Categories

اعلان

Loading…

غني: که امریکا وتل غواړي، د طالبانو پر ځای باید افغان حکومت سره مذاکره وکړي

تاند، جمعه، د دلوې ۴مه: ولسمشر غني نن د اقتصاد نړیوالې کنفرانس په څنډه کې د نړيوالو رسنیو له خبریالانو سره د روان وضعیت، د سولې پروسې، حکومتولۍ، اصلاحاتو، فساد ضد مبارزې او د سیمه ییزې همکاریو په پراختیا کې د افغانستان د رول په اړه په خبرو کې ویلي، امریکا باید د سرتیرو د ایستلو اړوند له افغان حکومت سره مذاکره وکړي.

په دغه ناسته ولسمشر غني وویل، افغانستان بې وزله هیواد نه دی، بلکې موقعیت یې د دې لامل ګرځېدلی چې له افغانستان څخه د ګازو د نل لیکې، برېښنا انرژۍ او نوري فایبر لېږد کاري بهیر دوام ومومي.

ولسمشر غني له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، افغانان د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره له طالبانو سره کېږي دا به د نورو سختو جګړو د سلسلې د پیل په معنا وي خو که له افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، حکومت د دې لپاره اوربند غواړي چې په وینا یې ۲۰۱۷ کال کې له طالبانو سره اوربند د سولې پر لور حرکت ته اجازه ورکړه او دغه اوربند ۹۸ سلنه موثر و: ((افغانان د جنګ د پایته رسېدو غوښتونکي دي، د تاوتریخوالي کمېدل پایله نه لري، خو اوربند د دې ښکارندویي کوي چې افغانان سیاسي دیالوګ ته واقعي تعهد لري.))

ښاغلي غني، ځان بسیاینه د افغان حکومت لپاره کلیدي موضوع وبلله او زیاته یې کړه، د افغانستان اوبه د مدیریت په حال کې دي او حکومت به د موجوده پنځه کلن پلان لمخې پر دې وتوانېږي چې وچکالي مهار کړي.

جمهوررئیس غني په ټینګار وویل، افغان ښځې شاتګ نه کوي او ویاړم چې په ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو کې سفیرانې ښځې دي او په وړتیا د خپل هیواد استازیتوب کوي.

محمداشرف غني یو ځل بیا په ټینګار وویل چې افغانان شاتګ نه کوي، خو که طالبان پرې ټینګار کوي، زموږ ټولنې ته د منلو وړ نه دي.

898 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"06e633a0-7b82-4ca1-8716-cdf1b9dc6c56","recipients":883,"external_id":"7a9a775d-c309-42a6-2b3d-9980fa173bb6","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
883

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    امریکا چی کله دلته راتلله نو آسامه بن لادن یی بهانه وګرځوو او دلته یی د راتګ لپاره بهانه جوړه شو
    پداسی یو هیواد کی چی استخباراتی اداری پیاوړی وی او آن دومره ځواکمن وی چی په نورو هیوادونو کی جګړی لپاره پلانونه جوړوی بیا د دوی په هیواد ۱۱ سپتامبر پیښه قصدی عمل ښکاری
    ځکه تل رسانیو ویلی چی دا یو طرحه شوی یا دیزاین شوی کار وو او همدارنګه تیره ورځ په خارجی هیوادونو کوم لیکوال هم پدی اړه لیکنه کړی چی ویلی وو دا یو پلان شوی کار وو
    سوال دلته داده چی کله امریکا په افغانستان حمله کوله نو بهانه آسامه وګرځوو او پاکستان همدی امریکا ته خپلی ټولی نظامی آډی طالبانو او هغه وخت کی افغان ولس د وژلو لپاره ټول خدمتونه امریکا ته وکړل بیا وروسته همدا آسامه په اسلام آباد کی پاکستان لویی نظامی آډی ترڅنګ پیدا کیږی او وژل کیږی

    کله چی پاکستان د طالبانو پر ضد امریکا ته آډه ورکوی آیا د آسامه ژوندی نشی ورکولی او آیا امریکا خبر نه وو چی آسامه په اسلام آباد کی اوسیږی او دلته په قصدی ډول کله کنړ کله جلال آباد او کله کندهار کی په عام ولس بمبار کاوو

    چی هغه وخت کی پښتون ولس د ځان او دولت پر ضد پورته کړ چی دا خبره تیر ورځ اشرف غنی د داوس په غوڼده کی خبریال سره وکړچی کرزی او نظامی سیاسی چارواکو په وخت کی زیاتره طالبان ددی نظام په ضد وسله پورته کړه
    یعنی همدا د کرزی نظام کی چی بسم الله خان وزیر ددفاع او عبدالله وزیر خارجه او امرالله صالح یی ریس د امنیت اوهمدارنګه یونس قانونی وزیر داخله وو مجبور شول چی ددی نظام پر ضد وسله پورته کړی چی پدی ډول سره پاکستان ته بیا لنګه غوا د شیدو کولو لپاره په لاس ورغله
    اوس پاکستان کوښښ کوی چی دلته د همدی بسم الله خان او عبدالله لنډغری ډلو په وسیله چی کابل کی دی افغان نظامی او پولیس رنګ بد کړی دلته یی غلا او قچاقی کارونه شروع کړی چی طالبانو ته هم پکی باج ورکوی

    طالبان او مسعود وروراو ربانی ځوی د بدخشان او پنجشیر قیمتی ډبری پآکستان ته قچاقی انتقالوی او طالبان هم پدی قچاق کی خپل حق ترینه لاسته کوی چی تیره ورځ یی په یاد غونډه کی ورباندی خبری وکړی

    ځکه اشرف غنی وویل چی طالبانو مشران ځانته څو ښځی کوی ځکه کله چی طالب مشران د اوربند دمشوری لپاره پاکستان راغلل یو مشر په پاکستان کی بله کوژدنه هم وکړه چی خوسرګنی په ایران کی ژوند کوی چی دا خبری اوس په فیسبوک رسانی شوی

    د عینو مینی شهرک د دوی کورنو خبری رسانی شوی چی دوی په قطر کی له امریکا ډالر اخلی او دلته بیا کورونه ورباندی اخلی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸