Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د سویس مهم اقتصادي نړیوال کنفرانس ته ولاړ

تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: ولسمشر غني نن سهار د اقتصاد نړیوالې مجمع په ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ

په دې اړه له ارګه تاند ته رسیدلې خبرپاڼه وایي، ولسمسر اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د سویس هیواد داووس ښار ته روان شو.

ولسمشز غني به د سویس په کوربه توب د اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې مجمع رئیس او د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.

380 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"b74f8209-e6da-4aaf-80f4-6eb10aaf9105","recipients":885,"external_id":"84ef8c31-7fe7-d494-bdf8-33085293570d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
885

2 comments

  1. حضرت صالح زوی Reply

    د داووس ښار او د نړۍ اقتصادي مشرانو غونډې
    د داووس « Davos » ښار د سویس هېواد د ګروبوندان ایالت د پرتیګو\ دوو په برخه کې د لاندواسر سیندپه غاړه او د آلپ د غرونو په منځ کې پروت دی . د داووس ښار د سمندر له سطحې 1560 متره جګه سطحه کې واقع دی چې د اروپا د وچې له بحر نه تر ټولو لوړ او د ښې هوا لرونکی ښار دی.
    نفوس یې په 2009 کال کې 11248 تنو ته رسېده. مساحت یې 283.99 کیلومتره دی.
    تر 1971 زېږدیز کال پورې د داووس ښار یواځې د سکي لوبو له امله مشهور وو خو په همدې کال کې « کلاوس شواب ” Klaus Schwab ” » یو آلماني اقتصاد پوه او د ژنیو د پوهنتون استاد تصمیم ونیوه چې له سیاسونو نه لرې په یوه غلي او آرامه ځای کې د نړۍ اقتصادي مشران اواروپایی پانګوالان سره راټول شي .
    نوموړي استاد د غربي اروپا د شرکتونو 444 نفره رئیسان د اروپای مدیریت سمپوزیم ته ” European Management Symposium ” را دعوت کړل . د دوی هدف د اروپایی شرکتونو آشنا کول له امریکایی اقتصادی مدیریت سره وو. له دې وروسته د اروپایي مدیریت ټولنه اروپایی ” European Management Forum ” جوړه کړه چې همدا ټولنه په 1987 کال کې د خپلې کارې حوزې له پراختیا سره د نړیوالې اقتصادي ټولنې یا جهاني اقتصادي مجموعې په نوم تغییر وکړ او هڅه یې وکړه چې نړیوال اقتصادي مسایل او اختلافات سره حل وفصل کړي. دا ټولنه د نړیوالو اقتصادي شرایطو ښه والي ته ځان متعهد بولې او د سویس د فدرال شورا تر مشري لاندې د ملګرو ملتونو د اقتصادی او اجتماعي شورا یو غړی د ناظر په توګه شتون لري.
    د اووس د اقتصادي ټولنې کلنی غونډه هرکال د جنوري په میاشت کې جوړیږي چې د نړۍ شاوخوا 2500 سیاسي مشران ، منتخب روشنفکران ، د اقتصادی لویو شرکتونو رئیسان او خبریالان پکې شرکت کوي او د مهمو نړیوالو اقتصادي موضوعاتو په هکله بحث کوي.
    همدا راز دا ټولنه هرکال اته تر لسو نورې غونډې د نړۍ په نورو برخو کې جوړوي. د دوي عواید د حق العضویت او د غونډو د دایرېدو له مدرکه ترلاسه کوي.
    کوم انتقادونه چې پردې اقتصادی ټولنې کیږي ، هغه د سیاسیونو اختلافات دی چې د دې ټولنې په کلنیو غونډو کې پر یوبل یې کوي . له بلې خوا د نړۍ نژدې 85 ثروتمنده کسان د ټول جهان د 50 سلنې نفوس عواید او ثروت په لاس کې لري چې په تېرو درې لسیزو کې دا تفاوت لا زیات شویدی. په بله مانا د نړۍ د نفوس یوه سلنه خلک 110 تریلیونه دالرثروت یا د ټولې دنیا 44 سلنه ثروت په لاس کې لري. بې امني ، جګړي او ټولنیزتفاوتونه د نړۍ د اقتصادي بې ثباتۍ اصلي عامل دی.

  2. دورانی Reply

    ښاغلی ورور صالح زوی صاحب
    السلام علیکم!
    ډیره مننه ښه معلوماتی تبصره مو لیکلی وه، د داووس ښار او غونډی په اړه ښایی ځما په شان ځینی ورونه هم بی خبره وی، ستا لیکنی ورسره پور اشنا کړو.

    الله ج دې تاسی ته أجرونه درکړی.

    والسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸