Categories

اعلان

Loading…

جاپان د ناکامورا د نیمګړو پروژو بشپړولو ته بل کس موراکامي را استوي

تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: د ننګرهار چارواکي وايي، جاپان هېواد د سولې او روغتیايي خدمتونو د موسسې لپاره په دغه ولایت کې موراکامي د ډاکټر تیتسو ناکامورا ځای ناستی او مشر ټاکلی دی.

 د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته وویل، ښاغلی مورا کامي به ډېر ژر د ناکامورا پر ځای د یادې موسسې مشرۍ ته افغانستان ته راشي او د ناکامورا د نیمګړو پروژو د پوره کولو کار به پيل کړي: (( موراکامي په جاپان کې دی خو لا افغانستان ته نه دی رارسېدلی، لنډو ورځو کې به راشي.))

جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د قوس په ۱۳مه نېټه په ننګرهار کې د یو وسله وال ترهګریز برید له امله له خپلو پنځو افغان همکارانو سره یو ځای ووژل شو.

 ناکامورا د افغانستان د اوبو د مهاروونکي لقب هم ګټلی چې وروستۍ پروژه یې د مروارید کانال وه چې په بشپړېدو سره به یې درې زره هکټاره ځمکه خړوب شي.

579 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"88b9a8d6-a41b-4d50-8898-c548534d3e34","recipients":921,"external_id":"ff532777-30fa-e8c6-eff9-b18d316d66e9","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
921

1 comment

  1. سلیم Reply

    ښه خبر دی چې د ناکامورا ځایناستی راځي، خو افسوس دلته دی چې دا ۳۰ ۳۵ میلیونو یو ناکامورا راکې پیدا نه شو. موږ یې په آبادۍ و مدنیت څه؟ موږ یا وژونکي ورانوونکي یوو، یا غله یوو یا هم د غلو او قاتلانو امتیان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸