Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر دوحې ته رسېدلی دی

تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې په درشل کې په یو ناڅاپي سفر قطر ته رسېدلی دی.

نوموړي په دوحه کې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره کتلي او داسې ویل کېږي چې طالب سیاسي مشرانو سره به هم وګوري.

د پاکستان اکسپریس ټریبیون انګلیسي ورځپانې ویلي، ښاغلي قریشي له خپل قطري سیال سره په افغان سوله او په دې برخه کې د اسانتیاو په برابرولو خبرې کړې دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې له لسیزو روانه افغان جګړه ختمېدو ته نږدې شوې ده.

قریشي د سولې په پروسه کې د قطر د همکاریو ستاینه کړې او طالبانو ته یې د دفتر له ورکولو هم مننه کړې ده.

ښاغلی قریشي په داسې حال کې قطر ته تللی او د پردې تر شا به له طالب مشرانو سره هم وګوري چې دغه ډله له زلمي خلیلزاد سره د سولې هوکړې ته نږدې شوې ده.

819 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"cf6cbc9f-3933-49e4-bd31-9e21653ed986","recipients":887,"external_id":"8bf5eb17-430b-e38f-6ff5-bb80616d0ebd","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
887

3 comments

  1. babrak Reply

    له شیطانه تمه مه کړه د نیکیو
    هر قدم یې ور حساب کړه په بدیو
    امریکا ،روس او پنجاب کی توپیر نه شته
    ملایان یې بدل کړي په ملیو
    چې حرم ته دې بد ګورې سر یې غو څ کړه
    قریشی بیا ملا تړلې د ورانیو
    دا مسلم تر کافرانو لا کافر دی
    طالبان کړي ورځنې تمه د ښادیو
    د وطن د شمن سره چې څوک دوستي کړي
    ما ببرک ته حساب نه دي په سړیو

  2. ګل محمد نوری Reply

    همدارنګه الیس ویلز پاکستان سفر لری یعنی هغه پاکستان ته راغلله چی قریشی ووینی مګر قریشی ترینه قطر ته تښتیدلی

  3. اجمل Reply

    دا عجيبه ده چې پاکستان دقطر نه مننه کوی دطالبانو ددفتر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸