Categories

اعلان

Loading…

د نړیوالو مذهبونو لنډه پیژندنه او د اسلام سره یې پرتلنه 

شریف الله ځیرک

په دې لیکنه کې د مذهب لنډه پیژندنه او ډولونه یې، په نړۍ کې د مذهبونو شمېر، په کوم هېواد کې ډیر مذهبونه دي؟ د مذهبونو د پیروانو شمېر او فیصدي، په لویو وچو کې د کومو دینونو پیروان اوسېږي؟ د نړیوالو مذهبونو لنډه پیژندنه او د ادیانو پرتلنه په ترتیب سره ذکر شوي دي. 

د مذهب لنډه پیژندنه: 

مذهب د لغت له مخې روش، طریقې او اعتقاد ته وايي په انګلیسي کې یې هم معانا کلمه Religion دی.  د مذهب بنسټیز عناصر عقیده رسوم او اخلاق دي چې په هر مذهب کې شتون لري. 

په ټوله کې مذهبونه په ۳ برخو ویشل شوي:

۱ـ د سامي او غیری سامي نژاد ادیان ۲ـ الهامي او غیری الهامي ادیان ۳ـ ارتقايي یا په تاریخي لحاظ د مذهبونو تقسیم 

۱ـ سامي او غیری سامي نژاد ادیان چې د نسل په بنیاد د مذهبونو ویش هم ورته وايي په ۳ برخو تقسیم شوي. ۱ـ سامي نژاد ادیان ۲ـ د اریايي نژاد ادیان ۳ـ منګولي مذهبونه

 لومړی: په سامي مذهبونو کې اسلام، یهودیت او عیسایت د ځانګړی یادونې وړ دي.

دوهم: په اریايي مذهبونو کې هندومت، جین مت، زرتشت او سکهیزم د یادونې وړ دي. 

دریم: په منګولي مذاهبو کې تاومت، کنفیوشش، شنټومت او د پخوانیو لمانځنه یا اسلاف پرستي شامل دي.

۲ـ الهامي او غیری الهامي ادیان: د الهامي ادیانو څخه هغه دینونه مراد دي په کومو کې چې د الله ج له لوري پیغمبر رالیږل شوی وي او هغوی ته یې کتاب ورکړی وي. لکه اسلام، عیسایت او یهودیت. او غیری الهامي ادیان هغه دي چې د انسانانو په لاس جوړ شوي وي. 

۳ـ ارتقايي یا په تاریخي لحاظ د مذهبونو تقسیم: 

په ټوله نړۍ کې شاو خوا ۴۲۰۰ مذهبونه شتون لري چې تر ټولو ډير یې په هند کې دي، چې شمیر یې شاو خوا  ۶۰۰ ته رسېږي. 

د مذهبونو د پیروانو شمیر او فیصدي

د مذهبونو د پیروانو شمیر او فیصدي د ټولې نړۍ د نفوس له مخې اټکل شوی. چې په لاندې ډول ده. 

۱ـ مسیحیت ۲.۴ میلیارده پیروان لري چې د ټولې نړۍ د نفوس ۲۹.۸۱٪ کېږي. 

۲ـ اسلام ۱.۹ میلیارده پیروان لري چې د ټولې نړۍ د نفوس ۲۴.۶۰٪ کېږي. 

۳ـ سیکولر(ایتیزم، بې دینه) ۱.۲ میلیارده پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۱۳.۹۱٪ کېږي.

۴ـ هندوييزم ۱.۱۵ میلیارده پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۱۴.۲۸٪ کېږي. 

۵ـ بوداییزم ۵۲۱ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۶.۴۷٪ کېږي. 

۶ـ چینايي کلتوري دینونه ۳۹۴ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۴.۸۹٪ کېږي.

۷ـ اتنیک مذهب۳۰۰ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۳.۳۷٪ کېږي.

۸ـ افریقايي کلتوري دینونه ۱۰۰ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۱.۲۴٪ کېږي. 

۹ـ سکهیزم ۳۰ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۰.۳۷٪ کېږي. 

۱۰ـ سپریټیزم ۱۵ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۰.۱۹٪ کېږي.

۱۱ـ جودایزم ۱۴.۵ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۱۸٪ کېږي. 

۱۲ـ بهايي ۷ میلونه پیروان لري چې د نړۍ د نفوس ۰.۰۹٪ کېږي. 

لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه چې په نړۍ کې د ۴۲۰۰ په شاو خوا کې دینونه دي، نو د ټولو ادیانو د پیروانو شمېر او فیصدي نه شو لیکلی او په همدې اکتفا کوو. 

د نړۍ په لویو وچو کې د کومو دینونو پیروان اوسېږي؟

۱ـ د اسیا يه لویه وچه کې د اسلام، مسیحیت، بوداییزم، هندوييزم او کنفیوشش مذهبونو پیروان اوسېږي.

۲ـ د اروپا په لویه وچه کې د مسیحیت، ایتیزم او اسلام پیروان ژوند کوي. 

۳ـ د افریقا په لویه وچه کې د مسیحیت، اسلام او افریقايي کلتوري دینونو پیروان ژوند کوي. 

۴ـ د امریکا په لویه وچه کې د مسیحیت، رومن کاتولیک، ایتیزم او اسلام پیروان ژوند کوي.

۵ـ د استرالیا په لویه وچه کې د ایتیزم، کاتولیک، مسیحیت او اسلام پیروان اوسېږي. 

هندوييزم یا هندومت 

لومړی: د هندو د لفظ پيژندنه:

هندو څه ته وايي؟ د هندو لفظ په سنکرت زړو لرغونو کتابونو کې نشته داسې ویل کېږي چې دا لفظ (انډس Indus) یا سندهو (سنده) څخه راخیستل شوې، بیا مسلمانانو دا لفظ د هغه خلکو لپاره استعمال کړ چې د سیند یا دریاب په ختیځه برخه کې به یې استوګنه کوله. د وخت په تیرېدو دا لفظ د هندوستان د اوسېدونکو په مفهوم بدل شو. په فارسي ژبه کې د هندو معنی د رهزن یا لاره وهونکي غله په معنی هم راغلې. د هندو لفظ د تور رنګ خلکو په معنی هم استعمالېږي.

هندوييزم یا هندومت

هندوييزم یا هندومت څه ته وايي؟ ریښتیا خبره دا ده چې هندومت په هغو معناوو چې استعمالېږي کوم مذهب نه دی. عموماً د مذهب لپاره چې کوم معیارونه، اصول او قوانین دي هغه په هندومت کې وجود نه لري. د مذهب لپاره یوه مرکزي عقیده اړتیا لري چې په هغه باندې د مذهب بنسټ پروت وي. خو په هندومت کې د مرکزي عقیدې وجود نشته. په هندومت کې مختلفې ډلې، عقاید او عبادات دي چې له یو بل څخه توپیر لري، همدا راز کتابونه یې هم سره ډیر توپیر لري د هرې ډلې ځان ته کتاب، عبادت، عقیده او بت دی. چې دې ټولو ته د هندومت نامه ورکوي. 

جوهن کلاک ارچو وايي: د هندومت کوم بنسټګر نشته چې هغه هندوانو ته کوم بنسټیز پیغام وړاندې کړی وي. او نه هم د زرتشت، عیسی او محمد ص په څېر کوم لارښود پکې تېر شوی دی. په هندوانو کې د کنفیوشش غوندې شخص هم نه دی پیدا شوې چې هغه د دوی دودونه او رواجونه یا هغه کیسې چې له یو نسل بل نسل ته سینه په سینه رسیدلې، راټولې کړی او بیا یې د کتاب شکل ورکړی وي. 

مهاتما ګاندي وايي: که ما ته څوک و وايي د هندومت تعریف بیان کړه نو زه به یوازې دومره و وایم چې دا د عدم تشدد په ذریعه د خدای د لټون نامه ده. په ټوله کې هندوییزم د هر چا لارښوونه په غاړه اخلي دوی وايي چې هر څه کوې کوه یې خو چې هندو ځان ته وایې هندو یې. 

هندوییزم ۳ بنسټیز اوصول لري. ۱ـ په ویدونو باندې ایمان راوړل هغه ابدي او ازلي تسلیم کول.

۲ـ په خدای باندې ایمان راوړل. ۳ـ په اواګون یا تناسخ باندې یقین.

د هندوییزم او اسلام پرتلنه

 په هندوييزم کې نبي او رسول نشته حتی د کنفیوشش په څېر بنسټګر هم نه لري، د اسلام په اړه قرانکریم کې الله تعالی فرمايي: هر یوه قوم ته مې د هغوی له اړخه پیغمبر لیږلې تر څو د هغوی په ژبه هغوی ته د خدای هدایت وړاندې کړي. هندوييزم يوازې په قومي روایاتو او رسمونو باندې ولاړ دی. د اسلام د دین لارښوود محمد مصطفی دی. په هندومت کې کومه مرکزي عقیده نشته، د هندومت په عقایدو کې تضاد دی هر څه یې سره توپیر لري. د اسلام ارکان او عقاید واضح دي هیڅ ابهام پکې نشته هر څه یې ټکي په ټکي بیان شوي دي. په هندومت کې د انسان قرباني جایز ګنل شوې، په برهما کې د انسان د قربانۍ ذکر په کراتو کراتو شوی. په اسلام کې د انسان قرباني اوذبح کول هیڅکله نه دي روا يواځې د ځناور قرباني پکې جایز ده. په هندومت کې د غوا عبادت کېږي او ذبح کول یې لویه ګناه ګڼل کېږي. په اسلام کې غوا یو عام څاروی دی او هیڅ خاص حیثیت نه دی ورکړل شوی او د غوښې خوراک یې حلال دی. په هندومت کې لور ته د وراثت حق نه دی ورکړل شوی. په اسلام کې لور په وراثت کې حق لري. 

سکهیزم

دا مذهب د لومړي ځل لپاره په هند کې راپیدا شو، په هند کې یې د لوړتیا پړاو و واهه او تر ننه پورې سکهان له نورو هندوانو بیل کتاب بیله لاره او ځان ته فکر لري. د دې مذهب بنسټګر ګرونانک بلل کېږي چې په ۱۴۶۹ م کال کې د منځني پنجاب په تلونډي نومي کلي کې پیدا شوی. چې د کورنۍ په اعتبار سره په هندي ټولنه کې د ټیټ ذات سره تړاو لري. څرنګه چې د مذهب د بنست ګرو په اړه د هغوی د پیروانو لپاره دا ډپره په زړه پوری وي چې د خپل لارښود او مذهبي بنسټګر سره د کراماتو او خرق عادت کیسې وتړي نو د ګرو ناننک سره هم په دې ډول ډیرې کیسې تړل شوي، د داسې کیسو تړل د خپل مذهبي لارښود د لوړتیا لپاره تړل کېږي. د ګروناننک د ژوند یوه کیسه…

د معمول سره سم چې ګرونانک به هر سهار په ډنډ کې لمبل یو سهار د لمبا پر مهال په ډنډ کې د غوټې وهلو سره ورک شو، خلکو فکر کاوه چې ګرونانک مړ شو. نواب دولت خان ته ګرونانک ډیر ګران وو کب نیوونکو ته یې امر وکړ چې پیدا يې کړي، درې ورځې وروسته ګرونانک خپله راڅرګند شو. خلک په حیرت کې شول او پوښتنې یې ترې پیل کړی، د سکهانو د روایت مطابق د ګرونانک له خولې لومړی دا جمله راووته چې (( نه هندو نه مسلمان )) د سکهانو په وینا په دې درې ورځو کې ګرونانک د خدای په حضور کې و چې مخامخ د خدای له اړخه ورته د عشق او مینې جام ورکړل شو، او د الاهي عشق د اشاعت خپرېدو ماموریت یې په غاړه شو. داسې ویل کېږي چې له دې ووسته ګرونانک په اوږد سفر و وت له ډیر اسیايي هېوادونو یې لیدنه وکړه تر څو د دين تبلیغ وکړي، خو دا خبره سمه معلومه نه ده چې ګرونانک په خپل ژوند کې د یو بل مذهب فکر کړی. 

ګرونانک به ویل نه هندو شته نه مسلمان ټول سره ورونه دي، د ده په فکر هندي مذهب او اسلام دواړه د افراط او تفریط ښکار دي. همدا راز ده به ویل چې الله ج نه د شخصیت مالک دی او نه د صفاتو هغه د تقسیم قابل نه دی هغه د زمان او مکان له قید او بند څخه ازاد دی لیکن په هر څه کې موجود دی، که څه هم تعریف یې ممکن نه دی. ده غوښتل چې د هندو او مسلمان ترمنځ اتحاد او اتفاق پیدا کړي، مسلمانان او هندوان د خدای په توحید راټول او له هغو اختلافي مذهبي تفصیلاتو او مسایلو ځانونه وساتي چې دې وحدت او اتحاد ته تاوان رسوي. ده په بوتانو عقيده نه درلوده، رسم و رواج یې بې ګټې څېزونه ګڼل، غوښتل یې چې په ښکاره د خدای ذکر وشي. هندوان یې د بوتانو له عبادت منع کول مسلمانان یې نیکۍ ریښتینولۍ او صداقت ته رابلل خو په عقیده یې ټینګار نه کوه. نانک به دا هم ویل چې ټولو انسانانو ته به د خدای په درګاه کې د حساب او کتاب ورکولو وخت راځي او هغه څوک به نجات پیدا کوي چې عمل یې روغ وي. ده په خپلو اشعارو کې د محمد ص صفت کړی او قرانکریم يې د هدایت سرچینه ګڼلې نو له همدې وجهې ډیرمسلمانان په پوره یقین سره وايي چې ګرونانک مسلمان و. دا باید یاد ولرو چې د اسلامي علماو په نظر او اسلامي لارښوونو ته په کتو سکهان مسلمانان نه ګڼل کېږي، او نه هم داسې څه بکې شته چې مسلمانان وګڼل شي.

د زرتشت دین

د زرتشت د مذهبي غورځنګ د راپورته کیدو او پرمختګ ځای خراسان او د اوسني افغاانستان د شمال سیمه بلل شوې، داسې روایات هم شته چې د ایران له لویدیځې برخې یې بلخ ته هجرت کړی. د زرتشت په اړه معتبر قول دا دی چې نوموړی د خدای تعالی یو سپیڅلې بنده او پیغمبر و. چې د عیسی علیه سلام د پیدایښت څخه ۶۲۸ کاله وړاندی د خدای تعالی له لوري بلخ ته د پیغمبر په توګه رالیږل شوی. د مذهبي روایاتو څخه معلومېږي چې د زرتشت دعوت او بلنې هغه وخت زور پیدا کړ چې د بلخ سردار او پاچا شتاسپ ورسره ملګری شو. د نورو مذهبي لارښودانو په شان د زرتشت له ژوند سره هم ډیرې معجزې او کرامات تړل شوي دي. یو روایت داسې دی چې: د زرتشت له پیدایښته مخکې داسې اوازه وه چې نوې پیغمبر راځي او د ده په پیدایښت سره به ټول دودونه له منځه لاړ شي او د  نوې دین بنست به کېږدي. زرتشت د پیدایښت پر مهال په کړس کړس وخندل چې دا موضوع د وخت حاکم سرون ته ورسیده او جلاد ته یې د ده د مرګ امر وکړ چې په دغه وخت کې د جلاد له لاسه توره وغورځیده او لاس یې شل شو. د وخت حاکم یې د مرګ ډول ډول کوششونه وکړل خو ناکام شو. د اتش پرستانو فارسیانو د روایت په اساس کله چې زرتشت د ۳۰ کالو عمر ته ورسید نو معراج یې وشو. په دې هکله داسې وايي چې یو ورځ زرتشت د دریاب غاړې ته لاړ پاکې جامې یې واغوستې او عبادت یې شروع کړ، چې د بهرام په نوم یوه پرښته راغله پوښتنه یې ترې وکړه چې په دې نړۍ کې څه غواړی؟ زرتشت ورته وویل چې د خدای له رضا پرته بل څه نه غواړم. نو پرښتې ورته وویل چې راځه خپل خدای ته راسره لاړ شه بیا چې هر څه غواړی له هغه یې وغواړه . د بهرام د لارښوونې مطابق زرتشت یوه شیبه سترګې پټې کړی چې بیا یې خلاصې کړی نو ځان یې په رڼا محفلونو کې ولیده، چې شاوخوا ډیرو خلکو د خدای عبادت کاوه. پرښتو زرتشت ته ښه راغلاست و وایه. زرتشت هم په پوره عاجزۍ سره لمونځ اداکړ او له خدای ج څخه یې پوښتنه وکړه چې په ځمکه تر ټولو ښه څوک کیدای شي؟ ځواب یې ورکړ۱: چې ریښتیا وايي او ریښتیا خوښوي. ۲: هغه چې په صراط المستقیم باندې روان وي او له بدو سترګې اړوي. ۳: هغه چې په اور، اوبو او ساکښو مهربانه وي. دغه ډول خلک به له دوزخ څخه په امان وي او جنت ته به ځي. په نیکیو د امر او له بدیو څخه د منعې تر ډیر جر و بحث وروسته یې ورته (ژند اوستا) چې د زرتشت د دین کتاب دی ورزده کړ او بیا یې ورته امر وکړ چې دا شاه او ګدا، عام او خاص ته واوروه او ورته ووایه چې شرک، بت پرستي، سهر او جادو پرېږدي او د دغه کتاب په لارښوونو عمل وکړي. 

زرتشت ۴۰ کاله په ایران کې تېر کړي دي چې د دین د دعوت په برخه کې یې ډیرې سختۍ او مشکلات ګاللي، بیا بلخ ته هجرت کوي او ۳۷ کاله هلته د یوه خدای دین ته خلک رابلي او د وخت باطلو دینونو او رواجونو په وړاندې سخته مبارزه کوي چې بالاخره د ۷۷ کالو په عمر د خپلې عبادت خانې څخه د دفاع په حالت کې وفات کېږي. لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه چې زرتشت خلک د یوه خدای دین ته رابلل په نیکیو یې امر کوه او له بدیو منع، شرک یې رد کاوه، خو له ده وروسته یې پیروانو دین تحریف کړ، دوی دوه خدایان مني چې یو د خیر کارونه کوي او بل د شر. او اور ته عبادت کوي دوی اور خپل معبود نه ګڼي خو وايي چې زمونږ د خدای د قوت ښکارندوی اور دی. 

د زرتشت او اسلام دین پرتلنه

زرتشت (مجوسیت) د کیسو او ناولونو څخه پیل شوی او د زرتشت ژوند په افسانوي توکو کې په دومره اندازه پټ دی چې د هغه په اړه هره خبره تر تردید لاندی راځي. اسلام یو تاریخي دین دی د رسول ص لارښوونې په تفصیل سره د احادیثو په کتابونو کې محفوظې دي چې د تنقید په هر معیار پوره خېژي. د زرتشت کتابونه د جنګونو له وجهې له منځه تللي چې بیا د لیکوالو له لوري په کې کمې زیاتې راغلې         (د ژند اوستا) لږه برخه د زرتشت د لارښوونو مطابق ده. د اسلام الهامي کتاب قرانکریم د هر ډول ادلون بدلون او لاسوهنې څخه پاک دی او د ټولو مستشریقینو هم په دې اتفاق دی. په مجوسیت کې په دوه خدایانو د ایمان تلقین کېږي. په اسلام کې یوازې او یوازې په یو خدای ج د ایمان تلقین کېږي. 

د کنفیوشش مذهب

د کنفیوشش مذهب د رامنځ ته کیدو سیمه چین بلل کېږي. د چین د خلکو په هکله داسې ویل کېږی چې د دوی تصور د خدای په اړه له لومړي وخته مبهم دی. دې خلکو سره د لرغونو زمانو څخه د یوې اسماني هستۍ د تصور عقیده موجوده وه. دوی اسمان د ښکلا او بښنې، قهر اوغضب مظهر ګڼلو، دوی د اسماني خدای لپاره دوه ځانګړتیاوې په ګوته کړي یوه ته یې جودا وسجا او بل اړخ ته یې قهر او غضب وايي. د اسمان په اړه د چین خلکو ډول ډول تصورات لرل نو له همدې وجهې د چین هېواد د تاریخ په کتابونو کې د اسماني هېواد په نامه هم یاد شوی. تر عیسی علیه سلام ۵۰۰ کاله مخکې د کنګ فوزي په نامه سړی په چین کې پیدا شو. دا د فارسي ژبې تلفظ دی چې چینايي تلفظ یې کونګ فوتسي دی، اروپایانو دا نامه بیخي بدله کړه او کنفیوشش ته یې واړوله د دغه مذهب د بنسټګر نسبت کنفیوشش ته کېږي خو په حقیقت کې د دې مذهب بنسڼګر نه دی. او خپله هم وايي چې زه د تېرو خلکو دودونه راتلونکو خلکو ته انتقالوم او زه خپله د ځانه څه نه جوړوم. ده د خلکو نظریات عقاید او دودونه راټول کړل او په هغو کې یې د تنقید او خپرولو څخه کار واخیست. کنفیوشش د یانګ او اوشون اصولو ته پرمختیا ورکړه چې دا د ده اسلاف و. د کنفیوشش په وخت کې د چین ټول لرغوني کتابونه له منځه تللي و، څه چې پاتې و د هغې مطالعه کنفیوشش وکوله او خپلو شاګردانو ته یې د تاریخ د کتابونو او منظوم صحایفو د لوستلو ترغیب ورکړ.

د ویبستر ډکشنري د کنفیوشش د پیدایښت نیته ۵۵۱ ق.م ذکر کړی. نوموړی په ۳ کلنۍ کې یتیم شو چې د ځوانۍ په عمر کې یې ډيرې تنګې سختې وګاللې، تر ۱۷ کلنۍ پوری یې مدرسه ولوستله چې په ښو خویونو او ذهن سره یې د خلکو زړونه ځان ته رامات کړل. د وخت په تیریدو د کنفیوشش په زړه کې دا خبره راپیدا شوه چې څه ډول د خپلو خلکو خدمت وکړي، ځکه په دې وختونو کې د چین سیاسي وضیعت ډیر خراب و د خلکو خویونه او اخلاق ډیر کمزوری و. نو له همدې وجهې کنفیوشش غوښتل په حکوت کې دنده واخلي تر څو روان وضیعت د بدلون لپاره کار وکړي خو داسې ونه شول، دوهمه پریکړه یې دا وکړه چې د خلکو اصلاح د تعلیم او تربیت له لارې وکړي. نوموړی د تعلیم او تربیت په برخه کې ډير مشهور شو چې شاو خوا ۳۰۰۰ شاګردان یې لرل. یو وخت یې د خپل ښار د کوټوال په صفت دنده تر لاسه کړه، چې د وخت په تیریدو د هېواد د قلمدان وزارت (ښوونه او روزنه یا لوړو زده کړو وزارت) چوکۍ تر لاسه کړه. کنفیوشش د ۷۲ کلنۍ په عمر د چین په فوهنګ ایالت کې له نړۍ سترګې پتې کړی.

د کنفیوششزم او اسلام پرتلنه

کنفیوششزم نړیوال دین نه دی بلکی د چین د خلکو د طبعې برابر دین دی. اسلام یو نړیوال دین دی. کنفیوششزم جامعیت نه لري یوازې اخلاقي او سیاسي لاښوونې لري. اسلام بشپړ او جامع دین دی. کنفیوششزم د الهام هیڅ دعوا نه کوي او په خپله وايي چې د تیرو خلکو دودونه راتلونکو خلکو ته انتقالوي. اسلام یو الهامي او الاهي دین دی. کنفیوششزم لارښوونې په مصلحت ولاړی دي. اسلام په بنیادي او عقیدوي مسایلو کې مصلحت نه مني. 

یهودیت

یهود د سام له نژاد څخه دي چې پلارنې وطن یې د عربو د دښتو د شمال سیمې دي. دوی په پیړیو پیړیو کوچیانې ژوند درلود، د لرغوني وخت یهودان مظاهر پرست یعنې د کایناتو د څرګندو څېزونو لکه ستوري، سپوږمۍ، کاڼي او بوټو لمانځنه یې کوله. له بوتانو سره یې ځانګړی اړیکې درلودې هرې قبیلې او ان هر یو کس به ځان ته ځانګړی بوت درلود او د هغې پرستش به یې کاوه.  په ټوله کې ویلای شو چې د حضرت موسی علیه سلام په زمانه کې بنی اسرایېل په مذهبي انحطاط او دیني انزوا کې راګیر و هغه ټول بنسټیز اسماني تعلیمات او الهامي لارښوونې چې د حضرت ابراهیم علیه سلام له وخته راپاتې وې عمل یې پرې نه کاوه او ادلون بدلون یې پکې راوستې و. د موسی علیه سلام د پیدایښت په وخت کې د بني اسرایلو سیاسي او ټولنیز حالت بیخي د ویلو وړ نه دی. موسی علیه سلام یو د اولوالعزم پیغمبرانو له جملې دی چې د خپل قوم سره یې ډیرې تنګې سختې ګاللي. د پیدایښت کیسه یې ډيره مشهوره ده، د ده د پیدایښت په وخت کې فرعون په مصر کې واکمن و او امر یې کړی و چې د هر چا نارینه اولاد پیدا شي وژني به يې ځکه چې فرعون ته ویل شوی و چې په بني اسرایېلو کې به یو ماشوم پیدا کېږي او ستا واکمني به له منځه وړي. نو هماغه و چې موسی پیدا کېږي او مور ته یې د الله ج له لوري امر کېږي چې (هغه د نیل په دریاب کې خوشې کړه او له بیلتون څخه یې هیڅ غم مه کوه مونږ هغه بیرته تاته په لاس درکوو او له هغه څخه پیغمبر جوړو) د صورت قصص اووم ایت. د فرعون ښځه همدغه تابوت چې موسی په کې مور بند کړی و په اوبو کې وینې او راپورته کوي یې فرعون ته وايي چې له دې ماشوم به خپل ځوی جوړ کړم نو په همدې ترتیب د موسی علیه سلام پالنه د فرعون په کور کې کېږي. د ځوانۍ په عمر کې ورته الله تعالی علم او حکمت ورکوي، یوه ورځ په ښار کې د دوه تنو جنګ و چې یو د فرعون د دربار څخه و چې قبطي وو او بل بنی اسرایېل وو، د دوی د جنګ په خلاصون کې قبطي د موسی له لوری د سوک په ګذار وژل کېږي چې بیا د فرعون له ویرې مداین ته ځي او هلته د شعیب علیه سلام سره ګوري، هغه ورته ډاډ ورکوي او د ده د صداقت او ښه نیت له وجهې موسی علیه سلام ته خپله لور په نکاح ورکوي، لس کاله د شعیب علیه سلام سره تیروي کله چې بیرته مصر ته راګرځي ښځه یې هم ورسره وي د کوه طور په سیمه کې پر پیغمبرۍ مبعوث کېږي او د الله ج له لوري ورته امر کېږي چې (پروردګار ته د فرعون او د هغه ټولنې لپاره مبعوث کړی تر څو دوی په سمه او مستقیمه لار باندې راواړوې او هارون به ستا مرسته کوي او وزیر به دې وي  تر څو دواړه بنی اسرایېل د فرعون له استبدادي پنجو څخه خلاص کړی. موسی علیه سلام فرعون ته وايي: فرعونه! زه د رب العلمین پیغمبر یم په ما باندې واجبه ده چې د الله ج په حکم کې څه راته ویل شوي هغه ریښتیا ځای ته ورسوم زه ستا لوري ته ستا رب رالېږلې یم تر څو د الله ج نښې درته څرګندې کړم او بني اسرایلو ته زما سره د تللو اجازت راکړې) د صورت قصص خلاصه. په صورت اعراف کې الله ج فرمایي چې فرعون سخت ویرېږي او موسی علیه سلام ته وايي چې ته جادوګر یې، فرعون خپلو درباریانو ته امر کوي چې د ښار ټول جادوګر موسی ته راټول کړئ همدغه شان ټول جادوګر راټولېږي او د موسی علیه سلام په مخ کې ماران خوشې کوي چې سخت ویرېږي الله ج ورته امر کوي چې خپله امسا په ځمکه وغورځوه له غورځیدو سره لویه اژدها ترې جوړه شي ټول ماران وخوري د دې صحنې په لیدو ټول جادوګر الله ج ته په سجده پریوځي او ایمان راوړي. فرعون نور هم خپلې سرکشۍ ته دوام ورکوي او موسی علیه سلام د یوه حقیقي خدای دین ته خلک رابلي….

موسی علیه سلام تر نبوت وروسته لومړی په توحید او عبادت ټینګار کاوه په توحید کې عقیده او په عبادت کې لمونځ، روژه، او مالي عبادت لکه خیرات، زکات او صدقه شامل دي، ورپسې په قیامت یقین لرل و چې هر څوک د خپلو اعمالو حساب کتاب او جزا و ویني. 

یهود دوه دیني کتابونه لري ۱ـ عهد نامه قدیم ۲ـ تالمود 

د یهودانو او مسیحیانو مقدس کتاب باءبل دوه برخې لري یوه ته یې عهد نامه عتیق او دوهمې برخې ته یې عهد نامه جدید وايي. مسیحیان په ټول باءبل باندې ایمان لري خو یهود یواځې په لومړۍ برخه عهد نامه عتیق باندې ایمان لري، دوی دویمه برخه اسماني کتاب نه ګڼي او د حضرت عیسی علیه سلام له پیغمبرۍ څخه هم منکر دي. عهد نامه عتیق د یهودو علماو تالیف دی چې په لاندې ډول یې ترتیب کړی. 

۱ـ تورات: دا د شریعت یا قانون کتاب دی.

۲ـ  د انبیاء صحیفې

۳ـ مقدسې صحیفې

د یهودیت او اسلام پرتلنه

په یهودیت او اسلام کې کوم بنیادی توپیر نشته دواړه د خدای د وحدانیت درس ورکوي ځکه چې دواړه الهامي دینونه دي، خو د یهودو بدمرغي دا ده چې دوی توحید پریښود او حضرت عزیر ته یې د خدای د زوی نسبت وکړ. د اسلام سپیڅلې کتاب قرانکریم له تحریف څخه پاک دی خو تورات کې یهودو د خپلې خوښې خبرې شاملې کړي. اسلام ټول پیغمبران مقدس او مبارک ګڼي خو یهودان له موسی او هارون پرته نور پیغمبران نه مني. اسلامي تعلیمات په امن، سکون او اخلاقو مبنی دي، یهودان په بد اخلاقۍ او په ټولنه کې نفرت پیدا کوی. یهودان محمد ص د قبیلوي پیغمبر په توګه مني په داسې حال کې چې د نړیوال نبوت او پیغمبرۍ څښتن دی. یهودان په پیغمبرانو باندې تورونه لګوي خو اسلام ټول پیغمبران سپیڅلي او معصوم ګڼي.

مسیحیت

په نړۍ کې د سامي نژاد دویم ستر دین مسیحیت دی چې په بني اسرایلو کې منځ ته راغلې او بنسټ ګر یې حضرت عیسی بن مریم دی. د عیسی علیه سلام په اړه تاریخي معلومات ډیر لږ دي په انجیل کې د عیسی په اړه لنډ معلومات شته خو تاریخي شواهدو ته په کتو درست نه دي، په دې اړه قرانکریم یواځینې موثق ماخذ کیدای شي ځکه چې هر څه په کې الاهي وحې ده. د عیسي علیه سلام د پیدایښت د تاریخ په اړه مختلف روایات موجود دي چې تر ټولو دقیق یې (۶ او ۸ ق م) تر منځ اټکل شوی. د عیسی علیه سلام مور بی بی مریم وه او پلار یې نه وو او نه هم د چا لاس ورنیږدې شوې و هغه خدای ج په خپل قدرت داسې پیدا کړ چې پلار یې نه درلود او مور یې پیغله وه. د بی بی مریم په اړه قرانکریم فرمايي ژباړه: مریم ډیره عابده، ذاهده، او سپیڅلې ښځه وه د هغې پاکۍ، سپیڅلتوب او ذهد په وجه الله تعالی د نړۍ تر ټولو ښځو غوره ګڼلې ده. العمران (۳۷ـ۴۲) ایت. کله چې عیسی علیه سلام پیدا کیده نو بی بی مریم په فکر کې شوه چې که خپل قوم ته لاړه شم نو هلته به د خپل ماشوم په اړه څه وایم، په دغه وخت کې پرښته راغله او ورته وې وویل چې کله تا کوم څوک وګوري او له تا څخه پښتنه وکړي نو په ځواب کې ورته و وایه چې نن ما د خدای ج په نامه د چوپتیا نذر منلی دی نو څه پښتنه چې کوئ له ماشوم څخه یې وکړئ نو همداسې وه کله چې د خلکو ماشوم ته فکر شو تهمتونه یې پرې شروع کړل حضرت مریم د ماشوم په لور اشاره وکړه او وې ویل له دې ماشوم پښتنه وکړئ خلکو وويل مونږ له شیدو خوړونکي ماشوم څنګه پښتنه وکړو. سورت مریم (۲۶ـ۲۹) ایت. نو په دغه وخت کې عیسی علیه سلام په خپله په خبرو پیل وکړ. زه د خدای بنده یم ماته یې کتاب راکړی زه د خدای له اړخه پیغمبر یم پر ما باندی یې برکت کړی دی او تر څو چې زه ژوندی وم نو ماته یې د لمانځه او زکات حکم کړی دی زه به د خپلې مور مریم سره ښه کوم زه خدای جابر او بدمرغه نه یم ګرځولی نو په کومه ورځ چې زه پیدا شوم او په کومه ورځ چې مړ کېږم او په کومه ورځ چې بيا راپورته کېږم په ما باندې سلامتیا او رحمت دی. سورت مریم (۳۰ـ۳۳) ایت. له پیدا کیدو وروسته تر نبوت پورې عیسی علیه سلام چیرته اوسیده دا یوه اختلافي مسله ده قرانکریم او نبوي احادیثو په دې هکله سکوت اختیار کړی دی. مفسرینو، علماوو او تاریخ پوهانو د عیسی علیه سلام د ژوند د دغه برخې په اړه مختلف اقوال او نظریات څرګند کړي خو دا خبره باید تل لوستونکي په یاد ولري چې د عیسی له ماشومتوب څخه تر نبوت پورې حالات ټول په تیاره کې دي او یواځې مفسرین په خپل فکر ترتیب ورکوي. په عیسی علیه سلام باندې د وحې په هکله هم مختلف روایات موجود دي تفسیر البدایه وایي چې د ۳۰ کالو په عمر کې د رمضان د میاشتې په ۱۸ د شپې په وخت کې پرې د نبوت وحې نازل شوه. 

حضرت عیسی علیه سلام د سولې، امن او مینې تګلاره درلوده. خو کله چې د هغه دښمنانو مخالفت زیات شو نو عیسی علیه سلام ته اندېښنه پیدا شوه چې هسې نه چې د حضرت یحیی په ډول مې څوک ونه وژني نو الله تعالی ته یې زارۍ وکړی او وې ویل اې خدایه! زه دې ولې یواځې پرېښودم. الله تعالی عیسی ته وویل ستا په دنیا کې د استوګنې د وخت تر پوره کیدو پورې زه تا خپل اړخ ته راپورته کوم او تا له هغه کسانو څخه چې کافران شوي دي پاکومه. سورت العمران (۵۵) ایت. 

قرانکریم د عیسی علیه سلام په ژوند ډیر ټینګار کوي او وايي چې دښمن د هغه په وژلو کې بلکل ناکام شو ان تر دی چې تر داره یې هم نه دی بیولې. 

یهودانو حضرت عیسی علیه سلام قتل نه کړ او نه یې هم په دار باندې وځړوه بلکې دوی په شک کې پریوتل کوم خلک چې په دې (اسمان ته د عیسی علیه سلام په پورته کولو) کې اختلاف کوي نو هغوی د هغه په اړه په شک کې ډوب دي دوی د ګمان پیروي کوي د هغوی سره د عیسی په اړه هیڅ علم نشته دوی یهودانو هغه یقیناً نه دی قتل کړی بلکې هغه الله تعالی خپل طرف ته پورته کړی دی او بېشکه الله تعالی غالب دی او د حکمت څښتن دی. د سورت النساء (۱۵۷ـ ۱۵۸) ایتونه. 

د انجیل د انتخاب طریقه: دا ډیر اوږد بحث دی مونږ یې خلاصه را اخلو. د انجیل نوم ته په منسوب ډیرو زیاتو کتابونو کې د خلکو لار ورکه وه چې کوم کتاب ته اصل انجیل ووايي. د دې مسلې د حل لپاره د وخت حاکم نظام چې مشري یې رومیانو کوله د نقیه په نامه کونسل دایر کړ. ټولو خلکو ته یې وویل چې انجیلونه راټول کړئ، خلکو د نقیه کونسل ته د اصل انجیل د پیدا کېدو د پریکړې لپاره په سلګونو کتابونه راوړل چې سره ګډ وډ یې کړل او د کلیسا د خدای د دمښامنې تر میز لاندې یې کیښودل، او وې ویل کوم چې الهامي کتابونه وي هغه به خدای خپله په میز باندې پاس ږدي کله چې سهار راغلل ګوري، نو له ټولو کتابونو د متی، قرس، لوقا او یوحانا یعنې څلور انجیلونه د میز پر سر پراته و. دا یې صحیح انجیلونه تصور کړل. ( (دا بیل بحث دی چې د شپې انجیلونه چا د میز پر سر ایښي او ترتیب کړي دي). د دې مسلې د د تفصیل لپاره د ایچ شرمن کتاب کتلای شی). نو دا کتابونه یې (ورډ اف ګاډ) یعنې د خدای ج پیغام وګڼل. او نورې ټولې نسخې مردودې وګڼلې. او وروستۍ پریکړه یې داسې وکړه چې دا د خدای ج د خوښې پریکړه وه او دا څلور انجیلونه د هغه کلام دی. نور ټول کتابونه وسوزوئ که هر چا سره له دې پرته بل کتاب پیدا شو او یا یې له دې پرته د بل کتاب تبلیغ وکړ سزا یې مرګ دی. په اوس وخت کې د عهد نامه قدیم او عهد نامه جدید دواړو ټولګو ته بایبل وايي چې په ۶۳۳ م کال کې د راټولیدو کونسل ترتیب کړي دي. 

په اوس وخت کې عیسایت

عیسايي مذهب له یهودیت او یوناني عقایدو څخه بې حده اغیزمن شوی دی، حتی اوس دا پریکړه کول چې عیسایت کوم کوم څېزونه له یهودیت او یوناني فلسفې څخه راخیستي دي ناممکنه ده. پوهان وايي چې د موجوده مسیحیت اصلي بنسټګر پولیوس پال دی نه عیسی علیه سلام، ځکه کوم تعلیمات چې عیسی علیه سلام وړاندی کړي د هغې هیڅ څرک هم په اوسني انجیلونو کې نشته. 

د عیسایت او اسلام پرتلنه

موجوده عیسایت د تثلیث په عقیده قایل دی، دوی وايي چې خدای له دریو اقنومو څخه مرکب دی. دا درې واړه کله کله سره یو کېږي او کله هم بیل شي چې هر یو یې د ځانګړیو صفاتو مالک دی. خو په اسلام کې د الله تعالی په توحید باندې ټینګار کېږي او الله تعالی په خپل ذات صفاتو او افعالو کې یو ګڼي. په عیسایت کې شریعت لعنت ګڼل شوی، دوی وایي چې الله تعالی بې شمیره شرایع رانازل کړي خو تجزیې ثابته کړی چې انسان د شریعت پابندي نه کوي نو ځکه خو شریعت لعنت ثابت شو. په اسلام کې شریعت د هدایت سرچینه او ذریعه ده. الله تعالی هیڅ کله داسې احکام نه دی نازل کړي چې د انسان په توان نه وي پوره، په سورت بقره کې الله تعالې د دې موضوع یادونه کوي: الله تعالی په هیڅ نفس باندې د هغه د طاقت څخه زیات تکلیف نه دی ایښودې. په عیسایت کې د نجات او خلاصون لار کفاره ده، انسان تر هغې نه بښل کېږي چې تر څو یې په کفاره باندې ایمان نه وي راوړی. خو په اسلام کې د نجات دار مدار په نیکو اعمالو دی څوک چې په الله تعالی ایمان راوړي او نیک عملونه کوي نو خلاصون یې په برخه کېږي. په عیسایت کې عیسی علیه سلام د خدای زوی دی. د اسلام مطابق هیڅ کله د الله تعالی زوی نشته او د هغه ذات د تولد او تناسل څخه پاک دی، عیسی علیه سلام بشر او د الله ج پیغمبر دی. 

اسلام

په نړۍ کې وروستې سامي دین د اسلام مبارک دین دی چې محمد مصطفی ص یې بنستګر دی. محمد ص د عربو له ستر قوم قریشو څخه دی چې د ۵۷۱ میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۲۰ نیټه پیدا شوی دی. د پیدایښت سره سم د تی (شیدو) ورکولو لپاره د سعد قبیلې یوې ښځې ته چې حلیمه نومیده ورکړل شو او تر شپږ کلونو یې پالنه وکړه. محمد ص د عبدالمطلب لمسې او د عبدالله زوی دی. مور یې آمنه د قریشو د قوم د یوې څانګې د مشر زهره لور وه. پلار یې د ده مبارک د پیدایښت شپږ میاشتې مخکې وفات شوی، مور یې د ده د شپږ کلنۍ په عمر کې وفات شوه او چې اته کلن شو نیکه یې وفات شو. له دې وروسته یې تره ابو طالب ساتنه او پالنه کړی ده. کله چې د ځوانۍ عمر ته ورسیده د خپلې کورنۍ د مشرانو په څېر یې سوداګرۍ ته مخه کړه، دې له ماشومتوبه په ټولنه کې د امین په ستای نوم یادیده. دې ډیر صادق، امانت کار او ریښتینې انسان و، د تجارت په مهال هم کله چې قریشو ته د ده د امانت دارۍ او صداقت معلومات وشو نو د قریشو د یوې سترې کورنۍ کونډې حضرت خدیجې رض د محمد ص څخه په تجارت کې د شراکت غوښتنه وکړه او محمد ص یې غوښتنه قبوله کړه. نو هماغه و چې په تجارت کې د ګټې او د رسول ص ریښتونولۍ او صداقت د خديجې رض په زړه کې ځای پیدا کړ او د واده غوښتنه یې ترې وکړه چې رسول ص ومنله. د واده پر مهال د محمد ص عمر ۲۵ کاله او خدیجه رض ۴۰ کلنه وه.

محمد ص به کله کله د حرا غار ته ته او هلته به یې د الله تعالی په عظمت او لویې فکر کولو، یوه ورځ د معمول مطابق رسول ص د حرا په غار کې په خپله مراقبه کې ډوب و چې د وحې فرښته جبرایل ورته راغی او ورته یې وویل (ولوله) هغه ورته په ځواب کې وویل زه لوستنه نشم کولی په زور سره یې په غېږ کې ټینګ ونیوه او بیا یې ورته وویل (ولوله) رسول ص بیا وویل زه لوسونکی نه یم فرښتې په دریم ځل پوره ایت ولوست ژباړه: ولوله په نامه د هغه پالونکي چې ته یې پیدا کړی یې. رسول ص هم ایت ولوست او فرښته لاړه. نو په دغه شکل رسول ص په پیغمبرۍ مبعوث شو. 

رسول ص په لومړی سر کې خپل خپلوانو او نیږدې ملګرو ته د اسلام بلنه ورکړه، چې میرمنې یې خدیجې رض، حضرت ابوبکر صدیق رض، زید بن حارثه، عثمان بن عفان، ابو سلمه، عبید بن حارث، سعید بن زید او میرمن یې اسلام قبول کړ. رسول ص دوی ته تر دری کلونو د ارقم مخزوني په کور کې د قران پټ تعلیم ورکړ. بیا الله تعالی ورته امر وکړ چې زما پیغام خلکو ته په څرګنده ووایه نو د صفا غونډۍ ته پورته شو چې د قریشو مشران یې ټول په مخ کې ناست و او ورته یې وویل اې د قریشو قومه که تاسو د خدای په وحدانیت باندې ایمان رانه وړئ نو په تاسې به د خدای له لوري سخت عذاب رانازل شي. له دې وروسته مسجد حرام ته لاړ او د بتانو په مخالفت یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ. د قریشو مشرانو ته دا حالت د منلو وړ نه و نو د رسول ص تره ابوطالب ته راغلل او ورته یې وویل چې محمد د بتانو له سپکاوی منع کړي محمد ص ورته په جواب کې وویل ګرانه تره! د الله تعالی په نامه لوړه کوم که چیرته دوی زما په یو لاس کې لمر او بل لاس مکې سپوږمۍ کېږدي او راته ووایي چې د اسلام له تبلیغ تېر شه نو بیا به هم د خپل هوډ نه وانه وړم. له دې وروسته یې تره اعلان وکړ چې په هر حالت کې به د محمد مرسته او ننګه کوي. د قریشو ځینو مشرانو ایمان راوړ خو ډير یې مشرکین و دوی به د مسلمانانو د ربړونې لپاره د ډول ډول طریقو کار اخیسته نو رسول ص اصحابو ته اجازت ورکړ تر څو لومړۍ قافله د حبشې په لور روانه شي، هلته یو عادل عیسوي نجاشي واکمن و. د کلیسا پادري او ځینو مشرانو بیرته مکې ته د صحابه و د لیږلو غوښتنه وکړه خو خپله د حبشې بادشاه نجاشي له دوی نه د اسلام د چاڼ شوی بنسټونو غوښتنه وکړه د ټولو په نماینده ګۍ حضرت جعفر راپورته شو او په موجوده وخت کې د محمد ص په پیغمبرۍ، د عربو په جاهلیت او د الله تعالی په وحدانیت وغږیده نو نجاشي وویل چې اسلام او عیسایت راته د څراغ وړانګې ښکاري. نو همغه و چې د قریشو د ملاتړ غږ یې پورته کړ. په همدې ترتیب مسلمانان له څه وخت وروسته بیرته مکې ته ځي له هغه ځایه بیا حبشې ته راځي او تر هغې په حبشه کې وي چې تر څو مدینې ته هجرت کوي. دغه موضوعات د رسول ص د سیرت په کتابونو کې ډیر په تفصیل ذکر شوي دي مونږ یې مختصره یادونه وکړه ډیر تفصیل ته یې ځکه نه ځو چې موضوع اوږدېږي. 

محمد ص په خپل ژوند کې د کفارو سره په ۲۷ غزواتو او جګړو کې برخه اخیستې ده. په هغه جنګ کې چې رسول ص موجود و غزا ورته وايي او په کوم جنګ کې چې موجود نه و نو سریه ورته وايي.

رسول ص د یوالله تعالی وحدانیت، عبادت او یووالي ته خلک رابلل. او د صبر، زغم، حوصلې، بښنې، رحم، تواضع، ښه خوی، شفقت، سخاوت، تقوا، صدق او ریښتیا، عدل او انصاف، ویره او عبادت، حیا او عفت…. خویونه یې لرل او هم یې خلکو ته پرې د عمل کولو توصیه کوله.

د اسلام مبارک دین پنځه ارکان لري

کلمه طیبه، لمونځ، روژه، حج او زکات. چې له شک او شبهې پرته باید هر مسلمان پرې ټینګه عقیده او ایمان ولري. 

د اسلامي لارښوونو تر ټولو لومړۍ سرچینه د قرانکریم سپیڅلې کتاب دی او تر دې وروسته سنت او حدیث لوړ مقام لري او همدارنګه د اسلامي شریعت په ماخذونو کې له فقهې څخه هم ګټه اخیستل کېږي. 

اسلام څه ته وايي؟ د الله تعالی توحید او یو والی منل او د هغه رالیږلې شوي قانون ته تسلیمیدل او غاړه ایښودلو ته اسلام وايي. او مسلمان هغه چاته وايي چې امر باالمعروف او نهی عن المنکر باندې عمل وکړي یعنې اسلام یې پرته له شک او شبهې منلې او په ځان عملي کړی وي.

لیکنه او ترتیب: شریف الله ځیرک

د ۲۰۱۹ کال د دیسمبر ۳۱

800 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"4f4bff6a-6de4-4cb7-bd52-334212d4e0df","recipients":884,"external_id":"d347f75c-1c27-c46a-bbf3-e11c10f3405f","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
884

1 comment

  1. دورانی افغان Reply

    ښاغلی شریف الله ځیرک صاحب! دمعلوماتو څخه ډیره مننه، خوښ اوسی.

    وروره ځما سوال دلته دی چه الاهي اوآسمانی کتابونه څلور دی.

    قرآنکریم چه په حضرت محمد ص نازل شوی دی او ټول مسلمانان یی پیروی کوی.
    انجیل چه په عیسی ع نازل شوی دی او ځینی عیسویان یی پیروی کوی؟

    دا چه تاسو په مقاله کی لیکلی دی چه ( د الهامي ادیانو څخه هغه دینونه مراد دي په کومو کې چې د الله ج له لوري پیغمبر رالیږل شوی وي او هغوی ته یې کتاب ورکړی وي. لکه اسلام، عیسایت او یهودیت.)

    سوال؟

    تورات او زبور په کومو پیغبرانو نازل شوی دی او کوم کوم خلک یی پیروی کوی؟
    ځکه دینونه دری (اسلام، عیسایت او یهودیت) او الاهي کتابونه ۴ دی.

    والسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸