Categories

اعلان

Loading…

فاریاب، د طالبانو له سنګسار وروسته، پلار خپله لور قصابي کړې ده

تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: د فاریاب ولایتي اداره وايي، په دغه ولایت کې طالبانو یوه ښځه او یو طالب وسله وال د جنسي اړیکو د لرلو په تور وژلي دي.

د فاریاب ولایتي ادارې لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګرزیوان ولسوالۍ د غولبیان اوسېدونکې دغې میرمنې ورور په طالبانو کې و او کله چې نیول شوې، نو طالبانو سمدواره سړی هم راغوښتی او دواړه یې وژلي دي.

بلخوا د فاریاب امنیه قومنداني تاند ته وايي، وژل شوې مېرمن ۲۵ کلنه وه او دوه ماشومان یې هم درلودل.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، د دغې مېرمنې پلار د لور تر وژل کېدو وروسته د هغې د بدن غوښې ټوټې کړي او راځوړندې کړې یې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی ورکړی.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"5096c7bd-498c-44be-94d0-b3294187bb0b","recipients":885,"external_id":"d4592ea3-9ab8-547c-68b6-d404d7a8af89","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
885

2 comments

  1. ارمان Reply

    پلار یی دد پر څای چې لور یی تر وژل کیدو وروسته ټوټې ټوټې کړې وای باید له وړاندې یی تعقیب کړې وای چې لور یی کومې کړنې ترسره کوي وروسته یی ټوټې کول کومه ګټه نلري هسې ځان ښودل دي.

  2. ghafar Reply

    دا کار غیر اسلامي دی مرګ یې هلته رواده چې په سترګو یې ووینې چې تناصلي اله په تنا صلي اله کې ننوتی دی او ښځه او سړي دواړه متا هل دي
    او داکار امکان نلري هر څوک پټ کار کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸