Categories

اعلان

Loading…

رحیمي: حکومت د سولې هغو مذاکراتو ته نه ځي چې د ښځو رول په کې نه وي

تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي، حکومت به د سولې په هغو مذاکراتو کې هیڅ ډول ګډون ونه کړي چې د ښځو حضور په کې نه وي.

نوموړي نن له یو شمیر ښځو فعالانو سره په ګډه ناسته کې ویلي، د ښځو له حضور پرته د سولې مذاکرات به هیواد د دایمي ستونزو خواته ور ټیل وهل شي له همدې کبله اړتیا ده چې دغه قشر په مذاکراتو کې مهم رول ولري.

ښاغلي رحیمي ویلي: (( موږ به ښځو ته په مذاکراتو کې د ګډون زمینه برابره کړو او په مذاکراتو کې به د هر میز تر شا د دوی پیاوړی حضور خوندي وساتو، که دوی په کې نه وي هغسې مذاکراتو ته هم نه وروړاندې کیږو.))

دا په داسې حال کې ده چې افغانې مېرمنې د سولې په مذاکراتو کې د ونډې نه لرلو له کبله ناراضه دي او وایي، د سولې په اړه یې اندیښنو او نظریاتو ته غوږ نه نیول کیږي.

412 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"79184eaa-a1b6-440d-860e-5b05dddd394f","recipients":882,"external_id":"e17861f3-a1c1-5f01-bd72-87d2d3bd3cd4","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸