Categories

اعلان

Loading…

محقق، قانوني، کرزي او عبدالله سوله کې د غني د دریځ پر ضد پټه غونډه کړې

تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: په کابل کې د محمد محقق په کور کې یو شمېر سیاسي څېرو او برحاله لوړپوړو حکومتي چارواکو ناسته کړې، چې په وینا یې دغه غونډه کې یې پر ټاکنو او د سولې په روان بهیر بحث کړی دی.

که څه هم یاده غونډه کې رسنیو ته بلنه نه ده ورکړل شوې، خو ویل کېږي چې غونډه نن شنبه د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په کور کې ترسره شوې ده او د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو باندې زیات بحث په کې شوی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، محمد محقق، یونس قانوني او ګن شمېر نورو سیاسي کسانو دغه ناسته کې ګډون کړی او ویلي کېږي چې تر ډېره یې د سولې پر روان بهیر خبرې کړي دي.

د دغې غوندې ګډونوال تر ډېر بریده د افغان حکومت او ولسمشر غني اپوزیسیون دي او تل یې د سولې برخه کې د افغان حکومت پر دریځ نیوکې کړي دي.

تاند ته د دغې غونډې یوې سرچینې ویلي، چې راټول شوي سیاستوال په سویس کې د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو په غوسه کړي چې ویلي یې وو، حامد کرزی او عبدالله د سولې یوه پاڼه طرحه لا نه لري.

خو بلخوا همدا څو ورځې مخکې حامد کرزي پر افغان حکومت نیوکه وکړه، چې د اوربند په پلمه دې  د سولې روانو خبرو کې خنډ نه جوړوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ولسمشر غني پر هغې پرېکړې نیوکه کړې، چې له مخې به یې د سولې د خبرو بهیر د سولې  په چارو کې د دولت وزارت  له لوري پر مخ بیول کېږي.

1,237 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"74c8381d-3db8-4eea-9301-10e5b200a674","recipients":882,"external_id":"cdaaee3e-ca9d-18d6-faa0-dc5a2750370b","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

4 comments

  1. samad Reply

    سلامونه ! خبیثه ارواوې بیا سره راټولې شوی چې افغانستان په بله بلا واړوی

  2. ګل محمد نوری Reply

    دا محقق نه دی بلکه دا ډله د خلیلزاد او ایران او پاکستان جنرالانو په مشوره سره ناسته کړی ځکه په اصلآ کی همدا ډله ناست کسان پدی ۱۳ کالو کی سولی مخالف وو تل یی طالبانو ته ویل چی وسله په ځمکه کیږدی مګر نن بیا د اشرف غنی د هری طرحه په وړاندی منفی نظر ورکوی کچیری دوی سوله غوښتله مخکی کرزی ولی دا کسان د دا ډول ناستو ته نه رابلل، لدی معلومیږی چی په رښتیا طالبان د دوی مخالف دریځ له امله پاکستان مخه وکړه، کچیری د دوی په وخت کی د طالبانو په کورونو شپنی عملیات نه کول او هر پښتون یی طالب او ترهګر په نوم په ښار او کلی نه ځورول کیده مشکل تر دی حده نه رسیده چی اوس طالبان د اوربند مشوری لپاره هم پاکستان پوځ سره مشوره کوی

    ځکه پاکستان خو وایی چی طالبان په پاکستان کی نشته، که شته ولی امریکا ورباندی سیاسی او مالی او نظامی فشار نه راوړی ځکه امریکا ، ایران ترهګری ملاتړی هیواد بولی مګر پاکستان ته څه نه وایی دا په دی معنا چی دوی دلته برتانیی په همکاری غواړی پدی هیواد کی جګړه په یو نوم نه، په یو شکل آدامه پیدا کړی ځکه خو امریکا او پورتنی سیاسیون د اوربند پر ځای د تاوتریخوالی په کموالی له طالبانو سره همغږدی درحالیکه چی افغان ولس او افغان دولت دایمی یا ۱۰ ورځنی اوربند باندی ټینګار کوی چی پاکستان پوځ او استخبارات ورته اجازه نه ورکوی چی طالبانو ته د اخطار په خاطر یی دوه ځلی په کوټه ښار کی په دینی مدارسو کی چاودنه وکړه

  3. ګل محمد نوری Reply

    یو سرښونکی په یوه ټولګی کی ډیری ناری واوریدی. کله چی ټولګی ته ورغی، هغه کس چی ډیری ناری یی وهلی، ترغوږ یی ونیوه او د ټولګی څخه یی را وویست . بیرته ټولګی ته ورغی. پوښتنه یی وکړه، چی ستاسی ښوونکی چیری دی، نو زده کوونکو ورته وویل: هغه چی تا بهر کی هغه ښوونکی وه. اوس هم هغه غله، د سولی دښمنان، او د نا امنی اصلی عاملین د سولی په باره پټی خبری کوی. او که بیا کوم شوم پلان لری؟

  4. دورانی افغان Reply

    ښاغلی ګل محمد نوری صاحب!

    خیر اوسی په زړه پوری تبصری مو هره ورځ لولم، د تاند ویبپاڼه مو ښکلی کړیده.
    د سرښوونکی او زده کوونکو تبصری دي ډیر وخندولم.

    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸