Categories

اعلان

Loading…

د پومپیو مرستیاله الیس ویلز ۴ ورځې پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله غږېږي

تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز پاکستان ته رسېدلې او څلور ورځې به د دغه هېواد ل مشرانو سره د امریکا- طالبانو د سولې د هوکړې په اړه بحثونه وکړي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، میرمن ویلز لومړی هند ته تللې او هلته یې له هندي چارواکو سره په دې اړه د قناعت وړ خبرې کړې دي او په پاکستان کې به یې هم ټول تمرکز په سیمه ییزو مسایلو د بحث تر څنګ افغان سولې ته ځانګړی وي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، داسې ښکاري چې د الیس ویلز د لیدنو او ملاقاتونو لیست اوږد دی ځکه نوموړط به د پاکستان د باندنیو چارو وزارت له چارواکو، د کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت او پوځي ادارو له مشرانو سره لیدنې کتنې وکړي چې تر ډېره به د افغان سولې او طالبانو په اړه متمرکزې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه له واشنګټن څخه اسلام اباد ته ګرځېدلی او بیا یې ځان قطر ته رسولی دی.

نوموړي په واشنګټن کې امریکايي مشرانو ته قناعت ورکړی دی چې په طالبانو یې د تاوتریخوالي راکمول منلي دي او دا به د سولې په برخه کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي.

448 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d5376ea9-2fb4-4b1a-adc8-b61babab2aae","recipients":886,"external_id":"74438c83-0943-f41b-0144-6dbe70c8c64a","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
886

1 comment

  1. گل محمد نوری Reply

    کله چی امریکا له پاکستان سره نظامی او مالی مرسته کوی(۳۳ میلیارده ډالر) نو لدی معلومیږی چی د دوی مرسته د پاکستان سره افغانانو د وژلو په معنا ده چی پداسی حالاتو کی د دوی امنیتی او ستراتیژیک تړون د اندیښنی وړ دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸