Categories

اعلان

Loading…

لوګر کې د پر زده کوونکو د جنسي تیریو راپور چمتو کوونکی له هېواده تښتېدلی

تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: د لوګر په ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تیريو تور لګوونکی فعال موسی محمودي ، د امنیتي دلایلو په بهانه له افغانستانه وتلی دی.

موسی محمودي، چې د اکتوبر په وروستیو کې یې په لوګر ولایت کې د نارینه زده کونکو پروړاندې د جنسي تیري په اړه یو راپور خپور کړی و ، دوه اوونۍ دمخه له خپلې کورنۍ او همکارانو سره د افغانستان یو ګاونډي هیواد ته تللی دی.

د خوندیتو او خطر کمولو انسټیټیوټ رییس زمری فقیري وایي، ښاغلی محمودي د مدني ټولنو په مرسته له هیواده وتلی دی.

د هغه په ​​وینا ، محمودي ته په هیڅ کوم هیواد کې پناه نه ده ورکړل شوې او په لنډمهاله توګه یو ګاونډي هېواد ته تللی دی.

ښاغلي محمودي ګارډین ورځپاڼې ته راپور ورکړی و چې د لوګر په ۶ ښوونځیو کې نږدې ۶۵۰ زده کوونکي د جنسي تېري ښکار شوي دي.

وروسته حکومت او ولسي جرګې په دې اړه بیل بیل پلټونکي پلاوي وګمارل چې حقیقت پیدا کړي، خو د ځینو پلاویو پلټنې لا هم بشپړې شوې نه دي.

676 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"4aa2a652-e2a8-4c12-b22b-6fddb1b576da","recipients":882,"external_id":"9bf9c6aa-a579-cab3-a6ca-ee5e512a4158","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
882

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸