Categories

اعلان

Loading…

پاکستان: غواړو د افغانستان د سولې پروسه بریا ته ورسېږي

تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وایي، هیواد یې غواړي په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه بریا ته ورسېږي، ترڅو هلته تل پاتې سوله رامینځته شي.

عایشه فاروقي خبریالانو ته ویلي، د افغانستان د سولې پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او په وینا یې له پاکستان پرته نور هیڅ هیواد نه غواړي په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ وي.

اغلې فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی:(( پاکستان د بین الافغاني خبرو پیل ته سترګې په لار دی ترڅو په افغانستان کې سوله تامین شي.))

نوموړئ زیاته کړه چې پاکستان په دوحه کې د خبرو له بیا پیل څخه هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی.

د هغې په ​​وینا ، پاکستان تمه لري چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو اعلان وکړي او د سولې په خبرو کې هر ډول پرمختګ به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په برخه کې لا هم د پاکستان په رول جدې شکونه موجود دي.

ویل کیږي پاکستان له امریکا سره معامله روانه کړې او غواړي چې یو وار بیا د طالبانو په واک ته رسولو سره خپلې ستراتیژیکې موخې په افغانانو پلې کړي.

472 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"f5bf5515-aa1b-4cf0-a86b-89fbe37b2d96","recipients":882,"external_id":"3a435d99-0c28-0d57-dc2a-41a6adf6db9a","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸