Categories

اعلان

Loading…

د ګورګورو او نښترو وطن؛ د خوست پر یونلیک کره کتنه

کره کتونکی: عصمت الله شینواری

سریزه

افغانستان د عجایبو وطن دی. په څو کیلومټره واټن کې هوا، اوبه، خواړه، جامې، دودونه، ژبه او ګړدود، سمه او غر بدلېږي. د دې وطن هره سیمه د لیدو ده، خو دومره وخت به له چا سره وي چې ټول افغانستان ګوټ په ګوټ وویني. ځینې بختور بیا پیدا کېږي او د وطن د سیمو او ښکلاوو په لیدلو پسې ګرد تاوېږي. یو یې لال پاچا ازمون دی. لال پاچا ازمون د هېواد په زیاتره سیمو ګرځېدلی دی او خپل خوږ او زړه راښکونکی تاثر یې د یونلیک په چوکاټ کې له موږ سره شریک کړی دی. 

په افغانستان کې ډېرو لیکوالو د ډېرو ځایونو یونلیکونه لیکلي دي، چې د پښتو او پښتنو له ستر بابا حضرت خوشال خان (رحمت الله علیه) څخه رانیولې او بیا همداسې په معاصر ادب کې ارواښاد عبدالروف بېنوا او ارواښاد صدیق الله رښتین دي چې د پام وړ یونلیکونه یې کښلي دي. لال پاچا ازمون د نن زمانې هغه لیکوال دی چې د یونلیکونو په برخه کې یې پښتو ادب ته ډېر څه ورکړي دي. هر سړی د یوه ځانګړي ذوق څښتن دی. لیکوالان، ادیبان او ژبپالان هم همداسې درواخلئ. ځینې لیکوال او ادیبان د کیسه لیکنې، مقاله لیکنې، ناول لیکنې او نورو ژانرونو سره مینه لري او لیکې یې، خو زموږ په پښتنو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو کې بیا داسې خلک ډېر کم پیدا کېږي چې خپله ډېره انرژي په یوه داسې ځانګړي ژانر ولګوي چې په پښتو کې ورته یا تر ډېره کار نه وي شوی او یا شوي کارونه پکې کلیشه شوي وي. یونلیک هم په پښتو کې هغه ژانر دی چې څو مشخصو لیکوالو کار پکې کړی دی. او له هغه وخته زمانې تېرې دي چې دوی پکې یونلیکونه کښلي ول. زمانه بدلېږي او پرمختګونه اوس د ورځې څه چې ساعتونو ته رارسېدلي دي.

نو یونلیک هغه ادبي ژانر دی، چې یوې سیمې ته له یون او سفر وروسته یې لیکوال د هغې سیمې د خلکو رسمونه – رواجونه، خوی – خصلت، عقیده، کسب او کار ، د سیمې طبیعي او ټولنیز شرایط لیکي او د دې ترڅنګ په هغه سیمه کې پر لیکوال تېرې شوې پېښې او په ټوله کې خپل تاثر په لیکلې بڼه موږ ته بیانوي. د ګورګورو او نښترو وطن د لیکوال او شاعر پوهاند ډاکټر لال پاچا ازمون د خوست ولایت یونلیک دی چې ما پرې کره کتنه کړې ده.

د کتاب په اړه

دا کتاب د ګورګور او نښترو وطن نومېږي، چې لال پاچا ازمون د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۷۹ کال کې خوست ته له کړي یون وروسته لیکلی دی او په ۱۳۸۰ کال کې دانش خپرندویه ټولنې په پېښور کې چاپ کړی دی. دا کتاب ۱۵۳ مخونه لري.

نوم: د ګورګورو او نښترو وطن؛ د خوست یونلیک

د دې یونلیک د نوم په لوستو سره سړی په ذهن کې د لویې پکتیا یو انځور انځوروي، چې تورې ګورګورې او نښتر به پر لوړو غرونو ولاړ وي. د خوست سمسورتیا او شینوالی په همدې ګورګوره او نښتر کې درته وایي. دا د دې یونلیک لپاره ډېر غوره نوم دی. 

د یون (سفر) لنډه کیسه

لال پاچا ازمون له خپل بل ملګري امیرجان سره له کابله د خوست پر لور رهي کېږي او په خوست کې له ډېرو سیمو لیدلو وروسته له خوست کرمې ته اوړي چې خپل ناروغه ملګری امیرجان کابل ته رالېږي او د کښتني یون لپاره له خوسته ورسره د عارف په نوم بل ملګری یوځای کېږي او همداسې پسې په ټل او انګو رادرومي او پېښور ته رارسېږي. پېښور کې له شپې تېرولو وروسته بېرته په تورخم را اوړي او ننګرهار ته راځي. لال پاچا ازمون د خپل یونلیک خواږه او خندوونکي الفاظ د خوست له یون یوه ورځ مخکې راپیلوي او څو اوونۍ مخکینی شالید هم پکې رانغاړي چې د سفر علت پکې څرګند شي. له بل لوري د طالبانو واکمني ده او د امر باالمعروف او نهي عن المنکر چارواکي هم ځای ځای چاپې لګوي. استاد په یون لیک کې لیکي «دا مهال د امر بالمعروف موټر د ده د دوکان مخې ته ودرېد. زر زر مو خپل پېکي په خولۍ کې پټ کړل. غمخور خو بېغمه دی، تراوسه یې پر خ یو نیم ویښته را شین شوی. یانې ږیره یې رنګۍ ده. په اصطلاح پسته خوله ژڼکی دی. زلمي پرې د بیاتي (قیچي) خوا سړه کړې وه. خدای شته بانډار یې راته ګډوډ کړ، رښتیا چې:

د طالبانو سخت نظام دی

چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

د طالبانو سخت نظام دی

وړو وړو ته یې لنګوټې تړلي دینه

طالبان له موټره راکېوتل، څڼې یې څنډ وهلې. دلته لکه د نورو ښارونو په څېر منډه نه وه. خلک ښه زړور ګرځېدل. زلمی او غمخور سره وېرېدل نه. موږ (زه او امیر جان) که څه هم په شریعت برابر وو، خو وېره مو وشوه.» (۲۹ مخ). دغسې لال پاچا ازمون په خپل خواږه نثر چې خوندورې تشبیه ګانې او خوږې ګړنې یې پکې کارولي دي، ډېرې کیسې راته کوي. 

د یون لیک ژبه او ځانګړنې

د دې یونلیک ژبه ډېره خوږه او اغېزناکه ده. په ډېرو رنګینو ترکیبونو او تشبیهاتو یې ښکلې کړې ده؛ دا خو لا څه چې د یونلیک پیل یې په خوستي ګړدود کړی او سروکی یې راوړی دی:

شین روکېټ ویلوړ ده – سبو به بیا پکتیا ته څینه

(لومړی مخ).

خوستی ګړدود خو په ټولو پښتو ګړدودونو کې نوم لري او ډېر ښه لګېږي. که څه هم په دې یونلیک کې دغه خوند په پیل کې شته او ډېر را اخیستل شوی دی؛ لکه لیکوال په پیل کې لیکي: «په هډه کې زیاتره خلکو پر سرونو لوی لوی پکولونه ایښي وو. له همدې ځایه نور نو د خوست پېژندګلوي پیل شوه. دوه تنه راغله، ډرېور ته یې کړه: دا مېټر کیملته دریمي؟ هغه ورته کړه خېست ته، بس له همدې ځایه خوستي پیل شوه» (۵ مخ)؛ خو د دې یونلیک په راورسته برخو کې بیا دا خبره له پامه غورځېدلې ده او خوستۍ خبرې ټولې په عامه او معیاري پښتو کښل شوي دي. ځای ځای پکې ډېر ښایسته تشبېهات راغلي دي لکه «که څه هم دا مهال د مني میاشت تازه له بره شوې وه؛ خو د پسرلي هار یې لا د پېغلتوب په مست ټټر کې ټالۍ وهله؛ لا له شنو پولو د ماتو بنګړیو ځلا راخته» (۷ مخ)، په دې متن کې ګورو چې د لوګر شینوالی او سمسورتیا یې چې د خوست لاره پکې تېره شوې د مني په موسم کې سړي ته پسرلی وریادوي. ورپسې جمله کې هم ډېره ښکلې تشبېه کارول شوې ده. کله چې بنګړي مات شي، لا وځلېږي، نو لال پاچا ازمون د لوګر د پولو شینوالی د ماتو بنګړو له شنې ځلا سره تشبېه کړی دی، چې په متن کې یې ډېر خوند پرې کړی. د ښایسته تشبېهاتو یوه بله بېلګه هم راوړم. کله چې لال پاچا ازمون او ملګری یې د خوست پر لاره په موټر کې ناست وي؛ نو دوی سره یو بل کس هم وي چې دوی ته ډېر ځایونه ورښايي، کله چې هغه له موټره کښته کېږي؛ نو لیکوال لیکي «… یو دم غږ شو، غږ د ځدراڼ ماما و، هغه کېوت، ډېر راته ټینګ شو چې له ما سره لوړ شئ، ما مې ملګري ته کړه؛ وروره! لوی دایرة المعارف رانه کېوت.» (۱۸ مخ). ګورو چې د ډېرو معلوماتو سړی یې دایرة المعارف سره تشبېه کړی دی چې ډېر معلومات لري. د ښو او رنګینو تشبیهاتو ترڅنګ یې خندوونکي الفاظ هم راخیستي دي، ځینې تشبېهات یې هم طنزیه دي. زه یې څو بېلګې را اخلم؛

«… نو یون ته مې یو بل شاعر ملګری امیرجان وحید احمدزی چې د نامه غوندې اوږد دی پیدا کړ» (۴ مخ).

«… یو خو مهدي په انګورو پړسولي وو او بیا ورپسې د داود فرهاد چای هم شو، نو ډز نه وهو…» (۳۰ مخ).

«… او له موټرو طالبي ادبیات جوت پېژندل کېدل، پر ډاډسنو لیکل شوي دي. د طالبانو د جنګي چرګ د انډیوالانو موټر، د شهید ملا…اخوند جهادي موټر…د طالبانو جنګي چرګ او …. یو وخت خلکو ویلې چې یو قومندان پر چورلکه داسې لیکلي وو: دا طیاره زما …. دی، که چا دعوه وکړه دعوه یې باطل دي…» (۳۳-۳۴ مخونه).

لیکوال په خپل یون کې ټوکې هم کوي او په یونلیک کې یې لیکلې دي. ټوکې یې هم ډېرې خوندورې دي، دلته د هغو بېلګې هم را اخلم؛

«… عارف راته کړه، د دې حصار غونډۍ نه لاندې پمنه چینه ده، چې په چا دانې وي او په دې چینه کې ولامبي نو دانې یې ورک کېږي. ما ځان ته وکتل، چې یاره زه خو ښه یم دانې راباندې نه شته، ګنې ازمېیلې به مو وای…» (۸۰ مخ).

«… وايي کله چې افغانستان ازاد شو، لغمان ولایت ته له غره څخه یو سړی چې ډېر عمر  د ښار له لیدو څخه بې برخې و راکېوتی و. څو یې چې له ښاره خوند اخیست؛ نو په یو شغ ترې وتی و. ده وویل: اګه څوارلس کاله مې جهاد وکړ، چې ښار ونیسم اګه هغه اخر دا شو…» (۷ مخ).

همداسې نورې خوږې ټوکې هم لري. بله ځانګړنه یې دا ده چې ډېر ښکلي ترکیبونه او ښکلې جملې یې کارولي. لیکوال په ښکلو ترکیبونو او ښایسته جملو سره د یونلیک ژبه خوږه کړې او پر لوستونکي اغېز کوي، لکه؛

«… شنې ویالې بهېدې، ټولې درې د شنې خندا سندرې له لوند ستوني زمزمه کولې، له هرې خوا د شنو پولو وږمه راتله.» (۶ مخ).

بل ځای وايي: «… تر بالاحصار لاندې د شهدای صالحین په نامه هدیره ده، دې هدیرې هم په خپله غېږه کې ډېر سرونه للو کړي دي» (۵ مخ)؛ که ساده وویل شي؛ نو وایو چې تر بالاحصار لاندې د شهدای صالحین هدیره ده چې ډېر مړي پکې ښخ دي. خو دا خبره یوه ژورنالیستیکه خبره ده چې لوستونکی یا اورېدونکی فکر کوي چې د شهدای صالحین هدیرې په اړه راپور دی، خو د سرونو للو کولو ترکیب دغه خبره ډېره خوندوره کړې ده. 

د یونلیک تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې د یون او سفر هره شپه د بېل څپرکی یا بېل عنوان په بڼه کښل شوې ده. هر سهار چې پیل دی، تر شپې د یوه څپرکي یا یوه عنوان برخه ده او په دې کې یې بله ښکلا دا ده چې هر څپرکی یا برخه یو ځانګړی نوم لري چې پاس د پاڼې په کیڼ کونج کې یې په یو بیت بدرګه کوي. لکه کله چې لیکوال ازمون او ملګری عارف یې پېښور ته درومي نو شپه د ډاکټر شېرشاه د بېکسیار ورور ځای ته رسوي. دلته دا برخه یا  څپرکی پای مومي او سهار چې کله له پېښوره ننګرهار ته رادرومي، نو نوی څپرکی پیلوي؛ د نوي څپرکي نوم دی (لاس راکه جانانه ځه چې ننګرهار ته ځو) او په کیڼ کونج کې ورته دا بیت لیکلی:

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په کابل او پېښور کې افغان یو دی

منظر کښنه او انځورونه د دې یونلیک بله ځانګړنه ده. لکه په نامه کې مې چې یاده وکړه، ډېر ځایونه یې ښکلې منظرې د الفاظو په رنګونو رسم کړې او انځور کړې دي، خو بیا هم د ناول غوندې هغسې پوره انځورونه پکې نه تر سترګو کېږي چې که انسان انځوروي نو وايي، بادامي سترګې، دنګه چناري ونه، رنګۍ وریځې، په قلم جوړې کړې شونډې او … او که ځای یا سیمه انځوروي؛ نو وايي، خټین کور، چې د بارانه له امله پرې د خاورو ډکې اوښکې راغلې وې، ځینې د دېواله تر بېخه رسېدلې وې او ځينې یې په نیمايي کې ولاړې وې، یو نیم ځای پکې دومره بارانه شوړولی و، چې تیږې یې پکې راښکاره کړې وې او … زه دلته د یونلیک د انځورونې یوه بېلګه را اخلم:

 «… یو بل طالب چې نام خدا په وجود کې ښه پلن و، دې ټوکې ته په خېټه کې خټ خټ وخندل او ټول وخوځېده» (۱۱۰ مخ)، په خېټه کې څوک نه خاندي؛ خو دلته داسې انځور راخیستل شوی، چې ځینې مزي او چاغ سړي چې خاندي، نو ټوله خېته یې ورسره ښوري. دلته په خېټه کې خندل د سړي سترګو ته د هغه طالب د چاغ والي او بیا د خېتې د ړپېدلو انځور بوڅ ودروي.

ادبي خبرې او بیا نظم او شعر د ساده خبرو په پرتله ژر اغېز ښندي. لیکوال په دې راز پوهېږي او په یونلیک کې د خپلو خبرو پخلي لپاره خواږه بیتونه راوړي، چې اغېز یې زیات شي. لکه لیکوال یو ځای د ځان بې پروایۍ په اړه وايي: «موږ ته هم پلرو دومره ګټې کړي او کوي یې چې ازاد یې پرېښي یو، نور خو موږ بې له دې هم چندان د جېب د ډکولو او دنیایي ماملو شوقیان نه یو، دا نه ګورو او نه فکر پرې کوو، چې له کومې راغلې او په کومې لاړې، یوازې د یوې مړۍ د ګېډې ډکولو شوقیان یو نور نو دیوانه زنده خوش است» (۲ مخ)، لیکوال د پورته خبرې د پخلي لپاره د غني خان بیت راوړي:

سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي

وا دې خله دنیا زه وږی ستا د دنیا نه یمه

بل ځای کله چې لیکوال او ملګری عارف یې له پېښوره د ننګرهار پر لوري را روان وي، نو خیبر ته په را رسېدو کې لیکوال وايي، خیبر خړ دی او بې له خاورو په کې بل څه نشته؛ خو د خیبر ادبي مکتب د خیبر خړوالی د خیبر په عظمت او لویۍ اړولی. د دې خبرې د ثبوت لپاره د خیبر ادبي مکتب دوو مخکښانو؛ حمزه بابا او خاطر اپریدي بیتونه کتاروي:

د خاطر رنګین غزل ته حیرانېږم

ګنې خړ خیبر کې څه دي بې له خاورو

خاطر اپریدی

حمزه سپرلی لا د خیبره نه ځي

ډېرې غوټۍ په غوړېدو ښکاري

حمزه بابا

لیکوال په یونلیک کې د خوست اړوند ځینې تاریخي کیسې راوړي، لکه د خوست د اتل ببرک خان کیسه، خوست ته د پاچا ظاهر شاه کیسه. په دې کیسو سره د یونلیک دا توک هم بشپړوي چې د هغه ځای د خلکو تاریخ دې هم پکې ولیکل شي. زه یې دلته خوست ته د پاچا ظاهر شاه کیسه یادوم:

«… وايي ظاهر شاه یو وخت خوست ته راته؛ نو خادم صاحب یې له ځان سره راوستی و. یو خوستی جګ شوی و او ښایسته شېبه یې تقریر کړی و، ظاهر شاه خو په پښتو نه پوهېده او بیا خوستي خو لا څه کړې؛ نو خادم صاحب ته یې ویلي وو؛ همرایش از طرف مه ګپ بزن. خادم صاحب خلکو ته مخ اړولی و او ورته ویلي یې وو: وه قومه دا ګورئ! دا ستاسې پاچا دی. دا ستاسې په ژبه نه پوهېږي. خیر ظاهر شاه خو هغه مهال پرې پوه شوی نه و، خو کله چې بېرته راستون شو؛ نو کوم پانډت پوه کړی و چې خادم صاحب خو قوم ته داسې بدې خبرې وکړې، پاچا خادم ته ایله دومره وویل چې نور څه درته نه وایم، خو پس له دې به دې نور له ځانه سره ونه ګرځوم…» (۲۲-۲۳ مخونه).

د پښتو ژبې یوه ځانګړنه دا ده، چې جملې یې لنډې لنډې دي. که پښتون له بل پښتون سره خبرې او مکالمه کوي، نو لنډې لنډې جملې وايي. دغه ځانګړنه لیکوال د یونلیک په مکالمو کې ځای کړې او لوستونکی پکې نه ستړی کېږي. مکالمې ډېرې لنډې دي د لنډو مکالمو جملې هم لنډې دي چې د یونلیک یوه ځانګړنه کېدی شي. لیکوال یوازې نه دی تللی، بلکې یو ملګری هم لري او ورسره یوه ډله خوستیان ملګري شوي، نو لږ تر لږه خو به دوی خولې نه وې ګنډلې او خامخا یې ډېرې خبرې کړي، خو لیکوال یې مهمې خبرې په لنډو جملو کې راخيستي دي چې لوستونکی ستړی نشي لکه؛

«… غمخور بېرته ژر راووت، د ده خوله خو بې له دې هم تل له خندا تښتېدلې وي، خو خدای شته دا ځل بل څه ډول موسېده. پوښتنه مو ترې وکړه، چې څنګه خیر خو به وي که نه؟

  • هو خیر دی.
  • نو څنګه ډېر خاندې؟
  • هسې.
  • نه بیا هم څه خبره خو به نه وي؟
  • نه قسم که هېڅ خبره شته.
  • نور مو نو پرېښود.»

دغسې لنډې مکالمې په ټول یونلیک کې راغلي او لوستونکی ورسره هوسا وي، ځکه د لیکوال خپله ژبه خوږه ده او که چېرته اړتیا وي چې د بل چا اوږد مجلس را نقل شي، نو بیا یې لیکوال په خپله ژبه را اړوي چې د مکالمې خبره پرې بیا نه اطلاقېږي. 

لیکوال په یونلیک کې د بیتونو ترڅنګ سروکي، لنډۍ او متلونه هم د خبرو د پخلي لپاره راخیستي دي، چې دا هم لوستونکی نیسي او نه یې پرېږدي چې د ستومانۍ احساس وکړي، زه یې بېلګې را اخلم:

«… دا خلاص شو دا شته دا نه شته، دا بوځه دا راوله، دا وکړه دا مه کړه، دا واخله دا مه اخله، لنډا دا چې هغه د یو سر او سل سودا نه خلاص وي. زه هم همداسې یوه دریځ کې یم. نه پوهېږم، چې تاسې به داسې ژوند خوښي ګڼئ که ناغېړي. خو پر ما ښه لګېدلی دی …» نو په دې پسې خبرو لپاره له هغو مخکې دا متل کاروي «چې چېرته ډنګ شي، د ابۍ ګوډی تر څنګ شي، اوس نو چې کوم ځای ته مې زړه را جګ شي؛ نو د پښو تلې مې هم په خارښ شي…» (۱-۲ مخونه).

همداسې د یوې لنډۍ د زېږېدلو تاریخ ترڅنګ لنډۍ هم راته وايي «… داسې نه وي، لکه یو کال چې پر ننګرهار وچکالي راغلې وه او ګڼې ونې یې لوڅې کړې وې، د پاڼو شور یې ترې اخیستی و؛ نو دا لنډۍ پکې زېږېدلې وه، چې:

دا سترګکونه راته مه وه (وهه)

د جلال کوټ ونې رنګۍ دي څوک به وینه

(۱۵ مخ).

بل ځای کله چې لواړګي ته رارسېږي، نو لیکوال لیکي: «… دا مهال نو د نغمې بي بي شرنګېدلي اواز څپې وهلې، د لواړګي غرونه ټول سر ټيټي وو او د سندریزو شېبو تعظیم یې کاوه، زما په زړه کې د دغو غرونو غرور هغه سندره انځور کړه، چې:

لنډي کوتله! جګې شملې شینواري تا کې ژوند کوینه، لنډي کوتله!» (۱۴۶ مخ).

بله ستره ځانګړنه یې دا ده چې موږ د یونلیک په تعریف کې دا خبره وکړه چې د سیمې رسمونه رواجونه او نور شیان راښيي. دغسې په دې یونلیک کې هم لیکوال د دې سیمې د خوراک دود دستور، قامي تړې، د سیمې جغرافیه، تاریخي واقعې را اخلي چې زه یې د هر یوه بېلګه دلته راوړم:

«… د خوراک څښاک او خوراکي لوښو د کارونې له مخې د دې خلکو ژوند ډېر ښه دی، دلته مې بیا هم هماغه دستور ولید، چې هر سړي ته یې یوه وړه کاسه کې قرمه او نور شیان ورسره ږدي. له ډوډۍ وروسته بیا د چایو چایبرونه وکړنګېدل، اوس نو هغه د غورو (خبرو) شی راغی…» (۹۰ مخ)، دلته ګورو چې د سیمې د خوراک دود دستور راپېژني.

«… انګار صاحب دا سکوت مات کړ او راته کړه یې: ګوره تڼي څلور قومه دي، درنامي، خوبي خېل، سینکي او اریزي نومېږي. په تڼیو کې لوی کلی درګی نومېږي، دلته څلورو واړو قومونو خلک اوسي…» (۸۷ مخ)، لیکوال په یونلیک کې ځای ځای دې ته ورته د خوست زیاتې قومې تړې راپېژني.

«… (د خوست ښار) له ښاره په وتو کې وو، ښي لاس ته مو الفتح لېسه په مخ راغله، بیا د ښار له دروازو ووتو، لومړی مو د غرړومبي منګل کلی مخې ته راغی، بیا د خوست ګمرک اخوا بیا ترې خوړ دی. کیڼ لاس ته جلال الدین حقاني یوه مدرسه جوړه کړې ده، همدې مدرسې ته څېرمه یوه لویه عیدګاه هم جوړه شوې ده. په دې عیدګاه کې لږ تر لږه لس زره کسه ځایېږي. عیدګاه ته څېرمه د بادام باغ سیمه وه، دا ځای تقریباً سل جریبه دی…» (۶۶-۶۷ مخونه)، دلته هم راته د خوست د سیمې یوه جغرافیه راپېژني.

اوس به راشم څو ډېرو مهمو خبرو ته چې ما پای ته ساتلې وې؛ یوه دا ده چې لیکوال د یون پر مهال له ګڼو شاعرانو سره مخ کېږي او مشاعرې کوي. په یونلیک کې یې د شاعرانو بېلګې راټولې کړې دي چې که یې زه دلته راوړم نو ځای به ډېر ونیسي. بل مهمه خبره دا ده چې دوی پر ادبیاتو هم غږېږي او یو ځای ژبپوهنه هم یادوي. له ژبپوهنې مې مطلب دا دی چې یو ځای لیکوال په خوست کې له شاعرانو او لیکوالو سره ناست دی او لیکلې یې دي:

«له ډوډۍ وروسته بانډار شروع شو. په لغاتو خبره راغله بیا هم په دې ټولو کې انګار میر و. د ټولو له خولې نه دا یو څو لغات ژبپوهانو ته لیکم کېدای شي دوی لیکلي وي؛ خو ما ته نوي وو:

  • ورړه تېښته
  • وکاره سودا
  • سبڼه صبر
  • مېنګرې ترڅو
  • لنده بل نګولی، کتغ
  • مېلوه انګور …» (۴۴ مخ)

چې دا د ژبپوهنې د مهمې څانګې ویي پوهنې او ګړدودپوهنې اړوند موضوع ده. که چېرې یو ګړدودپوه یا ویي پوه دا یونلیک ولولي؛ نو د خوست په ډېرو کلمو به پوه شي او ورسره به یې مانا او مفهوم واخلي. 

لیکوال په ادبیاتو هم غږېده، لکه یو ځای ورته کوم طالب شعر کره کتنې ته وړاندې کوي او لیکوال یې ورته کره کوي. همداسې بل ځای کوم طالب ته ترانې اوروي. د لیکوال او ملګرو مشاعرو خو یې یونلیک پر سر اخیستی. 

پایله

د ګورګورو او نښترو وطن د خوست یونلیک ډېر ښه او په زړه پورې یونلیک دی چې په لوستلو کې سړی نه ستړی کوي. بله مهمه خبره دا ده چې لال پاچا ازمون خو په یونلیک لیکلو کې ځانګړی نوم لري. وايي کنز به هر څوک وايي خو خوله د ملا فاروق غواړي. یونلیکونه به ډېر خلک لیکي، خو لال پاچا ازمون یې دومره خوندور لیکي چې هره جمله یې له خوند او کیفه ډکه وي. سره له دې چې د لیکوال او شاعر لال پاچا ازمون دا اثر ډېر پخوانی او د لومړنیو یونلیکونو څخه دی، خو د خوست داسې فلم درباندې ګوري چې که نن پسې د فلم انډسټریانې لاړې شي او کامرې واخلي فلم یې جوړ کړي، ستاسې حافظې ته یې داسې نه شي در انځورولی، لکه څنګه چې په دې یونلیک کې خوست انځور شوی دی. په دې یونیم سل مخیز یونلیک کې ډېرې خبرې شته. او په لوستلو به یې پښېمانه نه شئ، بلکې د لیکوال لال پاچا ازمون په بل یونلیک پسې به شئ.

پای

663 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"ff47050d-2e27-4d19-a2df-5bb127f892c1","recipients":881,"external_id":"aef10960-80c6-d15b-e6c3-05f83343ae4d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
881

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸