Categories

اعلان

Loading…

د استاد بېنوا یاد | خبیب علي

شپږ دېرش کاله دمخه په همدې ورځ (د جنوري ۱۱مه، ۱۹۸۴ز) د امریکا په نیو جرسي ایالت کې استاد عبدالروف بېنوا وفات شو. استاد بېنوا د پښتو ادب له نوښتګرو لیکوالو او شاعرانو څخه و. د پښتو او پښتنو د حق غوښتنې لپاره د دوی مبارزې د هېرولو نه دي. د کتابونو شمېر یې تقریبا اویاوو ته رسېږي. استاد په نثر او نظم دواړو کې پښتو ژبې او ادب ته ډېر څه ورکړي دي. زموږ د نوي ادب بنسټ هم مرحوم بېنوا او ورسره نورو لویو لیکوالو ایښی دی. د استاد ډېر نظمونه په نوو قالبونو کې ویل شوي دي. دې نوو قالبونو ته یې په دومره عالي طريقه الفاظ او کلمات ور داخل کړي چې سړی ورته حیران پاتې شي. جالبه دا ده چې د استاد هر نظم ځانګړی وزن او موسیقي لري چې که په ترنم کې وویل شي، خوند یې لا ډېرېږي. زه چې د مکتب شاګرد وم، د استاد “خدایږو د ژړا یمه” نظم مې د سهارني لین پر سر په یوه ملګري باندې زمزمه کړ. دې نظم په زده کوونکو دومره اثر وکړ چې ښه ډېره شېبه یې ورته لاسونه وپړکول. د دې خاطرې نه زما منظور دا و چې د مرحوم بېنوا نظمونه د بنګال او هند تر جادوګرو هم ډېر جادو کوي او نېغ په زړه لګي.

خبیب علي

استاد بېنوا چې په کوم دور کې اوسېده، هغه د پښتو ادب زرین دور و. لوی لیکوال او شاعران په کې ژوندي وو. د ادب په ګڼو برخو کار روان و او پنځونې په کې کېدلې. تنقید او د ادبي اثارو ارزونې هم چټک ګامونه اخیستل. په هغو کلونو کې به چې هر اثر چاپېده، لیکوالو او د نظر خاوندانو به پرې تبصرې کولې، هر اړخیزه جایزه به یې اخیستل کېده. ښه مثال یې په «اوسني لیکوال» باندې د ګڼو لیکوالو نظرونه دي. په «پټه خزانه» باندې د برو او کوزو پښتنو لیکوالو تنقید هم د یادونې دی. اوسني لیکوال، پرېشانه افکار، د ګیتانجلې ژباړه، ادبي فنون او د افغانستان نومیالي د استاد بېنوا مشهورو اثار دي. مرحوم بېنوا د کابل په ادبي انجمن، ولسي جرګه، پښتو ټولنه، د مطبوعاتو په ریاست او د ډیلي، قاهرې او لېبیا په افغان سفارتونو کې دندې اجرا کړې دي. د رسمي دندو په دغه اوږده بهیر کې تر وزارته هم رسېدلی خو د پښتو او پښتنو له خدمته یې په یوه حالت کې درېغ نه دی کړی.

د مرحوم بېنوا شعرونه له ادبي مزایاوو سره سره سیاسي رنګ هم لري. د استبداد او مطلقیت غندنه او سیاسي بغاوت د پردېس شوي بېنوا د شعر نور اړخونه دي. استاد نه د زمانې جبر ته تسلیم شوی او نه د وخت کوم سیاسي کشمکش یې خیال و فکر اغېزمن کړی دی. په شعر کې یې د خط و خال د ستايلو پرځای ډېره ترجیح کار او زیار ته ورکړې ده. اکثره شاعران یوازې خیال و تصور انځوروي او د لوستونکو ذوق خړوبوي، خو استاد مو پر اغزنو لارو بوځي او د ژوند هغه مخ راښیي چې لا مو لیدلی نه دی. شاعران چې کله شعر لیکي نو ځان بیانوي او د ماحول و چاپېریال غوښتنو ته چندان ارزښت نه ورکوي خو مرحوم بېنوا که ځان هم بیانوي نو یوه اجتماعي ښېګڼه یې په نظر کې نيولې وي. د استاد تقریبا هر شعر د وخت اړتیاوو ته په کتو لیکل شوی او د څاڅکي پرځای په کې د درياب رنګ غالب دی. استاد د فرد پرځای اجتماع او ټولنې ته اعتبار ورکوي او د ځان پرځای د جهان غم خوري. منثور اثار یې هم د اجتماعي مسایلو نه ډک دي. د غفلت له خوبه د پښتنو راويښول یې د شعر بله موضوع ده. استاد ګڼ ځایونه د لټۍ او تمبلۍ پر ضد غږېدلی او پښتانه یې تحرک او کار ته هڅولي دي.

د شهکارو نثرونو لیکوال استاد اسدالله غضنفر د خپل پلار، مرحوم استاد پسرلي په حواله لیکي: کله چې استاد بېنوا وزیر شو، نو یارانو دوستانو ته یې وویل چې د وزیر صیب پرځای یې بېنوا وبولي. دلیل به یې دا وایه چې وزارت پردی منصب دی، بېرته ترې اخیستل کېدای شي خو بېنوا یې خپل نوم دی، څوک یې ترې نه شي اخیستلی. د استاد بېنوایي او تواضع او له قدرت و منصبه استغنا له دې مثاله ښه څرګندېږي. که استاد په رنګ و صورت د موډرنې نړۍ انسان ښکاري نو په زړه دننه یې د ملنګۍ او خاکسارۍ دنګې ماڼۍ ابادې دي. د پرېشانه افکارو ګڼ بیتونه د زمانې له خود غرضیو او ناکامو ارزوګانو نه د ستړي والي اظهار کوي.

استاد په ۱۹۱۳ز کې د کندهار د علیزو په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی و. ادبي ژوند یې د ځوانۍ په کلونو کې پیل کړی او د عمر تر اخره یې د پښتو د ودې لپاره زیار ویستی. د استاد عبدالباري جهاني په حواله مرحوم استاد عبدالروف بېنوا د ۱۹۸۴ز د جنورۍ پر یوولسمه د امریکا د نیو جرسي په ایالت کې وفات شو او هملته خاورو ته وسپارل شو. په پښتو ویکیپېډیا کې یې د هدیرې او قبر پته هم شته.

وایي پښتانه د مړو قدر کوي، خو د پښتو ژبې د دغه زعیم تابوت هېچا وطن ته را نه وړ او لا هم له وطنه لېرې د امریکا د شډلو ماڼیو په منځ کې پروت دی او د وطن د بیا لیدو په تمه شپې سبا کوي. دغه وصیت یې د عمر په وروستیو کې د هغه قام په نوم پرېښی چې خپله دنګه ځواني یې ورته په خدمت او چوپړ کې خاورې کړه خو دوی یې لا د وروستي وصیت په اړه هېڅ فکر نه دی کړی او شاید ډېر ترې لا خبر هم نه وي.

د بېنوا وصیت

افغانانو تر سر تېرو توریالیو

قهرمانو، هیوادپالو، هوډیالیو

دا سر کښه توپانونه چې بیا اېل کړئ

یاغي سوې فتنې بیا په امن ښکېل کړئ

چې مو واک د خپلې مېنې بېرته خپل سي

خپل مو کور، خپل مو وطن، خپل مو بورجل سي

چې ټغر د استعمار له ملکه ټول سي

خپل مو امر، خپل مو حکم، خپل مو بول سي

ستاسې خپلې ادیرې خپلې دېرې سي

د پردو د استعمار منګولې پرې سي

چې راټول پر خپل نغري بیا افغانان سي

افغانان د خپلې خاورې خاوندان سي

پرهارونه د وطن لږ څه ملهم سي

وران کارونه د وطن لږ سره سم سي

چې د روس د غارتګرو وطن خلاص سي

د ماسکو پر لوټمارانو مو بر لاس سي

چې د خرو لښکرو شوم قدم تر شا سي

بېرته دا کنډواله کړی وطن ستا سي

چې مو کله هغه سر ځوړند په دار کړ

چې وطن یې د کرملین تر ګټو جار کړ

چې مو کله د غادرو مخان تور کړل

دا جګ سري مو ذلیل، رسوا، نسکور کړل

چې بیا بېرته مستقل افغانستان سي

کالخوایي د خپل وطن بیا د افغان سي

زما هډونه به در وړئ و خپل وطن ته

مړ بلبل به رسوئ و خپل ګلشن ته

ښخوئ به ما په پاک افغانستان کې

د پروټو ننګیالیو په جهان کې

زما پر قبر به لیکئ زلمیو دا

دلته ښخ دی پردېس سوی بېنوا

یادښت: د استاد بېنوا وصیت د لیکنې د طوالت له کبله لنډ ولیکل شو.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"e015b0f6-6027-440c-b189-b6384d8a98bf","recipients":892,"external_id":"11d74890-9c82-ce13-0018-f578b3ca1633","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
892

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸