Categories

اعلان

Loading…

د سټنډرډ ملي ادارې د غالیو لابراتوار پرانیست

چهارشنبه

۲۰/لیندۍ/۱۳۹۸

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د غالیو د ازمېیښت لابراتوار پرانیست. د یاد لابراتوار په پرانیست غونډه کې د دغې ادارې لوی رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي و ویل چې د غالیو د لا معیاري کولو او هغو ته د غوره بازار موندلو په هدف یې د غالیو د ازمېیښت لابراتوار پرانیست. د عَلَمي په خبره دغه لابراتوار د غالیو په صادراتو کې زیاته مرسته کولی شي او په نړیوال بازار کې د افغاني غالیو ارزښت ټاکلی شي. هغه زیاته کړه، یاد لابرتوار له دې وروسته د غالیو، تارونو او نساجي په برخه کې شاوخوا (۲۲) ډوله ازمېیښتونه کوي چې خپل خدمتونه به پیل کړي. عَلمي و ویل چې انسا ادارې د غالیو لپاره (۱۴) ځانګړي سټنډرډونه تدوین کړي دي چې د دغه لابراتوار په مرسته به پلي کېږي.

 دغه پروژه چې اپلایدټیک شرکت یې د انسټالېشن او ټریننګ فعالیتونه په غاړه درلودل، د (۱۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوه.

378 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"901d20ab-931b-4e37-a995-071de9128134","recipients":923,"external_id":"55f3ccf5-26cb-e223-70b6-946935ff4c4e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
923

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸