Categories

اعلان

Loading…

امریکا له افغانستان څخه ګرځولي ۶۰ میلیونه ډالر بیرته کابل ته ورکوي

تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د امریکا د باندنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۶۰ ملیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وایي، حکومت به یې هغه ۶۰ ملیونه ډالره مرسته افغانستان ته بیرته ورکړي چې څه موده وړاندې د ټرمپ د ادارې لخوا له افغانستان څخه ګرځول شوې وه.

نوموړې وایي، حکومت یې په افغانستان کې له اداري فساد سره په مبارزه کې پرمختګ لیدلی دی، ځکه دا ځنډول شوې مرسته افغانستان ته بیرته ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د تیر کال په سپټمبر کې د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو اعلان وکړ چې حکومت به یې په افغانستان کې د فساد له امله د انرژۍ د زیربنا یوې لویې پروژې لپاره ۶۰ ملیونه ډالر او په کل کې ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته وځنډوي.

په دغه وخت کې امریکا پر افغان حکومت د فساد په معامله کې د پاتې راتلو تور ولګاوه او د هغو پیسو له ورکولو یې ډډه وکړه چې د انرژۍ د زیربنا په پروژو کې مصرفیږي.

خو اوس الیس ویلز ویلي، تیر کال د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر (پومپیو) افغانستان ته هغه نیمګړتیاوې په ګوته کړې چې شتون یې درلود او دې کار په افغانستان کې د دوامداره پراخه اداري فساد په اړه زموږ اندیښنه راپورته کړه: (( مګر زه اوس خوشاله یم چې موږ په افغان حکومت کې پرمختګ وینو او له همدې امله به ۶۰ ملیونه ډالر مرسته بیرته افغانستان ته ستنه کړای شي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان سږ کال د فساد پر ضد مبارزه کې له ۱۸۰ هیوادونو څخه ۱۷۳ م هیواد اعلان شوی دی.

672 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"e3c27a5b-bf61-4045-a091-a44786437040","recipients":882,"external_id":"4e9a479e-c672-dc00-4750-c20953faf3f1","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸