Categories

اعلان

Loading…

په نړۍ کې د تمباکو د استعمالوونکو شمېر په کمېدو دی

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۸) د روغتیا د نړیوالې ادارې په تازه راپور کې ښودل شوي چې په نړۍ کې د نارینه وو په منځ کې د تمباکو استعمال مخ په کمېدو دی.

دا راپور وايي چې د خلکو د روغتیا او ژوند لپاره د حکومتونو هلوځلو ګټه کړې ده.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، دا لومړی ځل دی چې د تمباکو استعمال ته د خلکو لېوالتیا مخ په کمېدو ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې په راپور کې، چې پایلې یې نن (پنجشنبه) خپرې شوې، څرګندېږي چې له سیګرېټو څخه د خلکو د ژغورولو لپاره د حکومتونو په مشرۍ هڅو څنګه ګټه کړې ده.

راپور وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې په مجموع کې په نړۍ کې د تمباکو استعمال لږ شوی دی.

د نړیوالې روغتیا ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۰۰ م کال کې ۱ ملیارد او ۳۹۷ ملیون تنو تمباکو استعمالول خو په ۲۰۱۸ م کال کې د تمباکو د استعمالوونکو شمېر یو ملیارد او ۳۳۷ ملیون تنو ته رالږ شوی دی یعني په مجموع کې نژدې ۶۰ ملیون تنو له تمباکو لاس اخیستی دی.

خو د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په یاده موده کې لا ډېرو ښځو تمباکو ته شا کړې ده.

په ۲۰۰۰ کال ۳۴۶ ملیون ښځو تمباکو استعمالول خو په ۲۰۱۸ کې د تمباکو د کاروونکو ښځو شمېر ۲۴۴ ته راټیټ شوی چې تر دوه زرم کال سل ملیونه لږې دي.

خو له دې سره سره چې تر ۲۰۲۵ پورې د دولتونو هدف دا دی چې د تمباکو استعمال دېرش سلنه کم شي، لا هم داسې نه ښکاري چې دا هدف به ترلاسه شي.

د اوسني پرمختګ له مخې، داسې ښکاري چې تر ۲۰۲۵ پورې به د تمباکو استعمال په سلو کې تر ۲۳ پورې کم شي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې پر اساس حاضردمه یوازې ۳۲ هیوادونه له دېرش فیصده هدف سره سم پرمخ روان دي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په ۲۰۱۸ م کال د ۱۳ او ۱۵ کلونو ترمنځ شاوخوا ۴۳ ملیونه ماشومانو تمباکو استعمالول چې د هغو په منځ کې ۱۴ ملیونه نجونې او ۲۹ ملیونه هلکان وو.

راپور وايي چې په اسیايي هیوادونو کې د تمباکو استعمال ته لېوالتیا ډېره ده خو په اروپا او په ځانګړي ډول په لوېدیځه اروپا کې د تمباکو استعمال مخ په کمېدو دی.

هر کال تر ۷ ملیونه ډېر کسان د تمباکو د استعمال له کبله مري.

676 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"603f5b2e-e92c-4b22-94f7-e1e2f7c53cfd","recipients":915,"external_id":"4295a624-b9e6-9913-570b-85f7dece44c0","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
915

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    که د تنباکو معتادین له سګرت څکولو ځان خلاص نه کړي ، تنباکو به دوی هغې دنیا ته ورولېږي او ځان ته به د دوي له شره نجات ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸