Categories

اعلان

Loading…

د ښاغلي عبدالباري جهاني ژوندلیک ”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ اثر چاپ سو

د افغانستان د نومیالي شاعر، لیکوال او مورخ او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني ژوندلیک (آټوبیوګرافي) ”زماژوند، شاعري او لیکوالي“ چاپ او خپور سو.

په دغه اثر کي، ښاغلي جهاني د خپل شخصي، علمي، ادبي او سیاسي ژوند ترڅنګ، د چاپیریال په توګه د افغانستان د تېري نیمي پېړۍ پرمهمو چارو تمرکز کړی دی او د نږدې څلورو لسیزو مطبوعاتي او وروسته د کابینې ترکچي، سیاسي چارو پرمهال مهمو پېښو ناویلي اړخونه یې واضح کړیدي.

د کتاب وروستي څپرکي یې، د افغانستان د کشالې په هکله د بهرمېشتو افغانو منورینو پرهلوځلو، د مجاهدینو پرخپلمنځي شخړو، د طالبانو د تحریک پر منځ ته راتګ، د ملاعُمر سره پر پام وړ لیدنه، د حامدکرزي پر واک ته رسېدو، ملي سرود، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه کارپیلولو، د طالبانو سره د سولي پر هڅو او د وزارت څخه پر استعفا، ګڼ ناویل سوي واقعیتونه بیانوي.

په ۳۰۹ پاڼو کي دا اثر، له کندهاره صداقت خپرندويي ټولني خپور کړی چي په پلازمېنه کابل او لره پښتونخوا کي لوستونکي یې په نږدې کتابپلورنځیو کي موندلای سي او بهرمېشتي افغانان یې د خپروندیي ټولني سره د اړیکو له لاري د نړۍ په هره برخه کي ترلاسه کولای سي.

781 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d66a51e4-d284-44af-9ebf-5111c9cbef3b","recipients":882,"external_id":"d2244057-5586-b3c1-5cfd-97975d1a71bb","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸