Categories

اعلان

Loading…

طالبان: هلمند کې مو د ملي اردو چورلکه ویشتلې، دفاع وزارت: چورلکه د خصوصي شرکت وه

تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د افغانستان په جنوب کې میوند ۲۱۵ قول اردو وایي، نن غرمه  ۱۲ بجې د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه چورلکه د ښکته کیدو په حال کې پر توغندي لګیدلې، چې څلور سرتېري پکې مړه او ژوبل شوي دي.

د کجکي ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه هم تاند ته د نوم نه ښودلو پر شرط وایي، دې سپينې مک چورلکې په کجکې کې ميشتو عسکروته اکمالات کول، چې نن غرمه مهال د وسلوالو طالبانو لخوا پر توغندي وويشتل شوه او را وغورځيدله.

تراوسه د الوتکې د پيلوټانو او اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معالومات ندي ورکړل شوي، خو سرچینې وایي چې د چورلکې د رالویدو له کبله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه پیلوټان یې ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت ویاند فواد امان بیا تاند ته وایي؛ دغه چورلکه د یو خصوصي شرکت ده او د ملي اردو سرتېرو ته په کې زیان نه دی رسیدلی.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک هم تاند ته پېښه تائيد کړه؛ خو په خبره يې چې يادې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده، نه دا جې طالبانو ویشتلې.

خو طالبانو ويلي دي، چې چورلکه دوی رانسکوره کړې ده، د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، نن غرمه مهال د دولتي عسکرو يوه چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې د کيناستو پر مهال په راکټي برید کې نسکوره شوې ده.

634 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"c6d167d2-71d5-4bc3-9009-2881ca330f96","recipients":882,"external_id":"292f9186-b172-ad49-cc7e-8ff714c1fa9c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

1 comment

  1. razmohammed mohmend Reply

    طالیبان لږ نه بلکی ډیر درواغ وایی۰
    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸