Categories

اعلان

Loading…

جګړه| حیات الله ستانکزی

  نن مې په بګرام زندان کې د کورنۍ له یو غړي او ملګري سره د سره صلیب په مرسته د تیلفوني خبرو اترو ورځ وه، د سهار ۷ بجې او څو دقیقې وې چې د کابل ښار د شهر نو په سیمه کې مې ځان د سره صلیب دفتر ته ورساوو ، لمر تازه خپلې وړانکې خورې کړې وې، خو د کابل په ګردجنه هوا کې چندان تودوخه او رڼا نه احساسېده، ما فکر کاوه چې شاید زه به په هغو لومړیو کسانو کې یم چې ورځم، خو نه کله چې هلته ورسیدم تر سلو زیات کسان ولاړ ول، ماشومان، ښځې او سپین ږیري، په څیرو کې غم، درد او خوشحالي احساسېدله، ځینې بګرام ته د مخامخ خبرو لپاره تلل او ځینې یې لکه موږ همدلته د تیلفون له لارې غږیدل، ما هر ماشوم ته،  هر سپین ږیري ته ځیر ځیر کتل د هغوی څیرو ډیرې خبرې لرلې، د هر یوه په زړه کې کتاب کتاب خبرې او د روان وحشت کیسې پرتې وې، خو د اوریدلو لپاره یې څوک نه وو، چا په کلونو خپل زوی نه وو لیدلی او د ژوندانه بار یې ملا ماته کړې وه، او چا بیا په کلونو خپل پلار نه وو لیدلی او چا ورته نوي بوټان او نوې جامې نه وې آخستې او دا هر څه ښکاره لیدل کیدل، څنګ ته مې تقریبا د ۱۳ کالو ماشوم وو، له شلیدلو جامو او تورو وچو او چاودیدلو لاسونو یې ښکاریده چې په کم عمر کې ډیرو دردونو او ګړاوونو زورولی، زړه مې غوښتل چې غیږ کې ونیسم او په چغو چغو ورسره وژاړم، خو بیا هم د جهالت په جامه سمبال غیرت اجازه رانکړه او دا مې شرم وباله ، ماشوم سره مې لنډې خبرې وکړې پنځه کاله وروسته د پلار لیدلو ته روان وو او څنګ ته یو سپین ږیري له هر یوه څخه د سولې د خبرو اترو پوښتنه کوله ، خبرې څنګه شوې اوربند به وشي کنه ؟ بندیان به خوشې شي کنه؟ هغه پوهیده چې د حل یواځنۍ لاره سوله ده او بس  ……. بګرام ته تلونکي لاړل او زمونږ د تیلفون نوبت هم راورسید، بندي مو د خپل د صحت ډاډ راکړ، او تر ټولو په زړه پورې او هیله بښوونکې خبره یې داوه چې ماشومان خو مکتب ته ځي؟ فلانکی څوم نمره شو ؟ او فلانکی څوم نمره؟ د تیلفون وخت خلاص شو، له دفتر څخه راووتم ، سل ډول فکرونه را سره شول، تر کومه جګړه ؟ کله به مونږ له دغه حالته خلاص شو ؟ پیاده روان ووم چې د ایمرجنسي روغتون مخې ته را ورسیدم، د روغتون مخه هم ډکه وه، دلته هم داسې وارخطا او رنګ الوتي خلک ولاړ ول چې تا به فکر کاوه چې روح ورڅخه الوتی او دا به بې روحه مجسمې وي، ملامت هم نه ول ، ځکه دلته د جګړې ټپیان را وړل کیږي ، دلته څوک پښه له لاسه ورکوي او څوک خپل لاسونه او څوک د تل لپاره له دې دنیا څخه کډه بار کړي او د ژوند وروستۍ شیبې دغه روغتون کې تیرې کړې، ما د هغوی درد احساس کاوه، ځکه همدلته مې د کورنۍ د یو غړي پښه قطعه شوه، هماغه شیبې مې لکه فلم یوه یوه تر سترګو تیره شوه، روان شوم خو نه پوهیدم چې چیرته ځم…….. لویه خدایه زندانونه او ایمرجنسي روغتونونه په موږ ډګ شول او پوهنتونونه او ښوونځي په نورو 

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0c4fcf36-6196-4c9f-90a6-ec11e3d94f95","recipients":0,"external_id":"f6872fb9-8d3d-f923-c18f-51568f4c0a2d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
0

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸