Categories

اعلان

Loading…

کابل؛ د جنایي جرمونو ګراف راټیټ شوی

نوید احمد څرک

وروسته له هغې چې کابل ښاریانو د جرمونو له زیاتیدو شکایت وکړ، کورنیو چارو وزارت ټول کابل ښار کې عملیات وکړل، ځینې تورن کسان یې ونیول او ځینې نور یا وتښتیدل او یا پټ شول.

د جنایي جرمونو زیاتیدو کې به د پولیسو د بې غورۍ موضوع هم وي، خو تر ټولو زیات لامل دا و چې خلکو له پولیسو سره همکاري نه کوله.

د خلکو له همکارۍ پرته هیڅ غل او قاتل نه شي کولی چې غلا وکړي، قتل وکړی او یا نور ډول جرمونه وکړي.

کله چې کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره عملیات وکړل، ورسره سم کابل کې د جنایي پېښو ګراف ۶۰ سلنه راټيټ شوی دی.

په دې عملیاتو کې د کابل ښاریان له پولیسو سره همکار و، هره ناحیه کې غله ځآیي خلکو ته مالوم، پولیسو پرې چاپې ووهلې، یا یې ونیول او یا له پولیسو سره نښته کې ووژل شول.

هغوی چې نیول شوي، عدلي او قضایي ارګانونو کورنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې په سزا به رسیږي.

یوه نیوکه چې د جنایي مجرمینو پرضد د خلکو له لوري کیږي، هغه دا چې تورن کسان یا سمدستي په اړیکو او پيسو خوشې کیږي او یا عدلي او قضایي ارګانونو کې د پیسو او اړیکو په اساس خوشې کیږي.

دا هم امکان لري چې د فساد او بډو له مخې ځینې کسان خوشې شي، خو دا هم له امکانه لیري نه ده چې مجرم بیرته بیا نیول کیږي، کله چې مکرر جرم وکړی.

له خپلو پولیسو سره همکاري وکړئ، پولیس جدي دي چې د کابل ښار وضعیت ارام کړي، خو دا چې تورن کسان د خلکو په منځ کې پټیږي، نو د پولیسو کار سختوي.

د خلکو مسوولیت جوړیږي چې د خپلو سیمو په تړاو پولیسو سره مالومات شریک کړي او هغه کسان د ۱۱۹ شمېرې له لارې پولیسو ته وپيژني چې سیمه کې ګډوډي جوړوي او عامه نظم خرابوي.

د ۱۱۹ شمېرې ګټه دا ده چې ستاسو هویت پټ ساتي او هيڅکله مجرمین نه پوهیږي چې پولیسو ته چا مالومات ورکړي دي.

د کابل ښار وضعیت باید ډاډمن شي، او دا وضعیت هغه مهال ډاډمن کیدلی شي، چې خلک له پولیسو سره یو ځای همکاري وکړي.

که نن یو بل څوک د غلو له لوري لوټل کیږي او تاسو یې ننداره کوئ، سبا همدا غل تاسو لوټي او بله ورځ بل څوک.

نو ښه دا ده چې همکاري وکړئ او له هغو کسانو د تل لپاره بې غمه شئ چې د کابل ښاریانو رواني امنیت یې هم ترې اخیستی دی.

233 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"ef322c04-f7ff-49d5-96b8-1a4bf9b31990","recipients":887,"external_id":"3c3befe1-fe59-830b-3996-8a13c082aafe","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
887

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸