Categories

اعلان

Loading…

کرزي، د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو د ناستې له برابرولو مننه کړې

تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له خاص استازي سره د افغانستان په سوله لیده کاته کړي دي.

د حامد کرزي دفتر تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی کرزی دا مهال د هند رای سینا کنفرانس ګډونوال دی او له ضمیر کابلوف سره یې د سولې پروسې په اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي کرزي په دې لیدنه کې د مسکو د ناستې جوړولو له کبله له روسیې مننه کړې چې د بین الافغاني ناستې لپاره یې زمینه سازي کړې وه.

حامد کرزی دا مهال هند ته تللی اوهلته یې د جرمني له باندنیو چارو وزیر سره هم د افغانستان په سوله خبر کړې دی.

بلخوا ضمیر کابلوف هغه کس دی چې د افغانستان د سولې په رابطه یې نظر زهرجن بلل کېږي او ویل کېږي چې همدغه کس له مسکو سره د طالبانو رابطه جوړه کړې چې اوس یې یو شمیر سیاسیون هم په افغانستان کې خپل کړي دي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"338e972b-5faf-4ebc-9a9d-a59e3b4ab976","recipients":889,"external_id":"e2acc9a2-12cd-a148-6e81-784d087eef51","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
889

2 comments

  1. ش Reply

    په خواشنۍ سره باید وویل شي چې کرزی د خپل هېواد او هېوادوالو او ملي ګټو پرضد تل منفي کارونه کوي. د دوي دا بې ځایه اقدامات به د تاریخ په تورو پاڼو کې وراضافه شي.

  2. هارون حسین خیل Reply

    حکومت، سیاسون او امریکا یوازي عوام دهوکه کوي او کله قطر، دوبۍ، ایران، روسي، جرمني، پاکستان او نورو هیوادونو ته سفرونه کوي او ورته وایی چی مونږ سره په سوله راوستلو کښي مرسته وکړۍ، دسولی اساسي شرطونه لکه بین الافغاني تفاهم او ټولي خفه، راضي داخل او خارج یوه افغاني اجماع رامنځ ته کړي او په یوه خوله، اتفاق او اتحاد سره په بین الملل کښي خپل دریځ او تګلاره واضحه کړي، ایران، پاکستان، عربان، روس او امریکا ټولو ته ووایی چی مونږ له جنګ او جګړو ستړي او سوله کوو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸