Categories

اعلان

Loading…

سبا په ۱۹۸ ولسوالیو کې د پولیو واکسینو اخري کمپاین پیلېږي

تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، سر له سبا دوشنبې څخه په ټول هېواد کې د نږدې شپږ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسین وروستی فرعي کمپاین پيلوي.

وزارت په دې اړه تاند ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هېواد په ۲۱ ولایتونو ۱۹۸ ولسوالیو کې به دا ځل کمپاین کې ۵ میلونه او ۹۰۰ زره ماشومان واکسین کړي، خو په وینا یې چې ډېر تمرکز به یې په جنوبي ولایتونو وي، ځکه په سږني ۲۰۱۹ کال کې تر ټولو زیاتې د پولیو پېښې په جنوبي سیمو کې شوې دي.

 د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په ټولو هېوادوالو غږ کړی چې د پولیو د خاتمې لپاره دې د دغه کمپاین سره په لرې پرتو سیمو کې پوره مرسته وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت دوه میاشتې وړاندې هم د میزان په ۲۲مه په ۳۲۴ ولسوالیو کې اته نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسینو کمپاین ترسره کړی و.

ویل  کېږي، سږ کال په ټول هېواد کې د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې شوې دي، چې ۹ یې په ارزګان، ۵ یې په هلمند، ۴ په کندهار، ۲ په پکتیکا، ۱ په کونړ، یوه په بادغیس، یوه په بغلان او یوه په ننګرهار کې ثبت شوې ده.

 تېر کال په افغانستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۲۱ ته رسېده، پاکستان، افغانستان او نایجریا یوازني درې هېوادونه دي چې پولیو ناروغي لا هم په کې د ماشومانو ژوند ګواښي.

271 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"52dd3f93-c8e3-48aa-b05f-a2b29ce0722f","recipients":918,"external_id":"0fcac8e5-7cee-2d4f-2f9f-dbf937127377","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
918

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸