Categories

اعلان

Loading…

برښنا شرکت، مالیې وزارت ته په ۲ ملیارد ډالري پورونو کې خپل تاسیسات ورکوي

تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: د برښنا شرکت وايي، د یو شمېر پروژو په برخه کې د مالیې وزارت یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالر پوروړی دی.

 د دې شرکت رئیس امان الله غالب وايي، ټاکل شوې چې د یوې هوکړې له مخې د دغو پورونو په بدل کې د بریښنا ټول تاسیسات د مالیې وزارت حساب ته شامل شي.

 نوموړي زیاته کړې، که مالیې وزارت دا تاسیسات وانخلي نو د برښنا شرکت نه شي کولای چې د مالیې وزارت پورونه ورکړي: (( په تېروو اتلسو کلونو کې د اسیا او نړیوال بانک مرستې اصلا پورونه وو، اوس به د نوي میلادي کال له پيل سره دا پورونه یو یو مالیې وزارت ته ورګرځوو.))

 د ښاغلي غالب په خبره په دې برخه کې ګڼې پروژې له اقتصادي سنجش پرته پلې شوې دي، خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، له بریښنا شرکت سره په دې کار کوي چې دا شرکت څنګه له خپلو فعالیتونواو عوایدو څخه ورو- ورو خپل پورونه ادا کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر حکومتي ادارې او زورواکان دا مهاله پورې د بریښنا شرکت له لس میلیارده افغانیو څخه زیات پوروړي دي.

806 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"6b2bd4ab-dfab-438d-ac09-8d6a433ad870","recipients":919,"external_id":"6f843742-55aa-7ab0-55b5-b7e49262da93","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
919

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    ترڅو چی دولت د برښنا پورونو په اړه همدارنګه ددی شرکت بیرته دولت نهاد په اړولو باندی تصمیم ونه نیسی نو افغانستان به ددی ریاست له لاسه په پورنو کی غرق شی چی دا غریب ولس بیا نشی کولی چی غلا شوی پیسی چی په قرض اخیستل شوی دی دوباره تحویل کړی نو مخکی لدی چی ولس زیان ووینی باید ددی برښنا شرکت په اړه جدی تصمیم ونیسی کچیری ګام پورته نشی نو مسول به وزارت مالیه او څارنوالی او مبارزه با فساد اداری او نوری اړوندی تخنیکی او اقتصادی اداری وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸