Categories

اعلان

Loading…

کورنۍ شخړې او ماشوم/ ژباړه: نعیمه غني

پاملرنه: د ماشوم پښه د خاوند او میرمنې تر مینځ شخړو ته مه راکاږئ!

که د خپل ژوند له ملګري سره ستونزه لرئ، او نه شئ کولئ چې یو بل ته قناعت ورکړئ او خپلې ستونزې حل کړئ، هیله ده چې د خپلو خبرو د تایید او مخامخ لوري ته د اورولو لپاره مو له خپل ماشوم څخه ګټه پورته نه کړئ! ماشومان ستاسو د ستونزو د تحلیل وس نه لري.

( ښه شو چې اولادنو دې هم وپيژندلې! ) یو له هغو تکیه کلامونو څخه دی چې خاوند او میرمن یې په خپلو جګړو کې یو بل ته کاروي.

په ځينو کورنیو کې دا پيښه د مور او پلار په خوښه نه پیښیږي، بلکې مور او پلار د ماشوم شتون ته په نه پاملرنې سره  خپلې ستونزې د هغوی په مخ کې سپړي. په داسې پيښو کې ماشوم چې له مسايلو څخه د تحلیل او پوره درک ځواک نه لري، د خپلو عواطفو او شرایط پر اساس یا د شخړې د ختمیدو هیله کوي یا هم پرته له کوم دلیله د یوه لوري په طرفدارۍ لاس پورې کوي. کله لیدل کیږي چې په ځينو کورنیو کې ماشوم د مور یا پلار په پلوي د مقابل لوري په وړاندې نا مناسبه غبرګون ښيي. د بیلګې په ډول کله چې مور او پلار د ماشوم په مخ کې بحث کوي او خبره فزیکي برخورد ته رسیږي، ماشوم له خپل مور یا پلار سره سوړ چلند غوره کوي او په عامه اصطلاح زړه توری کیږي. کله چې له دې ډول کورنیو سره خبرې کیږي او غوښتنه ترې کیږي چې خپلې ستونزې او شخړې هغه وخت له یو بل سره وسپړي چې ماشوم حضور ونه لري. هغوی داسې ځوابونه لري:

پریږده چې ماشوم پوه شي چې په کور کې څه ستونزې شته

ماشومان خپله په هر څه پوهیږي

موږ له ماشومانو سره کار نه لرو په خپل مینځ کې مو بحث دی

موږ ماشومانو ته د دخالت اجازه نه ورکوو

خو کله کله  مور یا پلار یا دواړه د خپل ځان د حق په جانب ثابتولو، خپلې خبرې د تایید او د مقابل لوري د محکومولو په سبب له ماشوم څخه مرسته اخلي. د بیلګې په ډول مور په قهرجنه لهجه او نیش لرونکي  خبرو خپل خاوند ته وایي( یوازې زه نه وایم چې ته احساس او عاطفه نه لرې، هان ماشومان هم پوهیږي چې پلار یې څرنګه سړی دی. که باور دې نه کیږي له ماشومانو پوښتنه وکړه)

په ځینو کورنیو کې مور یا پلار یو د بل په غیاب کې ماشوم ته د مقابل لوري د بدیو او بد خوی په اړه غیبت کوي. په دې کورنیو کې ماشومان د مور او پلار د زړه د خواله په اوریدو سرګردانه او حیرانه کیږي او دا چې ځوک ریښتونی دی، په دې اړه یا بې تفاوته چلند کوي، یا د مسئلې د تحلیل د وړتیا نه درلودو له کبله د یوې خوا پلوي کوي. په هر حالت کې نه یوازې دا چې د میرمنې او خاوند ستونزه نه حل کیږي، بلکې د مور او پلار ځای د ماشومانو په ذهن کې کاواکه کیږي. او دا چې ماشوم خپله پیژندګلوي له مور او پلار دواړو څخه تر لاسه کوي نو په دې سره ماشوم خپله پیژندګلوي له لاسه ورکوي او له یوه سرګردانه شخصیت سره مخ کیږي.

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *