Categories

اعلان

Loading…

مارتین لوتر کینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول

پوهاند محمد بشیر دودیال

(د کینګ د ورځې د لمانځنې په مناسبت)

په  دې ورځو کې د امریکی متحده ایالاتو کې د لوترکینګ(Martin Luther King) د ترور د ورځې د یادښت په مناسبت او  د ده د ډیر عالی شخصیت او مدنی مبارزې درناوی کیږی.  لوترکینګ په نړۍ کې د مدنی حقوقو ستر مبارز پیژندل شوی دی. هغه  له تعصب، تشدد او ټولنیزی بیعدالتی سره بریالۍ مبارزه وکړه، په تیره بیا د ۱۹۵۰-۱۹۶۰کلونو په بهیر کی یې د نړیوالو پام خپل  شعار(زه یو ارمان “خوب” لرم) I Have a Dreamته را  واړاو. د ده  دغه انسانی خیال او خوب  ټولنیزه سوکالی، عدالت، زغم، تساند او تساهل وو، چې  بالاخره یې په مدنی ټولنو کې تحقق وموند.

دا هغه  مهال و چې په اسیا کې ګاندهی  او پاچا خان ( خان عبدالغفارخان) همدا داعیه چلوله، په افریقې کی نسلن ماندیلا هم د تور پوستو په وړاندې  د غیر انسانی تعصب او تبعیض په ضد پاڅیدلی و. 

اوس  مارتین لوترکینګ په توله امریکا او نړۍ کې د تور پوستو نامتو مبارز  او هغه ټولو ته ګران او خوږ نوم دی چې د نړۍ ادبیاتو کې د اتل په توګه  پېژندل شوی دی. هغه څیره چې په ۱۹۶۸م. کال کې یې له ترور څخه ورسته د دده د پلویانو له خوا داعیه نوره هم توده او ځلنده وساتل شوه. ، مارتین لوترکینګ دی، چې د خپلو خلکو د مدنی او سیاسی حقونو ستر مدافع او په دې برخه کې تر ټولو  بریالی اتل و، د زغم له لارې یې وکولای شول چې ځان خپل مقصد ته ورسوی.

 د غه په نړۍ کی خوږ نوم چی اوس ډیر ځایونه لکه ښوونځي، مدنی بنسټونه، علمی مرکزونه او نور  دده په نوم نومول شوی دی، د دې ښودنه کوی چی د عدم تشدد او زغم چلند یو انسانی، اخلاقی، معقول او د منلو وړ او بریالی کیدونکی چلند دی. نوموړی د یوه متعصب نظام په دننه کی د تعصب او تبعیض او ښکیلاک پرضد له زغم ډک ژوند وکړ. د دوی د سوانحو په لوستلو سره پوهیدای شوی چې زغم نه یواځې دا چې  د دوی د بریالیاتوب راز دی، بلکې د دوی د نیک شهرت او محبوبیت لامل هم دی.

په افریقې کې د نلسن ماندیلا خوب  ریښتیا شو، په امریکه کې د کینګ ارمان ترسره شو، هند کې د ګاندهی جی  درناوی کیږی، او ورځ تر بلې یې ارمانونه تحقق مومي، خو ایا د خان عبدالغفار خان خوب او خیال څنګه شو؟ 

له نیکه مرغه افغانان هم   دا ډول یو مشر لري، چې د خپل ملت لپاره  یې ارمان څه چې ارمانونه لرل. د بنو د تیرې اونۍ جلوس یې  د ارمانونو یو انځور و. هیله ده افغانان کولای شی چې د اړتیا پر مهال نړۍ ته خپل (کینګ) وروپیژني ، هغه  خان عبدالغفار خان دی، خو سوال دا دی: «آیا موږ کله د دغه لوی شخصیت په نوم کومه ورځ لرو؟ آیا موږ ترټولو زیات د تشدد قربانیان نه یو؟»

297 total views, no views today

1 comment

  1. ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi Reply

    سلامونه،
    زما په نظر ارواښاد باچا خان له ګاندهي سره یو ځای عدم تشډد مبارزه له مڼډیلا او لوترکینګ څخه مخکې د خدايي خدمتګاري په شکل پیل کړې وه .دا چې انګریزانو انډیا ته آزادي ورکړه خو پر پښتنو ،بلوچانو او افغانانو باندې ېې د تش په نامه (ازلام آبات او پوکسټین) پنجابیان له انګریز نه هم ظالم وتپل ، دا دی د مرحوم ولیخان ؛ او اوس د اسفندیار ولی او محمودخان اڅکزی په ملي عوامي پارټیو او د ځوان منظور پشتین د پشتون ژغورنې غورځنګ سره د لر او بر پښتنو افغانانو په بیدارۍ او هوښیارتیا سره پر مخ ځي او زما دعا داده چې: الله دې افغانستان، بلوچستان، فارسسستان، پنجابستان او نورو استان میستان ! ته داسې سوله او د تشډد ورکیدا راولي چې ولسونه د سلامتۍ سا وباسي او د نړۍ له مدني ملکونو څخه حساب شي او د بابا ګانو ،شهیدانو او په خاص ډول د رهبر باچا خان (خان بدالغفار خان ) روح آرام او تازه شي. آممیین ثم ربنا تقبل منا …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸