Categories

اعلان

Loading…

افغان حکومت: د کرونا وژونکي ویروس ته مو په هوایي ډګرونو کلک تدابیر نیولي

تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې احتیاطي تدابیر نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند نظام الدین جلیل تاند ته وویل، یوه یوه ډله یې په هوایي ډګرونو کې ګمارلې ترڅو په کرونا له ککړو هیوادونو څخه راتلونکي مسافر له روغتیایي پلوه معاینه کړي.
نوموړی وایي، که دغو ډلو په کرونا ککړ یا شکمن کسان پیدا کړل سمدواره به یې قرنطین کړي: (( عامې روغتیا وزارت په هوایي ډګرونو کې د تدابیرو سره سره د کرونا ویروس د علایمو په اړه د پوهاوي پروګرامونه هم پیل کړي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې ګاونډي هیواد چین کې د کرونا وژونکي ویروس له کبله ۲۵ کسان مړه او سلګونه نور په دې ویروس ککړ شوي دي چې دا ناروغي ترې تایلنډ، استرالیا، جاپان، امریکا، جنوبي کوریا، هند او نورو ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې هم د دغې وبا د خپرېدو په اړه اندیښنې راپورته شوي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، داسې رلپور لا نشته چې په افغانستان کې څوک په دې ناروغۍ اخته وي.

د ناروغۍ نښې نښانې ټوخی ، تبه او ساه لنډي ښودل شوې دي چې ګڼو هیوادونو ورته په هوایي ډګرونو کې سخت تدابیر نیولي دي.

568 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"fa04dd87-9c9e-4ccb-95f8-9d439e56dd50","recipients":882,"external_id":"3455ede3-28e3-dc29-5237-fe9198a8f09d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸