. ما ویل د دې نه لیکلو په بدل کې لکه چې مور بایلوم. بې واره مې په چیغو شروع وکړه. چیغو مې نور ټولګیوال هم خبر کړل. د معلم صاحب را پام شو. پوښتنې یې شروع کړې، خو زه سلګیو نیولی وم. هیڅ خبره مې نشوه کولای. په همدې هڅه کې وم چې ځان کورته ورسوم او د مور وروستی دیدن وکړم. معلم صاحب بل چا په خبره پوه کړ. هغه، لیکلی خوب څیرې څیرې کړ او راته ویل یې: اوس خو مه ژاړه! هر غم چې راځي په ما به راځي. لږ مې زړه ډاډه شو. خو تر ډيره نارامه وم. د مور معمولي بیماري به مې د هغې د ژوند وروستۍ لحظې ګڼلې. اوه خدایه! کله چې مې له دې پیښې ډیر کلونه وروسته مور وفات شوه، بیا هم راته هماغه د ماشومتوب خاطره سترګو سترګو ته کیده. ملګرو! د سعودي د امام خوب رښتیا شو. قیامت شروع شو خو یوازې په افغانستان کې ، دا قیامت اوس هم روان دی، هیڅ د ختمیدو هیله یې نشته. خلک له یو لوی غم سره مخ دي.

نعمان دوست

74 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *