Categories

اعلان

Loading…

د انتخاباتو کمیسیون ښايي نن ابتدايي پایلې اعلان کړي

تاند (پنچشنبه، د قوس ۲۱) د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي، په راتلونکو څو ساعتونو کې به د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړي.

دوو سرچینو، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، حاضردمه د کمیسیون له یوه غړي پرته نور ټول په دې سلا دي چې د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شي.

د سرچینو په وینا د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم پلوی کمیشنر مولانا عبدالله اصرار کوي چې قسمي پایلې دې اعلان شي نه ابتدايي.

تر دې وړاندې نوموړي د قسمي پایلو له اعلان سره هم مخالفت کاوه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې منلې چې نن به ابتدايي پایلې اعلانوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ټینګار کوي چې ۳ لکه رایې دې باطلې شي او بیا دې ابتدايي پایلې اعلان شي خو د کمیسیون غړي وايي چې دوی پایلې اعلانوي وروسته دې کاندیدان د شکایت لپاره د شکایتونو کمیسیون ته مراجعه وکړي.

1,232 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d7b8ee50-df4a-4447-a554-d5fbad1ecede","recipients":923,"external_id":"82124643-ae16-9eac-af65-66545173457b","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
923

3 comments

  1. Ajmal Nasar Reply

    د انتخاباتو د کمیسیون رهبری باید د هغه معلوماتو په اساس چه تر وسه یی د خپلو تخنیکی وسایلو او ډیواسونو د لاری جمع او تحلیل کړی د خپلو مربوطه معیارونو او لایحو مطابق ملت ته بریالی ولسمشر اعلان او د هرکاندید د رایو فیصدی اعلان کړی ، ترڅو د ملت تشویش نور په مریضی بدل نه شی او د کمیسیون اعتبار نور مغشوش نه شی او په دی لار کی د ځنډ او محافظه کاری نه نور جدآ خودداری وکړی .
    کمیسیون د زورواک او جنګسالار کاندیدانوپه مقابل کی د قانون په چوکاټ کی د انتخاباتو نتایج په پوره قاطعیت اعلان کړی . په زور باندی د قدرت غوښتلو او قدرت ته د رسیدلووخت تیر شوی ، افغانستان اوس اسلامی جمهوری نظام لری ، په هره برخه کی قوانین موجود دی ، ملکی او امنیتی قوی نهادونه موجود دی . هر څوک چه کومه ګیله ولری باید د قانونی مسیرد لاری مخ ته ولاړ شی ، د سړکونو بندول، عامه ګټی او اقتصاد تر پښو لاندی کول ، بازار او مارکیټ مختل کول ، د مکتبونو او شفاخانو کار مختل کول ، عامه نظم او امنیت اخلالول د خپل حق دغوښتنی لار نه ده ، بلکه یو لوی ملی جرم دی چه عاملین اومحرکین یی سمدلاسه د قانون او عدالت منګولو ته وسپارل شی . همدا راز باید هغه کاندیدان چه په ولایاتو کی د بیاشمیرنی په مقابل کی خپل افرادم مؤظف کړی چه د کمیسیون دروازی په بدماشی سره بندی وساتی ، هدف یی دادی چه تاو تریخوالی او جنګ ته لمن ووهی او ناخبره یو تعداد غریب خلک د خپل چوکی د لاسته راوړلو د پاره د سون د موادو په شکل استعمال کړی ، باید د انتخاباتومستقل کمیسیون ددی ملی جرم دوسیی ترتیب اولوی څارنوالی ته د قانونی اجرآتو په خاطر وسپارل شی . ددوی تجربه په ماضی کی یوازی جنګ او ورانول ؤ ، نه جوړول . متآسفانه دوی یو هم د ریاست جمهوری د مقام وړتیا نه درلوده او نه یی لری ، ځکه په دوی کی عقلانیت او ملی عنصر ډیر ضعیف دی ، خودخواهی او شخصی ګټی ترهرملی او اسلامی ارزش ورته اولیت لری .

  2. دورانی Reply

    د افغانستان د انتظاراتو کمیسیون ښايي نن، سبا، جمعه بعد، میاشت بعد او یا شاید څو کلونه بعد ابتدايي پایلې اعلان کړي.

  3. عزت الله Reply

    د کامیابی حکومتداری لپاره اول مشروعیت او دوهم قاطعیت حتمی ده. قانون باید د پولیسو او ملی اُردو په زور پلی شی او زورواکان باید ځارنوالۍ ته معرفی شی تر څو چه نورو ته عبرت شی.
    د انتخابتو نتیجه نه منم یعنی دا چه قانون نه منم!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸