Categories

اعلان

Loading…

 د نوماندانو شورا: د ټاکنو د پایلو اعلان به د شدید بحران د اعلان په معنا وي

تاند، چهارشنبه، د قوس ۲۰مه: د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا ګواښ کړی، که د ټاکنو کمېسیون پایلې اعلان کړې، نو لویه تېروتنه به وکړي چې هېواد به ورسره د شدید بحران خواته ولاړ شي.

 دوی چې نن چهار شنبه یو وار بیا له رسنیو سره راټول وو او د ملي مشارکت د حکومت غوښتنه یې کوله، همدا راز یې ټینګار وکړ چې ټاکنې له خپل اصلي مسیر څخه وتلې دي او د کمېسیون هیڅ پریکړه مشروعیت نلري.

د نوماندانو له منځه احمد ولي مسعود کمېسیون ته خبرداری ورکړ چې که دوی د ټاکنو پایلې اعلان کړې، په حقیقت کې به یې په افغانستان کې یو لوی بحران اعلان کړی وي: (( باید مشارکتي انتخاب محوره حکومت جوړ شي، بله چاره نشته.))

د ولسمشرۍ بل نوماند شهاب حکیمي هم ټینګار وکړ چې د ده په وینا له یو متقلب ټیم څخه د کمېسیون ملاتړ دوی ته د ټاکنو اعتبار له منځه وړی دی: (( ډیره واضحه خبره ده چې والیانو او ولسوالانو د دولت ساز ټیم ته درغلي کړې ده او اوس کمېسیون دغې درغلۍ ته مشروعیت ورکوي، خو تر څو چې تقلبي رایې له سیسټم ونه ایستل شي، موږ پایلې نه منو.))

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې هم په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د ټاکنو پایلې که د نوماندانو له غوښتنې منلو پرته اعلان شي، دوی به یې ونه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون په لنډ وخت کې د ټاکنیزو قسمي پایلو د اعلان خبر ورکړی دی، خو وخت یې نه دی په ډاګه کړی.

585 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0674bf9a-30c6-4066-b47f-5fd27db89505","recipients":923,"external_id":"e7a57dd5-e362-de96-1639-b8fe6205e1fc","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
923

2 comments

  1. خالد احمد Reply

    کمیسون باید جرت وکړی او نتیجه اعلان کړی. دا یو څو د ګوتو په شمار غله نشی کولای چی د تول ملت به سر نوشت لوبی وکړی.

  2. شاهین افغان Reply

    شهاب حکیمي ، احمدولي مسعود او داکتر عبدالله درې واړه د جمعیت یا شورای نظار کاندیدان دي ، په هر حال سره نوموړو کاندیدانو داسې تاریخي ماته خوړلې چې بیا به هېڅکله دې مهمې څوکۍ لپاره ځانونه کاندید نه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸