Categories

اعلان

Loading…

بيولوژیکي وسلې څه دې؟ | نګین کرګر

ویروس، باکتریا، توکسین یا زهریات، فنګس چې انتاني ناروغۍ یا زهري مواد تولیدوي، بیولوژیکي وسلې بلل کیږي. بیولوژیکي وسلې، اپیدیمي (هره هغه ساري او غیر ساري ناروغي چې د انسان روغتیا ګواښي) او مرګونه رامینځته کوي، خو د یوې سیمې د ودانیو د زیان لامل نه ګرځي. 

د بیولوژیکي وسلو دا ‌‌‌‌‌‌ډولونه د تروریزم لپاره کارول کیږې: لکه ـ  باکتریا، انتراکس، هغه مایکرو ارګانیزم چې د یوې بلې حجرې په مینځ کې تکثر کوي لکه: محرقه، ویروس چې کچه یې له باکتریا څخه سل ځله کوچنۍ ده. فنګس چې د غله دانو دې له مینځه وړلو لپاره کاریږي. همدارنګه هغه زهر چې د حشراتو لکه مارانو او لړمانو څخه ترلاسه کیږي.

بیولوژیکي وسلې په ارزانه بیه جوړیږي او له هوا نه د مایع ذراتو په بڼه په یوه سیمه کې پاشل کیدای شي.

د ځان خوندیتوب د ساتلو یواځینۍ لاره یې دا ده چی: ماسک واغوستل شي او تنفسي سیستم ته د ذراتو او باکتریاوو د ننوتو مخنیوی وشې. کله چې بیولوژیکي وسلې پر ډي ان ای اغېره وکړي، انسان شنډوي. زیاتره وخت د اپیدیمي او مرګ لامل کیږي.

 عام وګړي د بیولوژیکي وسلو له اغېزو، د عامه پوهاوي او واکیسن له لارې ژغورل کیدای شي. د بېلګې په توګه: د چیچیک اپیدیمي (ناروغۍ) د مخنیوي لپاره باید، د یوه هېواد په کچه پوره واکسین موجود وي.

 دا پوهاوی د ۲۰۱۱ کال یا ۱۱/۹ تر پېښې وروسته دود شو. هغه وخت ګومان کیده چې د انتراکس مکروب خپور شوی.

بیولوژیکي وسلې د ناروغیو له خپرولو پرته، وېره او ترهه هم خپروي چې، ډيری وخت د عصبي ناروغیو لامل ګرځي. په بیولوژیکي وسلو یو ککړ کس کیدای شي چې: په یوه وخت کې له څو ناروغیو سره مخ شي. یا د یوې سیمې ‌‌‌‌‌‌ډېر شمیر خلک په اپیدیمي اخته شې.

بیولوژیکي وسلې، په لومړۍ نړیواله جګړه کې، جرمني د دښمن د آسونو دې له مینځه وړلو لپاره وکارولې.

فرانسې په 1920 کال کې د بیولوژیکي وسلو پروګرام رامینځته کړ. همدارنګه نورو هېوادونو لکه: روسیې، جاپان، کاناډا او برتانیا هم دا کار وکړ. جاپان یواځینی هېواد و چی:بیولوژیکي وسلې یې په دوهمه نړیواله جګړه کې په چین کې وکارولې. 

د 1972 په اپریل کې (د جینیوا تړون 1925) پر بنسټ د بیولوژیکي وسلو پر تولید  او کارولو بندیز ولګیده.

القاعده هڅه کړي وه چې: د سپتمبر په یولسم 2011 کې دغه وسلې وکاروي خو ویي نکړای شول. په دی اړه، سي آی ای د ډاکتر ایمن الظواهري په کمپیوټر کې مالومات موندلي وو. ده لیکلي وو چې:

بیولوژیکي وسلې په ارزانه او اسانه توګه جوړیدلی شي او مونږ کولای شو چې: جوړې یې کړو. همدارنګه ګومان کیږي چې د القاعده په شمول نورو تروریستي شبکو لکه پي کې کې، حماس، تامیل او په کشمیر کې وسلوالو ډلو له دغسې وسلو کار اخیستی وي.

 د بیولوژیکي وسلو قانوني محدویتونه دا دي چې: په کال 1989کې پر دغو وسلو بندیز د تروریزم ضد قانون کې د یوې مادې په توګه ځای کړل شو.

دبیولوژیکي وسلو جوړول په خورا اسانۍ ترسره کیږي او لګښت یې هم کم دی. آن ویل کیږي چې د مکروبونو جوړول د مستو د تومنه کولو غوندې دی. په ټوله نړۍ کې 1200‌‌‌‌‌‌ډوله بیولوژیکي وسلې موجودې دي. په بیولوژیکي وسلو کې یو هم انتراکس دی چې نږدې نوي سلنه د مرګ سبب کیږي. چیچیک یا سمال پاکس هم یو ساري مکروب دی  چې: دېرش سلنه مرګونه یې د واکسین په ذریعه کنترول کیدای شي. 

د بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو توپير په تېره مقاله کې موندلی شئ. 

801 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d28a0166-ad1a-4bd8-8a4b-c5d85b408e15","recipients":909,"external_id":"345a705d-52ae-4d55-68ed-dfe3bdf6c575","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
909

1 comment

  1. Negeen Reply

    The year is not 2011.it is a mistake the year above must be 2001 . Thanks
    Negeen

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸