Categories

اعلان

Loading…

د قیصاري د نیولو لپاره د خاصو ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات روان دي

 تاند، یکشنبه د قوس ۲۴مه: د بلخ امنیتي چارواکي وایي، د نظام الدین قیصاري د نیونې لپاره د ځانګړو ځواکونو عملیات روان دي او تر اوسه د هغه په کور کې اووه مړي موندل شوي دي.

 بلخ ولایت یو شمېر سرچینې وايي، افغان ځواکونو د نظام الدین قیصاري  د نیونې لپاره هوايي عملیات هم پیل کړي دي.

 د بلخ د ولایتي شورا یو غړی محمد امین دره صوفي وايي، د افغانستان د هوايي ځواکونو څرخکې د قیصاري د کور شاوخوا ګرځي او داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې یو شمېر ځواکونه د هغه کور ته هم ننوتي دي تر څو یې ژوندی ونیسي.

 نوموړی وايي، څرخکو د قیصاري په پټنځای د باغ شهر کمال سیمه کې څو توغندي هم توغولي دي.

 تر اوسه د قیصاري د پلوي ملېشو له منځه د پنځو کسانو او د امنیتي ځواکونو د ۴ کسانو د ژوبلېدو راپورونه ورکول شوي دي خو تایید شوي نه دي.

 دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم بیا د امنیتي ځواکونو او قیصاري تر منځ د منځګړیتوب لپاره عنایت الله بابر فرهمند او ورسره د ملي جنبش ګوند یو پلاوی بلخ ته استولی دی.

 د جنبش ګوند غړی بشیر احمد تینج وايي، دا پلاوی د وضعیت د لا خرابتیا د مخنیوي او د حالاتو د کنټرول لپاره سیمې ته استول شوی دی، چې د ازبکو قومي مشران هم په کې دي.

 خو داسې راپورونه هم ورکول شوي دي چې جنرال دوستم تېره ورځ پخپله په بلخ کې و او همغه د قیصاري د نیولو امر ورکړی و.

پر قیصاري د عامه وژنې، زورواکۍ، غصب او باج ټولونې تورونه دي چې حکومت ته یې له دغو ټولو شیانو څخه د لاس په سر کېدو ژمنه ورکړې وه.

1,401 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"e6482170-5ace-4847-a978-014e4a44c917","recipients":918,"external_id":"a271b82c-5e24-d465-9376-0462072a3592","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
918

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸