Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان مشرانو جرګه: د افغانستان لخوا د اوبو مهارول، پر پاکستان د برید معنا لري

تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د پاکستان د مشرانو جرګې رییس شبلي فراز ویلي دي چې په افغانستان کې د بندونو جوړول د پاکستان غیر مستقیم برید دی.

ښاغلی شبلي فراز زیاته کړې چې، په افغانستان کې د اوبو د نویو بندونو جوړوا د پاکستان پر ضد غیر مستقیم برید دی.”.

فراز وویل، که د اوبو ګډې سرچینې د سیاسي همکاریو له لارې تنظیم نه شي، نو پاکستان به د اوبو له کمښت سره مخ شي.

بل خوا افغان حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د پاکستان مشرانو جرګې د مشر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو دا مهال میلیونه مترمکعب اوبه اوبه مفتې د پاکستان خاورې ته داخلیږي.

په دې وروستیو کې چې افغان حکومت د اوبو د نړیوال قانون سره سم د خپلو اوبو د مهار خبره کړې ده نو په ننګرهار کې د کونړ سیند مهاروونکی جاپاني الاصله افغان تتسو ناکامورا هم ترور کړای شو.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو او ولس خبرداری ورکړ چې نوموړی پاکستاني استخباراتو وژلی دی.

1,538 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"19f88872-f071-4edb-a7cb-ec601c6a1d6c","recipients":882,"external_id":"8a8df7a1-9ca2-a07d-b9d9-c0025ef2163e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

4 comments

  1. دورانی افغان Reply

    د پاکستان د مشرانو جرګې رییس شبلي فراز د ناکامورا د ترور سند تصدیق کړو.
    که څه هم دا خبری مونږ افغانانو په کراتو کړی دی، چه ناکامورا دکنړ سیند داوبو کمولو په سر پنجابیانو ترور کړ، خو دا لمړی ځل دی چه شبلی فراز دغه د اوبو ترور تصدیق کړه.

  2. razmohammed mohmend Reply

    دا رقم خبروونه زمونږ بیده مشران او خاص د مشرقی حوضی ولسونه را بیداروی۰
    زما یو خواهش د اوبو او برشنا او مالیی وزارتونو د محترمو وزیر صاحبانو نه دادی۰
    چه د چینایانو په امید دی د کنړ د سیند پروژی نه پریږدی۰ چینایانو تر اوسه یوه پروژه هم نه ده عملی کړی۰
    که غواړی د مشرقی ولس لپاره مو یو خدمت وکړی نو مهربانی وکی د کنړ د سیند دبرق د پروژو قرارداد
    یوی هندی یا بلی کمپنی ته ورکړی چه ژر پری کار شروع کړی۰ مشرقی وال مه حطاباسی۰
    زه کاماوال باور لرم چه د کامی خیوی بهسودو ولس به یی په امنیت کیی برخه واخلی۰
    ډیره مننه
    کاماوال

  3. babrak Reply

    د پاکستان دا لوی لوی غورڅنګونه د مجاهدینو تحفه او د طالبانو لارښود دی

  4. ګل محمد نوری Reply

    په کابل ولایت کی چهار آسیاب للندر کی د شاه توت بند په سروبی ولایت کی سروبی دوم بند او په شمالی ولایتونو کی باغدره چی کاپیسا کی ده
    کامه او ګمبیری په ننګرهار کی ده
    همدارنګه شال او ساګی او دب بندونه او داسی نور ۶ بندونه چی په کنړ ولایت کی د انرژی د تولید لوړ ظرفیت کچیری پدی بندونو باندی کار وشی او دولت په واقعی ډول دساختمانی چاری شروع شی نو له یوی خوا به اوبه مهار شی او له بلی لوری به موږ افغانان له بهرنیو هیوادونو د برق له وارداتو بیغمه شو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸