Categories

اعلان

Loading…

کراچۍ، دریو روغتونو ته تېر کال د جنسي تېریو ۵۴۵ او د لواطت ۱۳۸ پېښې ورغلي

تاند، یکشنبه، د دلوې ۶مه: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په ۲۰۱۹ کال کې د کراچۍ دریو لویو روغتونو کې د جنسي تېریو ۵۴۵ پیښې شويدي.

ډان انګلیسي ورځپاڼه وایي، جناح پوسټ ګریجویټ روغتون، روت پفاو ملکي روغتون او عباسي روغتون ته په جنسي تېري کې شکمن ۴۱۷ کسان هم د معایناتو لپاره راوستل شوي دي.

د راپور له مخې پاکستانیانو تیر کال په کراچۍ کې ۴۰۷ ښځو باندې جنسي تېری کړی او ۱۳۸ نورې د لواطت پیښې دي.

ورځپاڼه د پولیسو د بذخې د یو جراح قرار احمد عباسي له قوله وایي، د جنسي تیریو پیښې ورځ تر بلې زیاتېږي: (( دریو واړو لویو روغتونو کې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۹ پورې ۲۵۰۰ د جنسي تېري او ۵۹۳ د لواطت پیښې ثبت شوي دي.))

د پولیسو د معلوماتو له مخې له دې جملې په ۲۰۱۳ کې ۳۲۵، په ۲۱۰۴ کې ۳۲۴، په ۲۰۱۵ کې ۳۴۲، په ۲۰۱۶ کې ۳۶۰، په ۲۰۱۷ کې ۳۳۱، په ۲۰۱۸ کې ۴۱۱ او په ۲۰۱۹ کال د جنسي تیریو ۵۴۵ پېښې شوي دي چې په دغو کلونو کې ۱۷۰۹ شکمن کسان هم روغتونو ته راوړل شوي.

همدا راز د لواطت د پیښو شمېر هم په دغو کلونو کې ۴۵۴ ته رسیدلی دی.

420 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"b08667f9-66bd-4f79-8ae9-0ffadd7bdd55","recipients":882,"external_id":"723d908c-1184-d60b-0da0-41fb7ac0e784","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

1 comment

  1. افغان زمري Reply

    پاکستان مدرسو کي معاينات وکړي ټول به يي خرابه ثابت شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸