Categories

اعلان

Loading…

د دولتي شرکتونو لخوا کابل کې یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانیو شول

تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: مالیې وزارت اعلان کړی چې د ګازو اونفتو دولتي شرکت به خلکو ته یو کېلو ګاز په ۵۰ افغانۍ ورکړي.

د ماليې وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، دا کار سر له اوسه عملي دی او د سرپرست وزیر همایون قیومي لخوا په ګډه جلسه کې دولتي نفت او ګاز شرکت ته ویل شوي چې خلکوته یو کیلو ګاز په ۵۰ افغانۍ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د یو کیلو ګازوبیه ۱۱۰ افغانیو ته لوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامه اړیکو مسوول جان اقا نوید تاند نته وویل، دا مهال د هیواد په دولتي شرکتونو کې نږدې ۲۰ زره ټنه ګاز ذخیره دي چې که و ارزول شي دافغانستان لپاره یوه ورځ هم کفایت نه کوي.

563 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"56eb47cd-7913-4f15-894f-5f8111a33262","recipients":886,"external_id":"9be48963-6288-d6a5-26b8-9a7586875d6f","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
886

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸