Categories

اعلان

Loading…

د قیصاري پر محاصره یوه شپه تېره شوه، خو مقاومت یې لا هم روان دی

تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴مه: له تېر ماښام راهیسې د بلخ مزار شریف ښار په پنځمه ناحیه کې له محاصره شوي نظام الدین قیصاري سره د افغان ځواکونو جګړه لا هم روانه ده.

په لومړنیو راپورونو کې داسې هم ویل شوي چې محاصره د افغان ځواکونو لخوا نه ده، بلکې دا د جنرال دوستم وسله وال دي چې قیصاري یې محاصره کړی دی، خو د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل بیا تاند ته وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له عدلي او قضايي ادارو امر شوی دی چې قیصاري ونیسي.

نوموړی وايي، افغان ځواکونو د محاصرې په لومړیو کې له قیصاري څخه تسلیمي وغوښته خو د هغه وسله والو مقاومت پيل کړ: (( د نظام الدین قیصاري وسله والو په سیمه کې ناقانونه اخاذۍ، باجګیري او ګډوډي کوله، ځکه یې عدلي ادارو د نیولو امر وکړ.))

د ښاغلي عادل په خبره پر قیصاري به قانون پلی کېږي او ډېر ژر به ونیول شي.

ځايي خلک وايي، له تېرې شپې راهیسې یې د ډزو د وحشتناک غږ او جګړې له کبله یې خوب نه دی کړی.

داسې راپورونه شته چې تېره ورځ د قیصاري ۵ تنه وسله وال له افغان ځواکونو سره په نښته کې ژوبل شوي دي.

 همدا راز جنرال دوستم هم تېره ورځ په بلخ کې وو چې په اړه یې د جنبش د ځوانانو سازمان په خپله فیسبوک پاڼه ویلي وو چې د قیصاري د نیولو امر جنرال دوستم پخپله ورکړی دی.

912 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"e29d808f-5177-4093-9fbe-1139dcd874c7","recipients":919,"external_id":"13c12544-2d9f-e28a-0c15-4e6dd1b1661a","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
919

2 comments

  1. ګل محمد نوری Reply

    قیصاری به بیا ونیسی خو علی پور او نورو جنایی جرمونو باندی ککړ جنګیالی ډلو سرنوشت څه شی شو هغه کسان چی د شهید اونی کی یی زیاتره خلک ازارول او د کابل ښار کی په آزاد ډول چی امنیتی کسان هم شتون درلود خطرناک او وحشی حالت خپل کړی تر اوسه د دوی په وړاندی ګام نه پورته کیږی او نه هم د هغوی د نیولو په اړه څارنوالی امر ورکوی مګر یو څوک چی سیاسی ملاتړ ونلری نو په یوه ورځ کی له کور را ویستل کیږی او بندیخانه ته اچول کیږی

  2. ګل محمد نوری Reply

    قیصاری رسانیو ته ویلی ترڅو چی ژوندی یم تسلیم به نشم
    پژواک

Leave a Reply to ګل محمد نوری Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸