Categories

اعلان

Loading…

مژده له طالبانو سره تماسونه تایید کړل

تاند- د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده له افغانستانه دباندې له طالبانو سره ټېلفونې خبرې رد نه کړې، ویې ویل چې د یوه ژورنالیست په توګه دا د ده حق دی چې له هرچا سره خبرې وکړي.

مژه دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د امنیتي ادارو له لوري په کوټه کې د طالبانو له چارواکو سره د وحید مژده د ټېلفوني خبرو ږغ  ازادي راډیو او د یک په نوم یوه خصوصي تلویزیون خپور کړ.

په دغه اډیو کې مژده د طالبانو یوه نامعلوم مشر ته ژمنه ورکوي چې له حاجي فرید سره یوځای بېلابېلو تلویزیونونو ته ځي چې د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پرضد څرګندونې وکړي.

مژده ته مقابل لوری وايي چې «اسلامي امارت یوه اعلامیه ترتیب کړې او په کابل کې د علمای کرامو د غونډې او هیلو قدرونه کوي په کومه کې چې له امریکا سره د تړونونو د لاسلیکولو مخالفت وشو او د بهرنیو ځواکونو د بلا قید وشرطه وتلوغوښتنه وشوه.»

مژده په یوه بله اډیو کې، چې دا هم امنیتي مقاماتو ازادي راډیو او یک چاینل ته ورکړی، له طالبانو سره د یوې غورځېدلې هیلي کوپترې د پېلوټ په اړه خبرې کوي او ورته وايي چې له ده سره ایرانیانو تماس نیولی، ورته ویلي یې دي چې طالبان دې د څرخکې روسی پېلوټ خوشي کړي .

مژده وايي:«ما غوښتل له تاسو سره یوازې یوه مسله شریکه کړم، هغه هیلي کوپتر چې په ازره کې له منځه لاړه، له ما سره دلته یو چا تماس نیولی او وايي چې هغه پېلوټ چې اوس له تاسو سره دی، هغه روسی دی، که تاسو هر شرط چې لرئ، ما ته یې ووایاست چې زه دوی ته ووایم او که خدای وکړي یوې نتیجې ته ورسېږو چې د مسلمانانو په خیر وي. البته له ما سره روسانو په خپله تماس نه دی ټینګ کړی، ایرانیانو راته ویلي هغوی وايي چې که دا مشکل حل شي، ما ته یې د پاسپورټ فوټو کاپي هم راسپارلې، تاسو ته به یې درولېږم.»

مژده، چې د جهاد په کلونو کې د حزب اسلامي د فرهنګي په کمېټې فعالیت کاوه، د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په بهرنیو چارو وزارت کې مامور و. نوموړی په تېرو دوولس کلونو کې د طالبانو د چارو د یوه مطرح سیاسي کارپوه په توګه مطرح دی.

412 total views, no views today

9 comments

  1. عبدالله Reply

    دا ډېر چالاک دی. پخوا له ګلبدین سره وه بیا له طالبانو سره راښکاره شو او چې کتاب یې چاپ کړ نو اهدا یې احمدشاه مسعود ته وکړه.

  2. Sadiqi Reply

    داده ايران اجينتان دى با يد جزاه وركرال سي

  3. Sadiqi Reply

    داده ايران اجينتان دى با يد جزاه وركرال سي.

  4. اوشتون Reply

    دطالبانوسره خبری کم مشکل دی ټول دنیای ورسره کوی ملی امنیت چی خبردرسروه نیسی چی کوچی په وه نه کی نی ایله کوی

  5. باچا Reply

    مخ دې ددغه وطن پلوري او بېننګه تور وي

  6. safiullah Reply

    مژده د افغانستان لپاره یو خیر خوا انسان دی افغان دوسته دی
    وطن پلوی دی
    او په زیرک توب او هوشیاری کی ساری نشته په ژورنالیستانو کی
    افغان حکومت باید ده ته کوم خن جور نه کری

  7. Gul Nabi Reply

    لعنت په داسی جاسوس چی د خپل هیواد ملی منافع په نظر کی نه نیسی او د پردیو غلامی کوی اوسیږی په کابل کی غلامی ایران او پاکستان ته کوی

  8. Mohammad Daud Hejran Reply

    Waheed Mozhdah yaw haqeqee zhornoalist aw seasat poh dey zeh shakhsan peh nazaryatoo aw halo zalo yee eftekhar kawom…

  9. yaghee Reply

    خاین ملی کسی میباشد که درباره کشور شان با یک اجنبی معامله کند وکشور را بفروشد اقای وحید که با خارجی ها معامله شوم نکرده بلکه با یک افغان درباره جلوگیری از ای پیمان کثیف که مردم افغانستان را خاک وخون کشانیده مشوره کرد تلویزیون یک کاش به جای پخش مسخرات وفحاشی یک کمی از وقایع دردناک مردمی که پدران خواهران مادران وبرادران خود را در حملا ت بیرحمانه اشغالگران شهید شده اند باخر میشدند وان ها را افشا می کردند هنوز یک خدمت واقعی میبود

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸