Categories

اعلان

Loading…

حکمتیار: امريکایانو طالبانو ته نوي شرطونه ایښی دي

تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د سولې معاهده به ډېره مخکې لاسليک شوې وه، خو امريکایان طالبانو ته نوي شرطونه وړاندې کوي چې له کبله یې د هوکړې لاسلیک ځنډېدلی دی.

ښاغلي حکمتیار نن په کابل کې یوه غونډه کې ویلي، امريکایانو له طالبانو غوښتي چې خپل مناسبات له ایران سره قطع کړي او په افغانستان کي د یو شمېر امريکايي ځواکونو له پاتې کېدو سره توافق وکړي.

ښاغلي حکمتیار ویلي امريکایان باید په افغانستان کې له پاتې کېدو ډډه وکړي.

د حزب اسلامي مشر له طالبانو غوښتي چې د بهرنيانو تر څنګ له افغان لورو سره هم روغه جوړه وکړي.

1,506 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"da25a963-812e-440d-a2f0-9ac1ec0e8624","recipients":890,"external_id":"b13ee919-f826-f003-7170-fb9b2c9178ed","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
890

4 comments

  1. فیض Reply

    ستا دي کولمې پري سي داسي څوک نه وو چه تاته یې د روغي جوړي مشوره د شهید نجیب د حکومت سره درکړې وای.
    خو افسوس چه د ځان اختیار دي نه درلود اونه یې تر ننه پوري لرې.
    بې شرمي او بې حیایی هم یو حد لري هغه حدونه .دي ټول مات کړل

  2. دورانی Reply

    آیا ښاغلي حکمتیار په رسنیو کی ځان مطرح کوی اوکه بل څه شته؟ ?

    ښاغلي حکمتیار یا خوب وینی، یا نجومی دی، یا د طالیبانو د کوټی شورا خاص غړی دی، یا د پنجابستان د ای اس ای غړی دی او یا خاص د امریکایانو سره پټ راز او یا جاسوس دی، که داسی نه وی نو حکمتیار د کوم چینل څخه خبر شو چه داسی خبری کوی.
    امید دی چه دښاغلي حکمتیار د دغه خبرو په هکله د ملی امنیت چارواکی د هغه څخه پوښتنی او تحقیقات شروع کړی.

    والسلام

  3. غمی Reply

    حکمتيار نه کوم سياسي شخصيت ده او نه افغان دوست ده ټول عمر يي د پريو په غلامي ، د افغانستان په وراني او د افغانانو په قتل عام.کي تير شوي
    دی اوس خپل خوبونه د رسنيو له خوا د شريکولو په هڅه کي دی

  4. ګل محمد نوری Reply

    کله چی حکمتیار د افغانی اسعارو په اړه (افغانی بانک نوټونو) په اړه اعلامیه خپره کړه چی په خپلو بانکی حسابونو کی د افغانیو پرځای کالداری او ډالر وساتی نو معلومه خبره ده چی پاکستان سره نږدی اړیکی لری نو کله چی طالبان د سولی په اړه او راتلوونکی لس ورځنی اوربند او شخړو د کموالی په اړه پاکستان ته سفر کوی نو معلومه خبره ده چی سوله او جنګ د پاکستان د پوځ او استخباراتو په لاس کی ده چی امریکا پخپله ددی جګړی د تمویل لپاره په ۱۸ کالو کی ۳۳ میلیارده ډالرو څخه زیاته مالی او نظامی مرسته کړی ده

    او همدارنګه سیاسی ملاتړ یی برتانیه او چین کوی چی د اوسنی جګړی نظامی او مالی مرسته روسیه او ایران هم کوی چی زیاتره رسانیو ورباندی مستند راپورنه هم جوړ کړل مګر تر نن پوری حکمتیار د هغو پښتنو چی تیره ورځ یی په بنو کی د خپلو اولادونو په اړه خپل غږ پورته کړ خپل حمایت اعلان نکړ نو موږ څنګه ووایو چی دا افغان ولس په درد خوړل کیږی بی لدی چی پښتنو په وژلو کی ښکیل وو ځکه همدی حکمتیار په پیښور کی زیاتره هغه سیاسی او عملی کدرونه چی له افغانستان څخه پاکستان ته مهاجر شوی وو په مرموز ډول وژلی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸