Categories

اعلان

Loading…

ملي امنیت نیمروز کې د طالبانو یو چریکي ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده

تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د ملي امنیت ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو د چریکي بریدونو یوه لس کسیزه شبکه نیولې ده.

 ملي امنیت په دې اړه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دې لس کسیزې ډلې به چریکي او پټ بریدونه ترسره کول چې په یو لړ هدفمنده عملیاتو کې د نیمروز په زرنج ښار کې نیول شوي دي.

 خبرپاڼه  وايي، د دې ډلې مشر ملا عبدالرووف یې هم نیولی دی چې د ملي امنیت ګڼ کارمندان یې وژلي وو او د نیمروز د امنیه قومندانۍ د دوه افسرانو د وژنې پلان یې هم تازه نیولی و.

امنیتي ځواکونو له دغو لسو وسله والو سره یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم نیولي دي.

439 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"10192fbe-f126-4d09-ad44-297aaedca10f","recipients":919,"external_id":"791be9a6-6342-65cb-f317-df40b41b37a5","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
919

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸