Categories

اعلان

Loading…

سیګار: طالبان یوه ډله نه ده، له سولې وروسته یې بې وسلې کولو کې قوي اردو ته اړتیا ده

تاند، چهار شنبه، د دلوې ۹مه: د امریکا لخوا د افغانستان په بیا رغاونه د څار اداره یا سیګار وايي، افغانستان به د سولې له پروسې وروسته هم د امریکا مرستو ته اړتیا ولري او له افغاني ټولنې سره د طالب جنګیالیو ادغام مجدد باندې به ډېرې زیاتې پيسې مصرف شي.

د سیګار مشر جان سوپکو وايي، په افغانستان کې اوسنی نظامي وضعیت هم له یو خونړي بحرانه کم نه دی، د افغانستان اقتصادي حالت کمزوری او د فساد تر څنګ د مخدره توکو کښت او قاچاق هم یو لوی سرخوږی دی.

جان ساپکو ویلي، طالبان یوه ډله نه ده او د دې تر څنګ د داعش او نورو ترهګرو ډلو په څېر وسله وال هم په افغانستان کې فعال دي چې که سوله هم وشوه، دغو ډلو ته رسېدنه او د نامسووله وسله والو خالي سلاح کولو کې به پياوړې اردو ته اړتیا وي.

جان سوپکو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا همدا اوس له طالبانو سره په مذاکراتو کې له میاشتو راهیسې په یو بن بست کې مخامخ ده او د سولې نهايي شوی تړون د دواړو لوریو تر منځ د بې باوریو له کبله ورځ تر بلې له خنډ او ځنډ سره مخ دی.

609 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"1c40fe22-a9d9-4256-b93a-09b64f6a61f0","recipients":880,"external_id":"65ac6e95-a4c2-8eb3-da6e-5f74976046df","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
880

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸