Categories

اعلان

Loading…

سروې: افغانان دوه چنده مالګه خوري او ورزش هم نه کوي

تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سروې ښيي، چې افغانان د ځینو خوراکي موادو په مصرفولو کې افراط کوي او یو شمیر نور غذایي مواد بیا له ټاکل شوي طبي معیار څخه لږ خوري.

د روغتیا وزارت په دې سروې کې د غیرساري ناروغیو عمده عوامل رابرسیره کړي دي.

د سروې په اړه د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، د موندنو پر اساس د فزیکي فعالیتونو نه کول، زیات وزن، د ویني لوړ فشار، له مُسکراتو او دخانیاتو څخه استفاده هغه عوامل دي، که چیرې کنترول نه شي نو پر غیرساري ناروغیو به د زیات شمیر افغانانو د اخته کېدو لامل شي: “د بېلګې په توګه د مالګې د مصرفولو اوسط هره ورځ باید تر ۵ ګرامه وي، خو په خواشینۍ سره په افغانستان کې د مالګې د استفادې اوسط حد ۱۲ ګرامه دی، مالګه د انسان د بدن لپاره یو اساسي عنصر دی، خو زیات یې زهر دي”.

د روغتیا وزیر زیاته کړه، که مالګه له معمول حد څخه زیاته وخوړل شي، د انسان په وجود کې د زهرو په څیر کار کوي.

د نړیوالو طبي معیارونو په اساس، یو کس باید په اونۍ کې لږ تر لږه دوه نیم ساعته فزیکي فعالیتونه په ځانګړي ډول سپورت وکړي، خو د روغتیا وزارت موندنې ښيي، چې د افغانستان د کلیو اوسیدونکي په ځانګړې توګه ښځې هیڅ ورزش یا فزیکي فعالیت نه کوي.

د روغتیا وزیر ښاغلی فیروز په دې اړه هم وایي، چې د فزیکي فعالیتونو نه کول د وزن د زیاتوالي او د شکرې د ناروغۍ لامل کېږي، چې پر وینا یې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو کچه په ښځو کې ۲۱ فیصده او په سړیانو کې ۱۴ فیصده ده.

د تازه ترکاریو خوړل یو له بلو هغو مسایلو څخه ده چې روغتیا د وزیر پر وینا، په مستقیمه توګه په غیرساري ناروغیو اخته کېدو سره تړاو لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت موندنې ښيي، چې افغانان په یوه اونۍ کې دوه ځل له ترکاریو څخه استفاده کوي، په داسې حال کې چې د نړیوالو طبي معیارونو په اساس باید یو کس هره اونۍ پنځه ورځې په خپلو خوړو کې تازه سبزي وخوري.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ټینګار وکړ، چې افغانان د غیرساري ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د مالګې، غوړیو او خوږو په مصرف کې کموالی راولي او دغه راز دې د تازه ترکاریو خوړل او د فزیکي حرکاتو ترسره کول زیات کړي.

610 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"ad0959d5-5aaf-4dcf-933f-93791024fea9","recipients":884,"external_id":"054ac818-ea14-f4bb-011e-df00887a5ae8","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
884

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸