Categories

اعلان

Loading…

دانش، د دوستم انځور کې د جعلکارۍ له کبله بخښنه وغوښته

تاند، چهارشنبه، د دلوې ۹مه: د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش د خپل یو ګروپي انځور له بیګراونډ څخه د جنرال دوستم د انځور د پاکولو په تړاو بخښنه وغوښته.

نوموړي د دوشنبې په ورځ له ارګ څخه یو انځور خپور کړ چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم انځور یې له بګراونډ څخه پاک کړی او دا ګروپي انځور ایډیټ شوی و.

اوس سرور دانش په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دا یې د مطبوعاتي دفتر تخنیکي تېروتنه وه چې له کبله یې دی بخښنه غواړي: (( موږ د دغه ګروپي انځور اصلي ورژن بیرته خپور کړی دی او د پخواني انځور په اړه بخښنه غواړو.))

سرور دانش ویلي، د ولسمشر لومړی مرستیال د احترام وړ شخصیت دی او د زړه له تله ورته اخلاص لري.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه انځور د بریټانیا سفارت له کارکوونکو سره د بیان د ازادۍ په اړه د یوې هوکړې له لاسلیک وروسته خپور شوی و، چې د بریټانیا سفارت یې اصلي بڼه او د دانش دفتر یې جعلي بڼه خپره کړه.

وروسته بیا په ټولنیزو شبکو کې د دانش په اړه له نیوکو سره دغه دواړه انځورونه لاس په لاس شول.

د یادونې ده چې جنرال دوستم له دریو کلونو راهیسې په ارګ کې نشته او له ولسمشرۍ ماڼۍ سره یې مرورتیا راغلې ده.

681 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"22abfea2-b1cb-4ac4-88a1-8d1be5a7e056","recipients":880,"external_id":"c05bcd5c-9d7a-224a-0e95-61068b8f2302","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
880

1 comment

  1. سلیم Reply

    عجیبه ده، د خپلو جنایتونو…د رقص مرده له ښځو سینو غوڅولو کابل ورانولو سرونوکې میخوهلو د قتل عامونو خویې هیڅ بخښنه ونه غوښته خو د یو وحشي قاتل جنایتکار په عکس لګولو نه لګولو ځان ورته ګناهکار ښکاري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸